ملا برادر او قريشي د يوې سيکې دوه مخونه

سيد حسين پاچا

0 840

ملا برادر او قريشي د يوې سيکې دوه مخونه :

ملا برادر هم د قريشي غوندې د دروغو پوڼۍ خوشې کړه

په ټرمپ مې تېلېفون قطع (پرې) کړ او پمپيو راته لاس په سينه ستاسې له برکته دريږي

مصلحت بايد د خپلو ملي – اسلامي، تاريخي واخلاقي ګټو پر بنسټ وي نه د نورو

د ښاغلي ملا عبدالغني برادر د سياسي پوهاوي او لا پاملرنې لپاره دا اړينه بولم چې ورياده يې کړم چې تاسې پر چا تېلېفون نه شئ بندولای او نه دا کار کولای شئ چې دا به درته لا نورې وخيمې ستونزې وزېږوي. په تېر کې اروښاد شهيد سردار محمد داوود خان له برژنيف سره همداسې تېز تللی وو چې له کورنۍ سره د سرومال په درنه بيه ورته پرېوه او ستره تشه رامينځته شوه چې لا ترننه له يو لوري له هغو ټپونو او له بل لورې بيا د مشر ملا صاحب د سرتنبه ګۍ په پايله کې مو امريکا تر ننه مېلمنه ده چې تاسې اشغال بولۍ او هغوی ستا د سرزنش او سمونې لپاره درته دوه لسيزې تېرې کړې. تاسې په دې لږ سر خلاص کړئ چې په اشغال کې اشغال وبرمته ياست. د اسيا په ډېرو هېوادونو کې دغسې برمتې شته چې خلک د مذهب، سياست او مزدورۍ، خوارې وغريبې په پلمه د زورورو ګوتو ته ورشي چې نه يې بيا د خواري و مزدورۍ پته لګي اونه يې د مړي و ژوندي چې يوه ښه بېلګه يې تاسې او موږ جهاديان يو. ستره سرښندنه او بلهاري مو ورکړه، خو ځای راته ونه نيوه دا ځکه چې له پيله ښه لارښوونه، زده کړه، سياسي واسلامي پوهاوی نه وو. که وای، نو دومره سخت به د پرديو د استخباراتو په دام کې نه ښکېلېدای لکه چې دا ښکېل شوي يو او د وتو په لار يې هم نه پوهيږو.

How Trump’s Plan to Secretly Meet With the Taliban Came Together, and Fell Apart

Trump says he spoke to a Taliban leader, had ‘good talk’

Trump reportedly tells Taliban official ‘you are a tough people’ in first phone call

ګارډين په درېيم تر اووم پاراګراف پورې داسې وايی :

The Taliban said the call between Washington and Doha (where the Taliban negotiating team are based) lasted 35 minutes and claimed that Trump told Baradar: “You are a tough people and have a great country and I understand that you are fighting for your homeland. We have been there for 19 years and that is a very long time and withdrawal of foreign forces from Afghanistan now is in the interest of everyone.”

Trump confirmed the conversation but gave few details about the discussion with the man he mistakenly referred to as “the leader of the Taliban”.

“We had a good conversation. We’ve agreed there’s no violence. We don’t want violence. We’ll see what happens,” Trump told reporters. “We had actually a very good talk with the leader of the Taliban.”

“The relationship is very good that I have with the mullah,” he added later in the day.

“We had a good long conversation today and, you know, they want to cease the violence. They’d like to cease violence also.”

ښاغلی ملا برادر او ډله يې په دې نه پوهيږي چې اووم پاراګراف څه وايی؟

نن ډېرې ښې خبرې وشوې او لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ چې دوی (طالبان) هم دا غواړي چې ”دا شرارت“ بند (ودرول) شي او هغوی هم غواړي چې ”دا شرارت“ بند (ودرول) شي. ټرمپ دلته په دواړو غونډلو (جملو) کې د “They” ضمير کارولی او “the” حرف تعريف يې د ((شرارت)) جنګ لپاره کارولی. دا چې طالبان يې او شا ته هغه ((مقتدره کړۍ)) يې جهاد بولي هغه خو د دوی تنانيا ده، خو ټرمپ ورته د شرارت “violence” کليمه کارولې ده. په لومړي ضمير کارونه کې ټرمپ طالبانو ته اشاره کړې چې ((دوی غواړي چې دا جنګ ((شرارت)) ودرول (بند) شي او په دويم کې هغو [افغان حکومت] هم غواړي چې دا جنګ ((شرارت)) بند (ودرول) شي، نو دوی يې د څه شي جهاد بولي؟

که موږ د خپل تېر جهادي وخت نړيوالو رسنيو ته ورشو، نو هغه وخت هم زموږ لپاره د مجاهدين کليمه کارول کېده، خو هغوی هېڅکله زموږ جنګ ته جهاد نه ويلی وو او نه يې بللو. که کوم نيم وخت رسنيو راخېستی، نو هغه کې هم احتياط په کار دی چې ښه بېلګه يې د کرنيل امام د خولې خبره ده چې په خپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) کې يې راخېستې ده :

کرنيل امام :

نصير الله بابر چې يو ډېر وطند دوسته سړی وو او ډېر لوی سوچونه او ارادې يې درلودې. هغه له بهټو صيب سره سلا مشوره وکړه چې له افغانستانه راغليو ډلو ته چريکي جګړه ور زده کړو. سره له دې چې پوځ سره په ځينو برخو کې هغه زمانه کې د بهټو صيب سره اړيکې ښې نه وې، خو دا چون د پاکستان د خوندي کولو خبره وه، نو ځکه بهټو صيب پوځ په دې قضيه کې راداخل کړ. دا لومړی ځل وو چې د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه په يوه مساله کې را ښکيليږي. د پوځ لوی درستيز هم د بهټو صيب خبره ومنله او په دې برخه کې يې د ځانګړې پالېسۍ جوړولو او کار کولو پلان ته ټټر وواهه.

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

  • ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟
  • د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟
  • څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

د سردار داوود حکومت چې کله دهغه خوځښت د مخنيوي هڅه وکړه، نو کابو د ۳۵ په شاوخوا کې يوه ډله چې استاد برهاالدين رباني، ګلبدين حکمتيار او احمدشاه مسعود په کې شامل وو پاکستان ته راغلل. استاد سياف هم د دوی سره ملګری وو، خو هغه په لاره کې نيول شوی وو او په زندان کې پروت وو.

د پاکستان ډېر وفادار او په پاکستان مين ذوالفقار علي بټو نصير الله بابر ته دنده وسپارله چې له افغانستانه راغلې دغه ډله منظمه کړي.

نصير الله بابر د جماعت اسلامي د مشرانو په مرسته کابو ۶ مياشتې په صوبه سرحد کې وساتل او د يو تنظيم په جوړولو يې کار وکړ. يوه ورځ راته نصير الله بابر صيب وويل چې په يو تنظيم کې د افغانانو راټولول دومره سخت کار وو، لکه په ډنډ کې چې چينډښې راټولوې.

کرنيل امام ورپسې زياتوي :

په افغان مجاهدينو کې يوه داسې شور او ولوله پيدا کړې وه چې د امريکا ولسمشرانو جيمی کارټر او صدر ريګن به يې تل صفتونه کول.

((يوه شپه جنرال صيب ضياالحق مونږ څو لوړرتبه نظامي افسران ماښامنۍ ته مېلمانه کړي و د ضياصيب لخوا همدا خبره وشوه چې کارټر او ريګن وايي افغان مجاهدين د اسلام ريښتيني ساتونکي دي. په دې سره اول ضيا صيب او بيا ټولو حاضرينو ښه شېبه وخندل)).

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي..

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

د دې مانا دا نه ده چې خدای مه کړه موږ مجاهدين په خپل کړې سرښندنې پښېمانه يو. موږ ډېره ستره سرښندنه او بلهاري ورکړه، خو له بل لوري د هغه چا له خولې داسې خبرې لولو چې هغه لا موږ ((د افغانستان د جهاد شهيد)) بولو او حال دا چې په خپل په شپني مجلس ((غونډه)) زموږ د جهاد پورې خاندې، پسخند وهي او ملنډې وهي. دا هم د تاريخ يوه برخه ده چې موږ به يې په ياد ولرو.

ملا فاضل خو د قطر په دوحه کې قطري چارواکو ته دويم ځلي ژمنه ورکړې وه، هغه يې لکه چې له ياده ووته که څنګه؟ او هلته څه ژمنه کړې وه؟

برادر؛ د پاکستان په وړاندې خپل شخصي حيثيت نه پالم | خبریال (khabarial.com)

طالب مشران پاکستان کې دي او هلته یې د ټپیانو درملنه کېږي: د ملا برادر ویډیو – DawatMedia24

هغه څه چې طالبانو نه غوښتل ملا برادر وويل

هغه څه چې طالبانو يې اوریدل نه غوښتل، ملا برادر وویل – DawatMedia24

blob:https://www.facebook.com/e1e8ca5a-aaa5-4d6e-a83c-9cf646a55a23

عيادت ملا برادر از زخميان طالبان در پاکستان

عیادت ملابرادر از زخمیان طالبان در پاکستان – DawatMedia24

blob:https://www.facebook.com/aa8bdad0-aa10-4691-a50b-4fe2afdc144c

ملا فاضل په توبه کې څه وويل؟

ملافاضل په توبه کې څه وویل؟ – DawatMedia24

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply