جمهوررئیس غني: د عامې روغتیا وزارت څخه لیدنه وکړه

0 874
جمهوررئیس غني: زموږ طبي سیستم باید باور وړ، مسلکي، متعهد، د مهارت لرونکی او معیاري وي
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د یاد وزارت له معینانو او نورو مسوولینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې جمهوررئیس وویل، عامې روغتیا وزارت ته د راتګ موخه مې د دې وزارت هغو کارکوونکو ته چې کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې یې ځانونه قربان کړي، درناوی او د دوی روح ته دعا ده. هغه زیاته کړه، د دوی کورنیو ته به رسیدګي وشي او د زحمتونو د درناوي په پار یې یو څلی جوړېږي.
جمهوررئیس وویل: په دې وروستیو کې په عامې روغتیا وزارت کې رامنځته شوی وضعیت په واقعي توګه غمناک او ټولو ته سپکاوی دی. باید قانون ته درناوی وشي، ټول مسایل د قانوني مراجعو له لارې تطبیق او حق حقدار ته ورسېږي؛ همداراز هغه کسان چې له قانون یې سرغړونه کړې، مجازات شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، دې وزارت ته سیاسي شخص نه راځي، سرپرست تعینېږي او یو مسلکي مسوول به ولري. هغه زیاته کړه، په وزارت کې باید د همکارۍ، همدلۍ او پېوستون کاري فضا او د اصلاح لپاره ټینګه اراده موجوده وي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، له دې وروسته به د جګړې په لومړۍ کرښه کې له امنیتي او دفاعي منسوبینو سره د ټلیفوني تماسونو په څېر، په اوونۍ کې هغو روغتیایي کارکوونکو سره چې کرونا ویروس سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، ټلیفوني خبرې وکړم او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه به واورم.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، په دغه وزارت کې به ټول تغییرات او تعیینات د قانون له مخې کېږي او ‎زما له لاسلیک پرته، د مقرریو ټول لیستونه اعتبار نه لري.
جمهوررئیس دېته په اشاره چې طبي سکتور یو له مهمو برخو دی وویل، باید پر افغانستان شموله، شفافې او کاري ملي برنامه کار وشي او د کرونا ویروس او روغتونونو د مدیریت په برخه کې واضح بحثونه وشي.
هغه څرګنده کړه، د منابعو د برېښنایي مدیریت سیستم ایجادېږي، پولیو او د واکسین ټول پروګرامونه د وزارت داخل ته راځي او موازي کارونه پایته رسېږي. همداراز پر NTA اساسي غور کېږي او بې هدفه پروژې له منځه وړل کېږي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، سلیقوي چلند نه شي ترسره کېدای، معیارونه واضح او د تېرو شپږو میاشتو د قراردادونو پر بهیر بیا کتنه کېږي.
جمهوررئیس غني د درملو په برخه کې فعالیتونه فاجعه وبلل وې ویل، په دې برخه کې واضح سیستم ایجادېږي او باید د ولایتي ریاستونو صلاحیتونه او مسوولیتونه په اساسي توګه وارزول شي.
د هیواد جمهوررئیس د طبابت په برخه کې د ښځو رول مهم وباله وې ویل، په دې برخه کې یې شمېر کم دی او اساسي پاملرنه به ورته کېږي.
جمهوررئیس د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته په خطاب کې وویل، د اصلاحاتو په برخه کې زما بشپړه پاملرنه او ملاتړ لرئ، زموږ طبي سیستم باید ، د باور وړ، مسلکي، متعهد، د مهارت لرونکی او معیاري وي او موږ پرې پانګونه کوو.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، طبي کادر، روغتونونو او خلکو ته وعدې باید واضح، مشخصې او د ضرب الاجل لرونکي وي او باید په راتلونکو څلورو میاشتو کې بین المللي شریکانو ته په ډاګه کړو چې طبي سیستم او په هغه کې د اصلاحاتو بهیر په شفاف او اغېزناک ډول مخته ځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply