د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان يا (Human rights watch) په خپل تازه کلني راپور کې، چې پرون د جنوري په ۱۳مه يې خپور کړی، پاکستان له بشري حقونو څخه په سر غړونې تورن کړی دی.
د تېر ۲۰۲۰ ميلادي کال په اړه د دغه سازمان په راپور کې پر پاکستان نيوکه شوې، چې خبريالان، د مدافع وکيلان، د بشري حقونو او مدني فعالان يې وېرولي او ان پر دوی يې مقدمې هم درج کړي دي.
بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په خپل راپور کې د پاکستان حکومت له لوري پر بيان ازادي او د مدني ټولنو پر فعاليتونو هم د محدوديتونو وضع کېدو ته اشاره کړې او زياته کړې يې ده، چې د برېښنايي جرمونو له قانون سره سم يې په تېر ميلادي کال کې د ۱۲ خبريالانو په اړه پلټنې کړي دي.
په راپور کې دا هم ويل شوي چې پاکستان د ولسي خلکو د ځپلو په موخه جکړه کوي او د يادې جګړې پرمهال له ظالمانه قوانينو کار اخلي.