سټولټنبرګ: که د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان سرتېري وباسي، تېروتنه به وي

0 804

د ناټو عمومي سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، لا هم په افغانستان کې موجوده شرايط دا نه ايجابوي چې له دغه هېواد دې د ناټو سرتېرې بېرته را و اېستل شي.

نوموړي چې تېره ورځ یې د جرمني له (DPA) خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وويل، که ناټو غړي هېوادونه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د اېستلو پرېکړه وکړي، نو ښايي دا د دوی ستره تېروتنه وي. سټولټنبرګ زیاتوي که ځواکونه یې افغانستان کې تم شي، نو اړ دي چې بیا هم په جګړه کې ښکیل پاتې شي.

د ناټو عمومي سر منشي ينس سټولټنبرګ په خپلو خبرو کې د افغانستان سولې پروسې ته هم اشاره درلوده او وايي، په افغانستان کې د جګړی پای ته رسولو لپاره یوازېنۍ لار په قطر کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات دي. چې په خبره یې باید دا پروسه بریالۍ او په دې توګه جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړي که څه هم د افغانستان سولې روانه پروسه کمزورې بللې خو زیاته کړې يې ده چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول پرته له دې له پروسې او مذاکراتو بله حل لار نه لري: «که موږ په افغانستان کې پاتې شو، د دې خطر شته چې جګړو ته دوام ورکړو او ان د اوږدې مودې لپاره په کې ښکېل پاتې شو. خو که ووځو، زموږ لپاره د دې خطر شته چې افغانستان بیا د نړیوال تروریزم په خوندي ځای بدل شي او هغه پرمختګونه به له لاسه ورکړو چې په ډېرو قربانیو مو لاسته راوړي دي.»

نوموړي له دې وړاندې هم ټينګار کړی چې ناټو ځواکونه به له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه په دې هېواد کې شرايطو ته په پام سره کوي او اجازه به ور نه کړي چې له افغانستان څخه د وتلو ناسم تصميم له امله دغه هېواد بيا د ترهګرو پر پټنځي بدل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply