له تیرې شپې راهیسې په ټول پاکستان کې برېښنا نشته

0 1,152

پاکستاني چارواکي وايي، تیره شپه د برېښنا د وېش په سيسټم کې د تخنيکي ستونزې له رامنځته کېدو سره په دغه هېواد کې برېښنا تقريبا په بشپړه توګه پرې شوه.
دا ستونزه شنبه د شپې په ۱۱ بجو او ۴۱ دقيقو رامنځته شوه، چې نن يکشنبه هم په بشپړه توګه، د پاکستان لرې پرتو سيمو ته څه چې ان لويو ښارونو ته هم د برېښنا ورکولو چاره نه ده عادي شوې.
د پاکستان د انرژۍ وزير عمر ايوب خان د يوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي، د برېښنا عمله تر دې مهاله د ستونزې پر پيدا کولو نه ده توانېدلې، خو يوازې دومره يې کړي چې د کراچۍ او لاهور په څېر لويو او اقتصادي ښارونو ته په نسبي توګه د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل کړي.
نوموړي زياته کړې، چې د برېښنا عمله لا هم د ستونزې پر حلولو لګيا ده او دا چاره ښايي څو نور ساعتونه هم ونیسي.
دا په تېرو ۳ کلونو کې لومړی وار دی، چې پاکستان د برېښنا پرې کېدو له امله تور تم کېږي. له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې هم د ورته يوې ستونزې له کبله نږدې ټول پاکستان کې د ۹ ساعتونو لپاره برېښنا پرې شوې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply