د ایران د یوې نوې لوبې پيل

سید عبدالله پاچا

0 853

ایران د افغانستان په لویدیځ کې د یوې بلې لوبې پيل وکړ چې له مخې یې د افغانانو زیاته وینه توی کړي.

دا لوبه کې امکانات د ایراني استخباراتو دي او کسان ورسره رټل شوي افغانان دي چې د څو پيسو په مقابل کې خپل ناموس باندې هم ایسار نه دی.

تازه د کشفي او استخباراتي ارګانونو مالومات ښيي چې د ایران استخباراتو څو بوجۍ مقناطیسي ماینونه د هرات له لارې ګلران ولسوالۍ ته انتقال کړي او دا ماینونه د دوه کسانو په اداره کې دي.

ماینونه د دې لپاره د طالبانو سیمې پورې رسیدلي چې له هغې ځایه یې نورو سیمو ته ولیږدوي او فعال کسان پرې په نښه کړي.

د طالبانو لپاره د جګړې دا لار اسانه او ارزانه ښکاري او په دې وروستیو کې یې په دې تړاو تمرکز زیات کړی دي.

طالبان یواځې امکاناتو ته ضرورت لري چې یو څوک ورسره مرسته وکړی چې خپل هېواد وران کړي او د هېوادوالو وینه توی کړی.

طالبان په دې کیسه کې نه دي چې کوم ځای ویجاړیږي او د چا وینه توی کیږي، بلکې دا ډله چې نه په اسلامیت او نه انسانیت باندې باور لري، یواځې هغه کار کوي چې دوی ته پکې څوک پيسې ورکړي.

تاسو ګورئ چې وروستیو کې هدفي وژني او د نښلول شویو ماینونو چاودنې زیاتې شوي چې دې هدفي وژنو او ماین چاودنو کې اکثریت فعال کسان په نښه کیږي او قرباني کیږي، هغه کسان چې د دې وطن لپاره ژمن دي، د جمهوریت لپاره کار کوي او طالبانو ته د رټل شویو خطاب کوي.

طالب د هر هغه چا وژل روا بولي چې د دوی په لیکو کې نه وي، که هغه ملکي وي او یا نظامي، خو چې د طالب خلاف غږ پورته کوي، طالبانو ته ویل شوي چې وژل یې روا دي او طالبان دا کار د وحشتونو لپاره کوي.

طالبانو اوس مخامخ جګړه کې ماتې منلې ده او نه شي کولی جګړه کې له افغان ځواکونو سره مخامخ شي، نو له همدې کبله یې د جګړې اړخ داسې کړی چې اکثریت قرباني یې ملکي وګړي وي.

طالب په هیڅ نه دی ایسار، هر هغه کار کوي چې د دوی وحشت غږ پکې پورته کیږي او له دې لارې غواړي چې پر حکومت د خلکو فشار زیات شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply