طالبان د تاجک جنګیالیو د جذب په لټه

سیدعبدالله پاچا

0 604

طالبان چې اوس په افغانستان کې دننه د جګړې د بشري قوې د جذب له سخت مشکل سره مخ دي، له افغان دښمنه ګاونډیو هېوادونو څخه مرسته غواړي چې د بشري قوې په پوره کولو کې ورسره همکاري وکړي.

تازه د بدخشان ولایت د نسی ولسوالۍ لپاره د طالابنو نومول شوی ولسوال ملا جمعه تاجکستان ولایت ته تللی او هلته یې د هغه هېواد د ملي امنیت له کمېټې سره لیدلي دي.

دا لیدنه د تاجکستان د ملي امنیت کميتې له معاون جنرال نظرالله ولی اوف او د تاجکستان د سرحدي قواوو له قومندان جنرال رجب علي رحمن اوف سره شوې ده.

د طالبانو د نماینده ګانو غوښتنه دا وه چې تاجکستان دې مرسته وکړي چې تاجک جنګیالي د بدخشان ولایت کې د طالبانو په صفونو کې د افغان دولت پرضد جګړې کې برخه واخلي.

دا چې د دې غوښتنې په بدل کې د تاجکستان هېواد غوښتنه څه ده، تراوسه ډاګیزه نه ده خو یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې طالبانو تاجکستان ته ډاډ ورکړی چې بهرنۍ ترهګرۍ ډلې به د تاجکستان پر پوله ګواښونه نه رامنځ ته کوي.

دواړو لورو هوکړه کړې او تاجکستان امنیت ملي ورسره منلې چې د تاجک جنګیالیو په جذب کې به همکاري ورسره کوي چې افغانستان کې جګړې وکړي.

طالبانو له یوې خوا له نړیوالو سره ژمنه کړې چې بهرنیو ترهګرو ډلو ته به افغانستان کې ځای نه ورکوي، خو له بلې خوا سرحدي سیمې ناامنه کوي او له دې ناامنۍ په ګټنې د بهرنیو ترهګرو لپاره پتنځایونه برابروي او د راتګ زمینه ورته برابروي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په جګړو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تاجک جنګیالي نیولي و، خو دا ځل چې طالبان له سخت بشري ځواک د کمښت سره مخ دي، له تاجکستان سره استخباراتي هوکړه کړې چې له تاجګ جنګیالیو په افغانستان کې د جګړې کار واخلي او د هغه هېواد ګټې په افغانستان کې خوندي کړي.

د طالبانو او تاجک چارواکو دا لیدنه د سرحدي ځواکونو په ۲۰۶ کنډک شوې ده او د طالبانو جنګي ډلې پلاوی بیرته بدخشان ولایت ته ستون شوی دي.

طالب خپل ناموس او خاوره پلوري، خو چې د دوی شخصي ګټې پکې خوندي وي او بده مرغه دا ټول اعمال د اسلام او جهاد ترنامه لاندې کوي، په داسې حال کې چې دا وضعیت په هیڅ دین او مذهب کې نشته خو طالبان یې کوي.

طالبانو د خپل وطن د ورانولو او خپلو افغانانو د وژلو لپاره ټولو افغان دښمنه هېوادونو سره هوکړې کړي چې هر ډول ناانساني اعمال وکړي چې بهرني هېوادونه یې ورته د امکاناتو په بدل کې لارښوونه وکړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply