په نړۍ کې ځينې جالب رواجونه

ریاض مقامزی 

0 1,790

د بېلابېلو ټولنو ترمنځ شته فاصلې، مختلف عقايد او مختلفې مفکورې ددې سبب شوی، چې د نړۍ خلک بېلابېل رواجونه ولري. ځينې رواجونه بيا ډېر جالب او حيرانونکي وي. په دې لیکنه کې به تاسو له ځينو عجيبو رواجونه سره بلد شئ.

 ۱. له دستشويئ څخه لرې اوسېدل
په اندونیزیا کې نوې واده شوې جوړه باید درې ورځې له دستشويئ څخه ګټه وا نخلي. دوی باور لري، چې که کومه جوړه دا کار وکړي نو ټول عمر به بدبخت وي. حتی دوی د کورنۍ له خوا هم تر څار لاندې وي، چې دا کار و نه کړي. له همدې امله ورته ډوډۍ هم کمه ورکوي.

 ۲. په ماسائو کې خلکو ته ښه راغلاست
که څه هم د نړۍ په اکثرو سیمو او هېوادونو کې د لاړو تو (تف) کول لوبه بې ادبي بلل کېږي خو په ماسائو هېواد کې د چا د ښه راغلاست لپاره د لاړو تو (تف) کول د ډېر احترام معنی ورکوي. کله چې روغبړ کوي پر لاس لاړې تو کوي. دا کار حتی د تازه پيدا شوو ماشامونو او نوي واده شوې جوړې سره هم کوي. دوی دا کار نېکمرغي بولي.

 ۳. زېړ ګل
نږدې ټوله نړۍ کې د ګل ډالۍ کول د مينې لپاره وي. خو په مکزیک کې خلک له ژېړ ګل څخه کرکه لري او هېڅکله چاته زېړ ګل نه ډالۍ کوي. دوی له ژېړ ګل څخه د مړاوي او یا هم د مړه کېدو معنا اخلي.

 ۴. ناوخته رسېدل
د وینزویلا خلک دا بده نه ګڼي چې یوې کارې جلسې او یا هم ماښامنۍ ته ناوخته ورسېږي. دوی له کم سرعته خوند اخلي. که دا ناسته او غونډه هر څومره مهمه هم وي دوی یې جدي نه ګڼي. په آرامه او وروسته مجلس ته راځي.

 ۵. له کړکۍ څخه د لوښو غورځول
نوی کال تقریبا د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې نمانځل کېږي. ددې ورځې نمانځل بیا په جنوبي افریقا کې بېخي په زړه پورې دی. ځايي خلک د نوي کال نمانځلو لپاره د کور لوښي او ځينې نور توکي د کړکيو له لارې کوڅې ته غورځوي. دا کار د پوليسو لخوا هم څارل کېږي تر څو وګړو ته په کې زیان و نه رسول شي.

 ۶. شیطانان
د هسپانيې په شمال کې خلک د (El Colacho) په نوم یو ځانګړی رواج لري. دوی نوې زېږېدلي ماشومان په یوه ټوټه کې تاووي او کوڅه کې پرېږدي. وروسته ځينې نارینه چې ځانونه يې د شیطانانو په شکل جوړ کړي وي ددوی له څنګه تېرېږي. دوی وايي له ماشامونو شیطانان ولاړل او اوس به ښه انسانان لويېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply