پاکستاني ځواکونو په شمالي وزيرستان کې قومي مشران نيولي

0 854

په شمالي وزيرستان کې ځايي سرچينې وايې، پاکستاني پوليسو د شمالي وزيرستان په حيدرخېلو کې يو شمېر قومي مشران نيولي او له ځان سره يې بېولي دي. دې سرچينو زياته کړې چې تر اوسه د حيدرخېلو قومي مشرانو د نيول کېدو دليل نه دی په ډاګه شوی او نه هم حکومتي مسوولانو خلکو ته په دې اړه وضاحت ورکړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو هم دا موضوع تائيد کړې ده. د دغه غورځنګ غړي حنيف داوړ په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې پاکستاني پوليسو د حيدرخېلو ټول ملکان له ځانه سره بېولي دي.

د نوموړي په خبره نن هم په همدې سيمه کې خلکو د قومي مشرانو نيول کېدو په غبرګون کې لاريون درلود، خو پر لاريون سربېره هم چارواکي دې ته حاضر نه شول چې وضاحت ورکړي.

تېره اوونۍ په همدې سيمه کې پاکستاني ځواکونو د خلکو پر يوه سوله‌ييز اعتراض مخامخ ډزې وکړې. دې کار په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې خلکو پراخ غبرګونونه وپارول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply