کابل کې ۲۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

0 663

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تېرو ۴۸ ساعتونو په موده کې یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۲۷ تنه د جنايي جرمونو سره په تړاو نیولي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، درېیمې، څلورمې، پنځمې، اتمې، لسمې، یوولسمې، دیارلسمې، پنځلسمې او شپاړلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنو، د وسایطو غلا کولو، د غیر قانوني وسلو د لېږدونې، لار شکونې، د موبایل غلا، د عامه امن او نظم د اخلال، د وسله‌والو غلاوو او د نشه یي توکو د پلور په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې له نیول شویو کسانو څخه څلور میله وسلې او دوه عرادې لېږدوونکې واسطې هم ترلاسه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار په دې وروستیو کې یو ځل بیا د جنايي پېښو، مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو شاهد دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply