د ویني ګروپونه

ژباړه او راټولونه: احسان الله ژمن

0 1,913

پېژندنه:

کله چي د دوو کسانو وینه د یوبل سره یوځای سي، ځیني وخت د ویني سرې حجرې د معافیتي غبرګون له کبله د یوبل سره یوځای کېږي او کتله جو‌ړوي. دا چي دا پېښه ولی ځیني وخت رامنځته کېږي او ځیني وخت نه رامنځته کېږي، دا راز تر هغه وخته همداسي پاتي وو تر څو چي په 1901 م کال کي د Karl Landsteiner په مرسته د ویني ګروپونه اختراع سول.

د ویني ABO ګروپونه

د دې ګروپونو پېژندل د انتېجن او انټي باډي تر منځ د معافیتي غبرګون پراساس ټاکل کېږي. Landsteiner د ویني د سرو حجرو پر سطحه باندي دوه انتېجنونه پیدا کړه، د A او B انتېجن نوم یې ورکړ. دا انتېجنونه د اګلوټینوجن (agglutinogens) په نوم هم یادېږي ځکه دوی دا وړتیا لري، چي د ویني د سرو حجرو agglutination را منځته کړي. (د مختلفو ذرو لکه د RBCs یوځای کېدل، چي کتله جوړه کړي عبارت له agglutination څخه دی). نوموړي د یاد انتېجنو په وړاندي په پلازما کي اړوند انټي باډي (agglutinins) وپېژندل او هغوی ته یې anti-A یا الفا (α) انټي باډي او anti-B یا بیټا (β) انټي باډي نوم ورکړ.

پورته انتېجنونه او انټي باډي له یوبل سره نسي یوځای کېدای، که چېري یوځای سي وینه لخته کېږي. Landsteiner ددې پر اساس د ویني ګروپونه طبقه بندي کړل، چي د Landsteiner’s law په نوم و نومول سوه. دا قانون بیانوی چي:

  1. که چېري یو مشخص انتیجن په سروحجرو (RBCs) کي شتون ولري، اړوند انټي باډي یې باید د ویني په سیرم کي موجوده نه وي.
  2. که چېري یو مشخص انتیجن په سروحجرو (RBCs) کي شتون ونلري، اړوند انټي باډي یې باید د ویني په سیرم کي موجوده وي.
د ویني د ګروپو سیستم

تر اوسه له شل څخه زیات د ویني ګروپونه پېژندل سويدي، خو Landsteiner دوه سیستمونه اختراع کړل، چي د ABO سیستم او Rh سیستم په نوم یادېږي. دا سیستمونه ډېر اړین دي، یو شخص ته د ویني تر ورکولو مخکي باید مشخص سي.

ABO سیستم

د انسان وینه د A او B انتېجنو د شتون او نشتون پر اساس پر څلورو ګروپو وېشل سوېده:

  1. ‘A’ ګروپ
  2. ‘B’ ګروپ
  3. ‘AB’ ګروپ
  4. ‘O’ ګروپ

که چېري وینه د A انتېجن او β انټي باډي ولري داA  ګروپ وینه ده. که د B انتېجن او α انټي باډي ولري داB  ګروپ وینه ده. که د A او B انتېجن ولري مګر α او β انټي باډي ونلري دا AB ګروپ وینه ده، او که چېري وینه د A او B دواړه انتېجنونه ونلري مګر د α او β انټي باډي ولري، دا O ګروپ وینه ده.

د ویني د ګروپ مالومول:

د ویني د ګروپ مالومول د اګلوټنېشن پر اساس تر سره کېږي. اګلوټنېشن هغه وخت رامنځته کېږي، چي یو انتېجن د خپل اړونده انټي باډي سره یوځای سي، د بېلګي په ډول؛ د A انتېجن د α انټي باډي سره یوځای سي یا د B انتېجن د β انټي باډي سره یو ځای سي. د یو شخص د ویني د ګروپ مالومولو لپاره د شخص وینه او انټي سیرم مواد (antisera) اړین دي، د شخص وینه د isotonic saline 9% سره ګډېږي. انټي سیرم مواد دوه ډوله دي، یو هغه مواد چي α انټي باډي پکښې ده، بل هغه چي β انټي باډي پکښې ده.

کړنلاره

لومړی؛ د A انټي سیرم مادې یو څاڅکی د سلایډ پر یوه برخه اچوو او د B انټي سیرم مادې یو څاڅکی د سلایډ پر بله برخه اچوو.

دویم؛ د شخص د ویني یو یو څاڅکی د هر انټي سیرم مادې سره ګډوو، سلایډ د دوو دقیقو لپاره ورو ورو ښوروو. له دوو دقیقو وروسته د اکلوټنېشن شتون او نشتون په سترګو ښکاري. که چېري نه ښکارېدی، له مایکروسکوپ څخه کار اخلو.

که چېري د ویني سرې حجرې کتله جوړه کړي نو وایوو چي اګلوټنېشن موجود دی، او که حجرې له یوبل څخه جدا وي، اګلوټنېشن هم نسته.

د کړنلاري پایله

که چېري د A انټي سیرم مادې سره اګلوټنېشن واقع سو: دا چي دا ماده د α انټي باډي لري نو اګلوټنېشن هم هغه وخت رامنځته کېږي، چي په وینه کي RBC د A انتېجن ولري. نو، دا د A ګروپ وینه ده.

که چېري د B انټي سیرم مادې سره اګلوټنېشن واقع سو: دا چي ماده د β انټي باډي لري نو اګلوټنېشن هم هغه وخت رامنځته کېږي، چي په وینه کي RBC د B انتېجن ولري. نو، دا د B ګروپ وینه ده.

که چېري اګلوټنېشن د A او B دواړو انټي سیرم مادو سره واقع سو، نو د ویني RBC پخپل سطحه د A او ‌‌B دواړه انتېجنونه لري، چي دا د AB ګروپ وینه ده.

که چېري اګلوټنېشن په A او B دواړو انټي سیرم مادو کي واقع نسو، نو د شخص د ویني RBC پر خپل سطحه هیڅ انتېجن نلري، چي دا د O ګروپ وینه ده.

هغه شخص چي وینه ورکوي د ‘donor’ او هغه شخص چي وینه اخلي د ‘recipient” په نوم یادېږي. د ویني د لېږد پر وخت د donor انتېجن او د recipient انټي باډي په نظر کي نیول کېږي.

د O ګروپ د ویني RBC هیڅ انتېجن نلري، ځکه نو د بل هر ګروپ ویني سره اګلوټنېشن هم نه کوي. نو، د O ګروپ وینه بل هر ګروپ لرونکي شخص ته ورکولی سو اوهغه کس چي دا ګروپ وینه لري د universal donor په نوم یادېږي.

د AB ګروپ وینه هیڅ انټي باډي نلري، د بل هر ګروپ ویني سره اګلوټنېشن نه کوي، نو دا ګروپ لرونکي کسان د بل هر ګروپ څخه وینه اخیستی سي. هغه شخص چي AB ګروپ وینه لري د universal recipient په نوم یادېږي.

Matching and Crossmatching

matching یو لابراتواري ټیسټ دی، د شخص د ویني د ګروپ د مالومولو په منظور اجرا کېږي. که چېري بل شخص ویني ته اړتیا ولري، لدې تیسټ څخه وروسته دویم ټیسټ تر سره کېږي، چي د Crossmatching په نوم یادېږي. د دې ټیسټ په مرسته دا مالوموو، چي اړ شخص ته د donor وینه تطبیقېږي که یا.

د matching لپاره د recipient وینه او انټي سیرم ماده له یوبل سره ګډېږي. د Crossmatching لپاره د recipient سیرم او donor سرې حجرې له یوبل سره ګډېږي. که چېري په کراس ماچینګ کي اګلوټنېشن رامنځته سو، نو د نوموړي کس وینه و اړ شخص ته د لېږد وړ نده. او که اګلوټنېشن شتون ونلري نو د ډونر وینه اړ شخص ته د تطبیق وړ ده.

د شخص د ویني ګروپ په درې جینونو پوري اړوند دی، A او B غالب جینونه او O مغلوب جین، چي د والدینو څخه په ارثي ډول اولاد ته لېږدول کېږي. اګلوتنېشن د جنیني ژوند (د القاح څخه تر زېږون) په شپږمه میاشت را څرګندېږي. د A او B انتېجنونه هم د مور او پلار څخه په ارثي ډول اولاد ته لېږدول کېږي. د α او β انټي باډي په جنیني ژوند کي نسته. هغه وخت په بدن کي جوړېږي، چي کله د A او B انتېجنونه له بکتریا سره یو ځای د تنفسي یا هضمي سیستم له لاري بدن ته داخل سي.

Rh factor

دا فکتور یو انتېجن دی په RBC کي موجود دی. د Landsteiner او Wiener په مرسته په یو ډول بیزو (Rhesus monkey) کي د لومړي ځل لپاره وپېژندل سو او د Rh په نوم ونومول سو. Rh انتېجن ډېر ډولونه لري، مګر د D انتېجن یې په انسان کي تر نورو زیات متبارز دی. هغه کسان چي د D انتېجن لري هغوی مثبت Rh دی او هغه کسان چي دا انتېجن نلري هغوی منفي Rh دي.

Rh سیستم د ABO سیستم سره توپیر لري ځکه، د D انتېجن په طبیعي ډول خپل په وړاندي اړوند انټي باډي (anti-D) نلري. مثبت Rh شخص له منفي Rh څخه وینه اخستی سي. که چېري منفي Rh شخص د لومړي ځل لپاره مثبت Rh وینه واخلي، د شخص په وینه کي د پام وړ بدلون نه راځي، ځکه د Rh فکتور په وړاندي ژر غبرګون نه رامنځته کېږي، بلکي د یوې میاشتي په موده کي د نوموړي فکتور په مقابل کي انټي باډي جوړېږي. دا غبرګون ډېر کم دی، په لومړي ځل کي په recipient کي د پام وړ بدلون نه سي رامنځته کولی. هغه انټي باډي چي پدې لومړي ځل کي د مثبت Rh فکتور په وړاندي جوړیږي، د وینه اخستونکي کس په بدن کي د تل لپاره پاتېږي.

نو، کله چي نوموړی کس دویم ځل مثبت Rh وینه واخلي، د اخستل سوي ویني RBC لخته کېږي او شدید غبرګون منځته راځي، وینه تخریبېږي.

انتېجن:

انټي باډي:

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply