پاکستان کې له تېرو څو میاشتو را پدېخوا د یو لړ سیاسي او ټولنیزو فعالانو لخوا پراخ کمپاین پر لاره اچول شوی، چې موخه یې د بربنډ ګرځېدو د حق تر لاسه کول دي، شعار یې؛ زما بدن زما خوښه، دی!
تر اوسه د پاکستان په لویو ښارونو لاهور، اسلام اباد او کراچۍ کې یاد غورځنګ ځواک سره پر مخ روان دی، ګډونوال یې د پوهنتونونو ښځینه زده کړیالانې، نڅاګرې او د پاکستان د انصاف ګوند غړي دي، چې اوسمهال د پاکستان حکومت د دوی د ګوند په لاس کې دی او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان یې مشري کوي.
د زما بدن زما خوښې ګډونوال سړکونو ته بربنډ راوځي او د عامو خلکو مخ کې د بدن مخصوص غړي نندارې ته وړاندې کوي، د پاکستان د لویو ښارونو پولیس هره ورځ ورسره لاس او ګرېوان وي؛ خو د نوموړي حرکت مخنیوی کې پاتې راغلي، چې د پاکستان خلک همدې مسلې شکمن کړي، چې دا حرکت د پاکستان د حکومت پر خوښه پيل دی.
اکمل الغاری د نوموړي حرکت یو تن غړی دی، اکمل الغاری د پاکستان د انصاف ګوند د سکهر ښار مشر دی، الغاري د اسلام اباد په ښار کې له خپلې ملګرې سره موټر کې بربنډ ناست و او له فیسبوک یې لایف خپور کړ.
الغاري خلکو ته وویل، چې له خپلې ښځې سره په ښار کې بربنډ و نه شې ګرځېدی؛ نو دا به څه ژوند او څه ازادي وي؟
همدارنګه تېره ورځ د بربنډې ګرځېدا له حرکت سره یو تن د منځنی زده کړو لرونکی مذهبي شخص هم یو ځای شوی و، چې پر موټرسایکل یې د ښار منځ کې بربنډ سفر کولو او د پولیسو لخوا تعقیبېده؛ صوفي د کېمرې پر وړاندې بربنډ ولاړ و او ویې ویل، چې ازاد پيدا شوی یم او ازاد ژوند کول غواړم له همدې کبله بربنډ ګرځم!
د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، چې د بربنډې ګرځېدا د ټولنیز حرکت پر وړاندې د پاکستان د دیني عالمانو او توندلارو چوپتیا د حیرانتیا وړ ده.
خلکو ته بې شمېره پوښتنې پيدا شوې، چې د مذهبي توندلارو روزونکی پاکستان د کومې خوا ته روان دی او پر پاکستان او سیمه کې یې کومه نوې لوبه پيل کړې، چې د بربنډتوب تر کچې عام ښاریان هڅوي او خلک یې سړکونو او کوڅو ته را باسلي، د بربنډو غورځنګ څوک رهبري کوي، موخه یې څه ده، څوک یې تر شاه ولاړ دي او د پاکستان دیني توندلاري يې پر وړاندې ولې چوپه خوله دي؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320