د سرپل روغتیایي برخی ته توکي، ۱۳۹.۵میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پیرل شوي

0 746

کابل(پژواک، ۲۰مرغومی۹۹):د سرپل روغتیایي برخې ته ۳۱۷ ډوله توکي ۱۳۹.۵ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه پیرل شوي او په دې توکو کې یوه د “میتس قیچي” چې بازار کې تر ۵۶۰ افغانۍ بیه لري، په ۴۹ زره افغانۍ پېرل شوې ده.

دغه توکي د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې د ۱۲ بېلابېلو تړونونو له مخې، د سرپل ولایتي روغتون اداري، مسلکي او زېږون برخو؛ د سرپل مرکز درېیو کلینیکونو، د صیاد ولسوالۍ کلینيک، د کوهستناتو مرکزي او محلي کلینیکونو او د بلخاب ولسوالۍ دېرش بستره روغتون ته طبي او دفتري توکي د “راه امید”، “تیزتک”، “ضیا خان مدقق” او “وحید راحل” لوژستیکي شرکتونو له خوا پيرل شوي دي.

پژواک خبري اژانس ته د یادو توکو د پیر په لاس ورغلو جدولونو کاپی ګانې – چې د سرپل د عامې روغتیا مخکيني رییس نورالحق مراد جلیس، د عامې روغتیا وزارت د وخت مقام او د وخت والي محمد ظاهر وحدت لاسلیک کړي- ښیي چې توکي د بازار له نرخ څخه په ډېره لوړه بیه پیرل شوي دي.

له یادو توکو څخه ۲۴ ډوله د سرپل ولایتي روغتون اداري څانګې، ۲۲ ډوله د همدې روغتون مسلکي څانګې، ۲۶ ډوله د زېږون برخې، ۱۰۰ ډوله د سرپل بلخاب ولسوالۍ دېرش بستریز روغتون، ۱۰۰ ډوله د کوهستاناتو والسوالۍ کچن او د سرپل مرکز ښاري کلینیکونو، ۷۴ ډوله د کوهستاناتو ولسوالۍ، صیاد ولسوالۍ، ده میانه ولسوالۍ، د مرکز ادمسنګ او لټي کلینيکونو ته پېرل شوي دي.

پژواک له دغو ۳۴۶ ډوله توکو څخه د ۳۱۷ ډولو لوړې او ټېټې بیې له بازاره اخيستي او محاسبه یې د بیو د منځنۍ کچې له مخې کړه ده، خو د پاتې ۲۹ ډولو بیې یې ځکه نه دي اخیستې چې په جدولونو کې یې ځانګړتیاوې څرګندې نه دي.

د بیو بشپړ پرتلیز جدول د کتلو لپاره دلته کېکاږئ


پژواک ته په یاد جدول کې شاملې د بازار د نرخ بیې په کابل کې د وحیدالله فرنېچر پلورنځي، ډیګ کام کمپيوټر پلورنځي،عبدالقهار عظیمي سوداګریز شرکت، نېشنل قرطاسیه پلورنځي، انار درګي لمټيډ شرکت، عثمان نوید پلورنځي، د پیمان وروڼو سوداګریز شرکت، نور فارما، وحدت میډکل ګروپ او ذینان اباسین لمیټډورکړي دي.

ولې یو تړون په ۱۲ برخو وېشل شوی؟

د عامې روغتیا وزارت یوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد ټول توکي باید د یو تړون له لارې پېرل شوي وای، خو ځکه برخې، برخې شوي چې د ملي تدارکاتو ادارې ته لاړ نه شي.

دی وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۳۹۴ کال د وږي میاشتې د ۱۵ مې نېټې د ۳۳۸ ګڼې پرېکړې له مخې، «امر عطا» د توکو په پرانيستې داوطلبۍ کې تر شل میلیونو افغانیو واک لري، خو د تدرکاتو قانون ۱۵مې مادې درېیم بند شپږمې فقرې له مخې، کله چې یو تړون په برخو وېشل کېږي نو موضوع به د ملي تدارکاتو له ادارې سره شریکېږي.

له یادو ۱۲ تړونونو پنځه یې هر یو په څه باندې ۱۹ میلیونه، دوه یې هر یو په څه باندې ۱۸ میلیونه، یو په څه باندې ۱۱ میلیونه او څلور نور یې هر یو په څه باندې ۱۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوي دي.

یاده سرچینه وایي چې سرپل کې د یادو توکو په لوړه بیه د پېرل کېدو دوسیه د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش تر څېړنې لاندې ده.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نورالله ترکى وایي چې د یادو تړونونو په اړه باید د سرپل له ولایتي چارواکو سره خبرې وشي؛ ځکه چې دغه تړونونه د سرپل ولایت مقام له خوا شوي دي.

دی وايي، د تړونونو پیسې وزارت د ولایت مستوفیت ته استوي او د ولایت مقام په حکم لګول کیږي. هغه په دې اړه د یاد وزارت د یوه مکتوب کاپي هم پژواک ته ورکړه.

خو د سرپل د عامې روغتیا رییس نوراحمد اسحاقزی وايي:”زه سږ کال د سرپل روغتیا رییس په توګه ګومارل شوی یم او د دغو توکو په پېرېدنه کې هېڅ ډول نقش نه لرم.”

سرپل کې د عامې روغتیا مخکيني رییس نورالحق مراد جلیس وویل، دی د پېرل شویو توکو د نرخونو په اړه ځکه نه پوهېږي چې په هغه وخت کې دا قراردادونه د ولایت د تدارکاتو او ارزونې له کمېټې تېر شوي وو او له همدې امله والي لاسلیک کړي دي.

دی وایي: ”زه نه پوهیږم، دا د تدارکاتو کمېټې کار دی، زه یې نه د نرخ په اړه پوهیږم او نه مې نرخګیري کړې… هغه ډېر قلمونه دي، زه څنګه پوهیږم چې نرخونه یې څنګه دي؛ له کمېټې چې تېر شول نو ما هم په هماغه وخت کې لاسلیک کړل.”

د سرپل مخکيني والي ظاهر وحدت چې یاد سندونه لاسلیک کړي، وايي:”پېرېدنې چې کېږي، په هماغه ټاکلي وخت کی یې سندونه بشپړ او طی مراحل کېږي… په هر ولایت کې چې پېرېدنې کېږي، معمولا یو پلاوی وي او د تدارکاتو کمېټه هم موجوده وي، نو هغوی پېرېدنې کوي او اسناد یې طی مراحل کوي؛ زما په فکر همداسې یو شی به شوي وي.”

له هغه مو وپوښتل چې یاد توکي په ډېره لوړه بیه پېرل شوي؛ د بېلګې په توګه د “میتس قیچي” چې بازار کې تر ۵۶۰ افغانۍ بیه لري، په ۴۹ زره افغانۍ پېرل شوې ده او ولې دغو لوړو بیو ته د هغه پام نه دی شوی؟

ده په ځواب کې وویل:«په داسې حال کې چې زه د هغې (میتس قیچي) په نوم نه پوهېږم نو څرنګه به پوه شم چې د هغې ارزښت څومره دی.»

وحدت وایي، د وزیر او والي د دندې لایحه نه اېجابوي چې خپله بازار ته لاړ شي، یو شی وپيري او یا یې نرخ واخلي.

د سرپل د اوسني والي عبدالقادر اشنا دفتر په دې اړه د لیندۍ میاشتې په ۲۷مې د ځواب ورکولو لپاره درې ورځې وخت وغوښت، خو تر ننه (د مرغومي ترې ۲۰مې) یې هم ځواب نه دی ورکړی.

پژواک هڅه وکړه چې د “راه امید”، “تیزتک”، “ضیا خان مدقق” او “وحید راحل” لوژستیکي شرکتونو له چارواکو سره خبرې وکړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

د ولسي جرګې د تفتیش کمېسیون رییس شاپور حسینزوی د یادو تړونونو په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وايي، دا قرادادونه غیرقانوني دي، په دغو پروژو کې قرادادیانو وسایل او توکو بشپړ کړي نه دي، خو پیسې یې ورکړل شوې دی.

هغه وایي چې د دغه وزارت ځینې چارواکي نه یواځې د سرپل په یادو قراردادونو کې، بلکې په نورو ولایتونو کې هم په فساد کې ښکېل دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply