پاکستاني پوځيانو په بنو کې د خلکو پر کورونو چاپې اچولي

0 1,081

د بنو ځايي اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځيانو له کوم دليل پرته د خلکو پر کورونو چاپې اچولي او د همدې سيمې له ايپي کلي يې ۴تنه بې‌ګناه ځايي اوسېدونکي هم له ځان سره وړي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم د پاکستاني پوځيانو له لوري دغه چاپې تائيد کړي او زياته کړې يې ده چې دامهال خلک په بنو کې د اعتراض په موخه راټول شوي دي.

د دغه غورځنګ غړي حنيف داوړ په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، له قومي مشرانو سره د سلا مشورو په ترڅ کې يې پرېکړه کړې، که پاکستاني پوځيان نيول شوي کسان تر سبا ور خوشې نه کړي نو د اعتراض په توګه به د بنو او ميرانشاه ترمنځ غځېدلې لار وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې په قبايلي سيمو کې پر پاکستاني پوځيانو د وسله‌والو ډلو بريدونه زيات شوي، خو په دې سيمو کې له هر بريد سره پاکستاني پوځيان د ځايي اوسيدونکو کورنه پلټي او په بې ځايه پلمو سره قبايلي اوسيدونکي په عذابوي او ځوروي يې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply