په کاري چاپېريال کې د ښو اړيکو لارې چارې او ارزښت

ریاض مقامزی

0 1,355

انسان له ماشومتوبه په شعوري او غير شعوري توګه زده کړې کوي. کله چې ځوان شي، کار کوي، ملګري پيدا کوي او همکاران لري. کاري او کورني چاپېریالانو سره توپير لري او انسان ته ښايي، چې په دواړو محیطونو کې د اړيکو په ارزښت پوه اوسي او ښې اړيکې وپالي. په دې لنډه لیکنه کې به تاسو په کاري چاپېریال کې د ښو اړيکو په ارزښت پوه شئ.

کله چې تاسو د خپلو همکارانو احترام کوئ، په حقیقت کې تاسو د خپل درنښت ساتنه کوئ. همدارنګه که تاسو د هغوی نظریاتو ته ارزښت ورکوئ، په حقیقت کې د خپلو آندونو ارزښت ته لاره پرانيزئ. کله چې په کار ځای کې همداسې فضا حاکمه وي تاسو کولای شئ ډېر ژر پرمختګ وکړئ.
انسان ټولنيز موجود دی او باید له خپلو شاوخوا خلکو سره ښې او صميمي اړيکې ولري. له کورنۍ نيولې بیا تر بانديني چاپېریال پورې د اړيکو تعادل خورا مهم دی. په خپل کاري چاپېریال کې د ښو اړيکو پاللو لپاره بايد ډېر دقت وکړئ.
موږ انسانان لکه څنګه چې له خوړو او څښاک سره مینه لرو، همداسې خوښوو چې له نورو وګړو سره دوستانه ارتباطات ولرو.
کله چې تاسو له خپلو همکارانو سره ښې اړيکې ولرئ نو له خپل کار څخه خوند اخلئ. همکارانو مو درسره مرسته کوي. همدا چاره ستاسو پر فعالیتونو مثبت اغېز کوي. دا کړنې ددې سبب هم کېږي، چې تاسو ډېرې لاسته راوړنې ولرئ.

د ښو ظیفوي اړيکو ځينې لارې چارې
– باور: دا ځانګړنه د هرې اړيکې اساس جوړوي. کله چې په خپلو ملګرو باور کوئ په حقیت کې د یوې قوي کاري ډلې بنسټ ږدئ. کله چې د باور فضا رامنځته شي نو تاسو خپل تمرکز پر نورو د پام پر ځای د خپل کار په ښه والي کوئ.
– متقابل احترام: کله چې تاسو د نورو احترام کوئ ستاسو احترام کېږي. دا کار مو د یووالي سبب کېږي او یووالی د هرې مبارزې لپاره اړين او مهم دی. احترام وکړئ چې احترام مو وشئ!

– مختلفو نظریاتو ته په ښه نظر وګوئ: ځينې خلک په کاري چاپېریال کې د نورو نظریاتو ته په کمه سترګه ګوري. دا کړنه مو اړیکې ترینګلې کوی. کله چې ملګري مو نظر ورکوي هغوی ته ډاډ ورکړئ چې تاسو ښه غږېږئ. وخت ورکړئ او نظریې یې په غونډو کې ور یاد کړئ.

– کومک وکړئ: کاري چاپېریال هم لکه د ټولنيز ژوند په یواځې ځان مخکې نه ځي. حتمن ځينې کارکوونکي د نورو مرستو ته اړتیا پيدا کوي. تاسو باید همداسې کس اوسئ، چې همکارانو مو پر تاسو ډاډه وي. دا کار تاسو لا هڅاند کوي او په کار ځای کې مو اړيکې لا ښې کېږي. همدارنګه د نورو د پام وړ ګرځئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply