د خوشال خټک عقیده او سیاسي فلسفه

رڼاګل اریوبزی

0 1,005

سریزه:

زه ـ د دې کرښو لیکونکی ـ د مسلک له مخې شاعر، ادیب، ژبپوه او یا کوم مسلکي تاریخپوه نه یم، خو د شعر لوستلو سره مینه لرم. دخوشال خټک په شمول مې دپښتو ژبې د ځینو لویو شاعرانو دیوانونه لوستي دي او دځینو په هکله مې یوڅه لیکلي هم دي، خو دشعر په شکلي فن او هنر چندان نه پوهیږم. زما مسلک ښوونیزه او روزنیزه پوهه ده. په دي څانګه کې مې په المان کې د فرانکفورت ښار په ګویتې پوهنتون کې د دیپلوم ( ماسترې ) په کچه لوړې زده کړې دي او ورپسې مې څه ناڅه شپاړس کاله د کابل پوهنتون په ښونې او روزنې پوهنځي کې داستاد په توګه ښوونیزې او څیړنیزې چارې ترسره کړي دي. له دې امله دخوشال بابا ( ۱۶۱۳- ۱۶۸۹م ) په شان د دومره لوی علمی او ادبي  شخصیت د تعریف بشپړه پوهنیز او فني شرایط نه لرم او یوازې دهغه داشعارو په جوهریا منځپانګه اود ځوان نسل په سیاسي، ټولنیزې اواخلاقي روزنه کې د هغوی په حیاتي ارزښت یو څه پوهیږم چی البته په یوازنې توګه د باباد لوړ شخصت بیانولو له پاره کفایت نه کوي. نو ځکه د مسلکي کسانو، شاعرانو، اد یبانواو ژبپوهانوڅخه دمرستې د ترلاسه کولو په لټه کې شوم. په دې لړ کې د « ستر خوشال دکلیاتو شالید او دا کلیات» تر سریزی لاندې دمحمد آصف صمیم یوې پو هنیزی لیکنې سره مخامخ شوم. ده په دې لیکنه کې دخوشال خټک په هکله دایراني لیکوال ښاغلي منوچهري داجمله رانقل کړې ده چې وايي:« سعدي،حافظ اوفردوسي چې دری واړه سره له اجتماعي، تصوفي او حماسي پلوه یوځای شي، یو خوشال ترې جوړیږي.»[ دخوشال خټک کلیات، دویم چاپ،اسد دانش مطبعه،۱۳۸۷ل، دویم مخ]

داسې ښکارې چې ښاغلي منوچهري د یوه پوه او لیکوال په تو ګه په دې پر تلنه کې د خوشال خان د شخصیت یوازې معنوي اړخ – ژور او پراخ معرفت، رنګین خیال، ژور فکراوپوخ شعری او ادبي هنر ـ په نظرکې نیولی دي او د هغه جسمي قابلیتونه، اداري او نظامي مهارتونه يې له پا مه وتلي دي. خوهغه څه چې ننګیالی خوشال د هغه وخت د نورووتلو پوهانو څخه را ګوښی کوي د هغه د معنوی اوجسمي ځواکمنې ترمنځ انډول دی. ننګیالی بابا د لويې معنوي شتمنۍ ترڅنګ په خپل وخت کې دبی ساري جسمی مهارتونو او قابلیتونو خاوند هم و. دآس په سپرلۍ، ښکار، دغشي لیندۍ، نیزې، ډال او تورې په کارولو کې يې ساری  نه درلود اوسربیره پردې یووتلی سردار، افسر اوسر لښکر هم و. دبابا دې خانګړتیاوو ته ګل پاچا الفت یو څه پام کړی دی او هغه يي په دې لاندې ټګو ستایلی دی:

وې د رزم ا و د بزم پــه مجلــس کې       هلته باز، د لتـه بلبل هزار داستانه

عشق اوذوق، فکرو تد بیراراده عـزم       ستا په بــرخــه رسیدلي وو بېشانه

هم رستم هم فردوسی دیوه داستان يي       هـم شاعر هـم مفکر هم پهلوان ېې

لوی سړی وې درسره وو لوی فکرونه       مګر ژر نه را ویښیږی ولســونـه

[ د الفت مرغلرې: دانش خپرونه، پیښور، ۱۳۷۵ هـ ش کال، ۷-۹ مخونه.]

رښتیا دا ده چې خوشال خان د خپل شخصیت په جوړونه یانې په علومو، فنونو او هنرونو باندې د ځان د سنبالولو په لارکې د لوړ همت، کلکې ارادې، ژور فکر او تدبیر څخه کار اخیستی او بری يې ترلاسه کړی دی، مانا دا چي د ننګیالي بابا لار د بري او موخې ته د رسید و لار ده، نو ځکه د پښتو غزل پلار حمزه شینواري د خوشال بابا لمسیانو ته په ټینګار وايي چې:

وروځې لیــمه زلــفې بــاڼـه پښتانه       څنګه یو ځای شول پښتانه پښتانه

لــږ مې نــظر تــه هر کلی و وا یه       رټــلي نـــه د ي مــیلــمانـه پښتانه

زلــفې کــمڅې کمڅې ښــکلا ګــڼمه        ولې دي وي خـواره واره پښتانه

خدای ګو چې خپل مرام ته ورسیږي       که د خــوشـال په لاره تله پښتانه

[ د حمزه شینواري کلیات (غزلې): دانش خپرونه، پیښور ۱۳۸۹ ل ش کال ۳۳۵ مخ]

همداسې ده! حمزه شینواری حق لري او پښتنې جونو اوزلمیانو ته سمه لار ور ښيي، ځکه چې دخوشال لار دهرفرد اوهرې ټولنې له پاره موخې او مرام ته درسیده لارده او دا لار تر ټولو د مخه دخپل شخصیت دجوړولو یانې په علومو، فنونو، مهارتونو، قابلیتونو او وچتو انساني خویونو دځان دسنبالولو او دهغوی په مټ ولس او بشریت ته د خدمت کولو لار ده. وینو چی وتلي پو هان او دمسلک خاوندان مو دخوشال دشخصیت سره تر یوه برید پورې اشنا کولی شي خو دننګیالي بابا په پیزند ګلوۍ کې دهغه دخپلو لیکنو ځای نه شي نیولی. د دې کار له پاره باید په خپله د ده غږ ته په غوږشو. دی لیکي:

چـې قــانـع د زمـانــې پــه خشــک وتـر یم       کــه مې پیــژنــې باد شـاه د بحرو بریم

نـه مې تخـت نـه مې افسـرنه مې سپاه شته       په تسخیر د درست جهان ختلی لمر یم

په د رون کې مې پراتــه دي ډ یر ګنجونه       پــه معـــنا کې لکـــه کان د سیم وزریم

کـه مې لاس لکــه د ریــاب خالې لیده شي       د ټــټـر د نـنــه ډ ک پـه در ګـوهر یــم

د تـا لـي پــه ســود وزیــان مې نظر نشته       سر تر پــا یـه درست وجود واړه هنریم

که مې حلق له تندې وچ شي په همت کې        پروا دا ر کلــه پــه حـوض د کـوثر یم

[ دخوشال خټګ کلیات………۵۸۰ مخ]

نیت مې کړی دی چې له دې ارزښتناکو کانونو او ګنجونو نه دعقیدې اوسیاسي فلسفې په برخه دبابا نه راپاتې شوي شعرونه را ټول، دموضوع له مخې ترتیب اود لنډو بیانو سره په دي سریزه پسې وار په وار د فیسبوک اورسنیو له لارې د هیواد ځوان نسل ته وړاندې کړم. دا هم باید په ډاګه کړم چې دلته دکومې بشپړه نسخې دوړاندې کولو نیت اودعوه نه لرم او پوهیږم چې زما لیکنه به ډیرې نیګړتیاوې ولرې او داهم تردې چې ډیرو ته به دلوستلو وړ هم نه وې. هغه څه چې سره له دې يې دې لیکنې ته هڅولی یم دادی چې د خوشال په هکله ډیرې لیکنې او څیړنې د ده په حماسي شعرونو او جنګونو را څرخي، علمي ځواک، سیاسي اوفلسفي نظر او د ده په خیال اوفکر کې دانسان اوانسانیت وچت مقام ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

هو! خوشال خټک په خپل ژوند کې ډیرجنګونه کړي دي او په دې هکله مو ډیر څه اوریدلي او لوستلي هم دي، خو دې ته مو پام نه دی چې نظامي پوهه او مهارت جنګسالاري نه دی. خوشال خان دجنګونو په لټه کې نه و، ده جنګونه غوښتلي او پیل کړي نه دي بلکې ډیر يې ور باندې تپل شوي دي. خوشال خټک جنګسالار نه و، دی یو بې مثله ننګسالاراو دخپلې زمانې یولوی عالم اوانسان دوست سردارو. دجنګ نه يې کرکه کړې ده، په علم مین او دپوهې پتنګ و. دا هم باید ومنو چې د جنګ او د تورې په چارو کې خوشال خان د پښتون کام په تاریخ کې سیالان در لودلي دي او حتی ځني خو په دې هنر کې لا ترده وړاندې هم تللي او د پښتنو سترې امپراتورۍ يې جوړې کړې دي، خو د علم او قلم په چاروکې لا تر اوسه ساری او سیال نه لري. که پښتانه لیکونکي او څیړونکي په تیره بیا دمسلک خاوندان، پښتو ژبپوهان، شاعران، ادیبان او خوشال پیژندونکې خپلې لیکنې لږ څه زیات دخوشال خټک په پوهنیز ځواک، په سیاسي او فلسفي نظر او د ده په خیال او فکر کې د انسان او انسانیت په مقام را وڅرخوي نو له یوې خوا به دبابا دلوړ شخصیت لازم درناوی په ځای شي اوله بلې خوا به ځوان نسل ته د هغه د شخصیت سم تصویر په لاس ورشي. د لیکنې اصلي موخه مې د همدې ډول بحثونو، لیکنواو څیړنو هڅول اورا پارول دي. په درناوي.

اریوبزی 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply