عامې روغتیا وزارت د فساد په تور د احمد جواد عثماني ۴تنو خپلوان او همکارانو د نيول کېدو وروستي راپورونه رد کړل.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عامې روغتيا وزیر د کورنۍ څلور غړي نیول شوي نه دي، بلکې د لویې څارنوالۍ په غوښتنه څارنوالۍ ته د وضاحت ورکولو په موخه وربلل شوي دي.

پرون سې‌شنبه لويې څارنوالۍ تائيد کړه چې د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني ته نږدې ۴تنه د عامې روغتيا وزارت له کارکوونکو څخه د رشوت اخيستو په تور نيول شوي دي. د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي تېره ورځ وویل، ياد کسان د رشوت پر اخيستلو تورن دي او له ملي امنيت سره په همغږۍ تېره شپه نيول شوي دي.

ويل کېږي چې په نيول شويو کسانو کې د عامې روغتيا د وزير ورور شکران عثمان، د نوموړي تره‌زوی کاوه سرمست، د ترور زوی يې حامد فرامرز او د نوموړي سلاکار فريدون سلطاني شامل دي.