Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
محسن داوړ: په افغانستان کې روانې هدفي وژنې د نظام خلاف جوړ شوی پلان دی – DawatMedia24

محسن داوړ: په افغانستان کې روانې هدفي وژنې د نظام خلاف جوړ شوی پلان دی

0 1,744

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی محسن داوړ وايي، په افغانستان کې د ځوانانو، فعالانو او خبريالانو وژنې د يوه منظم پلان له مخې روانې دي.

نوموړي چې خيبر کې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري جوړې شوې لويې ولسي غونډې ته وينا کوله وايي، دا هدفي وژنې د افغانستان موجوده نظام په خلاف يوه منظمه دسيسه ده او زياتوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به په لر او بر کې د دې وژنو پر وړاندې ودرېږي.

محسن داوړ په دې اړه زياته کړه: « هدفي وژنې د فعالان، ځوانانو ژوناليستانو او سياسي فعالانو روانې دي. دا غورځنګ به د دې افغان وطن ژغورنه کوي. که ته يو ځوان وژنې نو ډېر ځوانان به ستا په مخ کې ودرېږي.»

نوموړي دغه راز د پاکستان پر پوځ او استخباراتو هم نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې د پښتنو پر وړاندې هر وخت له زور زياتي کار اخلي. داوړ د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د علي وزير او حنيف پښتين په شمول دې د دغه غورځنګ ټول نيول شوي غړي ژر تر ژره بېرته راخوشې کړي.

محسن داوړ دغه راز په کاناډا کې د بلوڅانو بشري حقونو فعالې کريمې بلوڅ وژنه د اندېښنې وړ وبلله او ټينګار يې وکړ چې په دې اړه دې پلټنې ترسره او واضحت دې ورکړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply