میررحمان رحماني دې د خپل قرارداد په ټس کې زموږ سرتیري او ښونکي نه قرباني کوي

عبدالمنان توحیدیار

0 828

افغانستان په دې حساس پړاو کې د ګڼو دسيسو سره مخ دی، پاکستان په ډير مهارت طالب سيقل کوي چې پنجابۍ ټاپه ترې لرې کړي، د نظام د سقوط لپاره د موقت حکومت نغارې هم ددوی په خوښه د افغان سياستوالو په خولو ډنګوي، پاکستان ته د محقق، خلیلي، ګلبدین، ملابرادر،عطامحمد نور او نورو سفرونه عادي مه بولئ دوی ته ويل شوي دي چې ستاسو ونډه به طالبان درکوي خو ستاسو مسولیت دی چې د قوم، حزب، سمت او نژاد له ادرسه نظام رانسکور او ولس ناسم لوري ته سوق کړئ، بل لوري ته يي په ډير مهارت سره د امنیتي برخې د متلاشي کيدو، بغاوت، ناهيلي او ځپلو چاره هم تیزه کړې. دوی په وروستیو کې طالبانو ته ويلي دي چې ډير تمرکز باید د افغان ځواکونو پر تاسیساتو وي ځکه دوی ته دا ثابته شوې چې د منظم پوځ، پولیسو او استخباراتو په شتون کې که شل کاله نور هم طالب وجنګوي بریا ته نشي رسيدای.پاکستان د نظام د ړنګیدا په برخه کې مشخصو سیاستوالو ته دنده سپارلې چې تبلیغ وکړي او د افغان ځواکونو د مایوسۍ لپاره يي د ولسی جرګې رئيس او يو شمېر استازي ګمارلي چې پر حکومت بیلابیل فشارونه راوړي. تیر کال چې ميررحمن رحماني پاکستان ته کوم سفر لاره نوموړي ته دنده ورکول شوې چې پر افغان امنیتي برخه باید مالي فشارونه ډير شي، په افغانستان کې د ننه هڅې دادي چې څنګه د ځان بساينې له لارې په هغه څه چې لرو يي دا وطن وساتو خو له هیواده د باندې زموږ پر وړاندې روانې دسيسې خورا خطرناکې پايلې لرلی شي.

په وروستیو څو اونیو کې په دوهم ځل د ملي بودجې ردول په دې پلمه چې د ښونکواو سرتیرو معاش دې ډير شي د پاکستان هغه پروژه ده چې د تطبیق مسولیت يي په مشخص ډول میر رحمان رحماني ته سپارل شوی دی او نوموړي ته ويل شوي دي چې پر افغان ځواکونو مالي فشار کړای شي وطن ته ژمن ځوانان د وطن پر ضد ودروي او يا يي مايوس کړي. ددې کار پايلي تدريجي خطرناکې کيدای شي، په يو شمېر ولایتونو کې د ښونکي او معلم په ملاتړ پورته کيدونکي غږونه هم د سیمې د استخباراتو په اوپراتيفي پیسو پورته کيږي. د سیستيکا د قرارداد هغه جزييات چې نوي نوي رسنیزشوي دي پکې ښودل کيږي چې میررحمان رحماني د ۳۲۰ ميلیونه ډالرو په بدل کې د لس ميلیونو ډالرو تیل هم افغان سرتیرو ته نه ورکول، که نړۍوال بازارونه وکتل شي په اوس وخت کې يو ليټر تيل تر نيم ډالر ارزانه دي چې د برنۍ بودجې پر اساس نوموړی باید هر کال افغان ځواکونو ته ۶۴۰ ميلیونه ليټره تیل ورکړي چې نه يي ورکوي.

خو تر دې دمه هم نوموړی د شوي تړون له مخې غواړي په هم هغه بيه چې ده تړون کړی پر افغان حکومت تيل وپلوري او هم ناقانونه تيل افغانستان ته وارد کړي. بل لوري ته ويل کیږي هغه تيل چې د میررحمان رحماني له لوري افغان ځواوکونو ته راوړل کيدل تر ډيره يي کيفيت خراب وو او اکثریت نظامي موټر د محاربې په ډګر کې د ټيټ کيفیت تیلو د شتون له امله دتګ وړ نه وو او د دښمن لاس ته لويدلي دي، تر دې بله مافيايي کړنه هم داده چې رحماني به د سرتیرو په نوم په جعلي بڼه په خورا ټيټ کيفیت تیل چې له هر ډول ماليي معاف وو افغانستان ته راوړل او دلته به يي په آزاد بازار کې خرڅول چې نه یوازې د خلکو ډير موټرونه يي له کاره غورځول بلکه د هوا د سختې ککړتیا لامل هم کيدل. اوس اوس چې په لويه کې بهرنیو ډونرانو افغان حکومت ته يو کال وخت ورکړی چې پر ځان بسیا شي سیستیکا ادارې افغان حکومت ته ويلي دي چې سږ کال به پنځوس ميليونه ډالره او په راتلونکي کال کې به ټوله بودجه دوی برابروي او خپله به تیل خریداری کوي خو کله چې د ماليي وزارت له ښاغلي رحماني څخه ددې قرارداد جزييات غوښتي دي نوموړي انکار کړی او پر حکومت يي فشار راوړی چې دا قرارداد لکه څنګه چې وو همغسې باید دوام وکړي.

ځينې باوري سرچینې وايي چې ميررحمان رحماني د خپلې داعيي د قوت لپاره يو شمېر استازو ته هم واړه د تيلو قراردادونه ورکړي او ډير وارې په لارو کې سوځول کيدونکي موټر هم ددوی د مافيايي ګروپونو له لوري وروسته تر هغه د طالب په نوم سوځول کيږي چې تيل ترې ټول خالي شوي وي يوازې کم مقدار تيل پکې پاتې وي. يو شمېر نور استازی چې د وخت حساسيت ته په کتو د قتلونو، غصبونو،زرهي او ناقانونه موټرو د شتون دوسيي لري، او یا ورته دولتي قراردادونه نه دي ورکول شوي دوی هم له رحماني سره لاس يو کړی چې پرانيستې دوسيي وتړل شي، قراردادونه ورکول شي او ددوی د زرهي موټروتګ راتګ د پخوا په شان شي. رحماني د پاکستان په خوښه په ډير حساس وخت کې غږ پورته کړ او د سرتیرو او ښونکو د معاش د ډيریدا په پلمه يي سرتیرو ته د معاش ورکړې، اعاشې او اباطي پروسه تقريبا څو میاشتې مختله کړې او همدا اوس په ډيرو لرو پرتو سیمو کې سرتیرو ته معاشات او اعاشه نه ده رسيدلې او دوی لاهم هڅه کوي چې دا ستونزه همداسې جاري وساتي. ولس ته په کار دي چې په داسې حساسو شيبو کې د رحماني او نورو پلورل شویو څيرو پر ځای د خپلو سرتیرو تر څنګ ودريږي او داستازو ددې دروغجنې داعيي پر وړاندې مقاومت وکړي ځکه که خدای مکړه ورته وضعيت د مافيايي کړيو د شرايطو د منلو په صورت کې دوام وکړي ښايي افغانستان ته بدې پايلې ولري.

پاکستان ډير ماهرانه مخکې ځي، ملته! ددې استخباراتي مهارت پر وړاندې عاطفه او هسې بې مانا زړه سوی څنډې ته کړئ او راشئ د ولسي جرګې د رئيس ددې ګروګان ګيري پر وړاندې ودريږو او خپل وطن وژغورو. موږ یو وخت وطن په مکلفيت ساتلی دی کله چې بهرنۍ مرستې نه وي، عاید کم وي، لويي لارې له ګڼو ستونزو سره مخ وي، ګمرکات لا هم له جنګسالارانو او سیمه ایزو مافیايوو سره وي د معاش د ډيریدا پر ځای موږ باید د مکلیفيت د دورې په شان مسولانه خپل وطن وژغورو.

تر هغو چې وطن نه وي ژغورل شوی د معاش ډيروالی یا کموالی بې مانا دی، تر هغه چې د وخت فيوډالان ددې وطن برخليک د خپل قرارداد او جيب پر بنا ټاکي امکان نلري چې موږ په دې سخت حالت کې له بربادۍ راووزو. نن يي ورځ ده چې وطن ته لومړیتوب ورکړو، سرتیري ددې وطن بچيان دي دوی باید دداسې شريرو ډلو د تبلیغاتو ښکار نشي دوی ته په کار دي چې د وکيل او جاسوس پر وړاندې ودريږي او په يو غږ ووايي چې موږ معاش هم نه غواړو خو وطن ساتو او دا دوی ثابته کړې هم ده ځکه هيڅوک د لس يا شل زره افغانيو په بدل کې مرګ ته نه تسلمیږي بلکه د مور وطن مينه يي اړباسي چې سروشيندي او ددښمن شومې موخې له خاورو سره خاورې کړي. پر ملت مينو استازو! په ولسي جرګه کې هغه استازي چې پر وطن مين دي، درد لري، وطن يي خپل بللی او د سر په بیه د وطن په خاطر غږ پورته کوي دوی باید سکوت مات کړي او ددې مافياي کړۍ د ماتې لپاره لاسونه سره ورکړي. په ولسي جرګه کې پر وطن مین استازي باید د پاکستاني او ایراني پروژو او پروسو ښکار نه شي، تاریخ قاضي دی، حالت نازک او دښمن هم تيار په کمين کې دی که موږ نن سرتیرو ته معاش ډيروو خو د سرتیرو روحيه او مورال کمزوری کوو نو وطن له لاسه ورکوو راځئ وطن ته لومړيتوب ورکړو او دا حالت بدل کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply