نوموړي پرون ناوخته له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې القاعده دامهال د افغانستان په غرونو کې هغومره پټنځايونه نه لري، څومره چې د ايران حکومت تر څار لاندې په تهران کې یې لري.

نوموړي په دې اړه له رسنيو سره په خبرو کې ويلي: «القاعده د پاتې کیدلو لپاره د اوسیدو نوی ځای لري او هغه د ایران اسلامي جمهوریت دی. په پایله کې به د اسامه بن لادن ډله پياوړې او ځواکمنه شي. موږ د القاعدې او ایران ګواښ نا ګڼلی پرېښی. موږ باید دا ومنو. باید ورسره مقابله وکړو او په اصل کې ماتې ورکړو.»

پمپيو دغه راز زياته کړې، داسې اسناد او شواهد ترلاسه شوي، چې ښيي د سپټمبر د ۱۱مې پېښه کې هم ايران له القاعده شبکې سره مرسته کړې ده. د نوموړي په خبره دا اسناد ښيي چې په ۲۰۰۰ميلادي کال کې د القاعده شبکې ځينو غړيو بهرني سفرونه درلودل چې د پاسپورټ په شمول د سفرونو ټول امکانات ورته ايران برابر کړي وو.

خو ايران بيا د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو دا ادعا ناسمه بللې او نوموړی يې درواغجن بللی دی.

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په دې اړه پر خپل ټوېټر کې ليکلي: «اوس خلک نه تېروځي. هغه کسان چې د سپتمبر د ۱۱مې برید ېې کړی، په منځني ختیځ کې د پمپیو د خوښې هېوادونو وګړي وو، نه ایرانیان.»

په ايران کې د القاعده شبکې د پټنځايونو په تړاو د مايک پمپيو دا تازه څرګندونې په داسې مهال خپریږي، چې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د امريکا د اوسني حکومت کاري دوره يوازې يوه اوونۍ پاتې ده.