د پاکستان پلاوی دوحې ته د مشورې لپاره ځي

عبدالمنان توحیدیار

0 1,323

راپورونه لیکي چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان یو پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي او هلته به له خپلو ملګرو ترهګرو ډلو مشرانو سره پر سوله بحث وکړي.

د طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته تیره میاشت کې تللی و او تر شل ورځینې سفر وروسته بیرته دوحې ته ستانه شوي دي، دا سفر په ښکاره پاکستان رسمي کړ، خو تر شا یې نورې پټې کیسې وې چې وروسته ډاګیزې شوې.

طالبانو د خپلو سیاسي مشرانو سفر درې ورځینې یاد کړی و، خو هغوی په کویټه، پيښور او کراچۍ کې ۲۰ ورځې تیرې کړې او بیا د قطر پلازمېنې دوحې ته ستانه شول.

د طالبانو پلاوي په اسلام اباد کې لومړي وزیر عمران خان سره ښکاره لیدنه وکړه چې عکسونه یې رسنیو ته هم ورکړل، خو جي ایچ کیو او د استخباراتو له مشر سره لیدنه یې پټه تیره شوه.

طالبانو په شل ورځینې چې درې ورځې ښکاره او ۱۷ ورځې مخفي و، بیلابیلې لیدنې کړي، ان هغو روغتونونو ته تللي چې هلته د طالبانو درملنه کیږي او دغه راز ځینو مشرانو یې د ترهګرو د روزنې او پالنې له مرکزونو هم لیدنه کړې.

د طالبانو د پلاوي یو غړی د ځانمرګو بریدګرو د روزنې مرکز ته هم ورغلی و او هلته یې هغوی ته ډاډ ورکړی و چې که تاسو افغانستان کې ځانونه والوځوئ او خلک ووژنئ، طالبان بیا واک ته رسیږي.

نو خبره مې دوحې ته پاکستان د پلاوي کوله چې ټاکل شوې چې راتلونکو څو ورځو کې سفر وکړی.

تراوسه د طالبانو د سیاسي دفتر مشر مولوي عبدالحکیم په کويټه کې نظر بند دی او تر څو چې د طالبانو سیاسي دفتر د پاکستان خبره د سولې په میز و نه کړي او توافق و نه کړي، مولوي عبدالحکیم به کویټه کې وي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر په ایران کې دی او دا امکان هم شته چې مولوي عبدالحکیم له عمران خان سره یو ځای سفر کې لاړ شي.

دوحې ته د پاکستاني پلاوي د سفر اجنډا دا ښودل شوې چې د سولې خبرو کې د پاکستان اندیښنې ځواب شي، که څه هم طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې ټولې غوښتنې یې دوی په میز مطرح کوي او پر مقابل لوري یې مني، خو بیا هم د پاکستان باور پر طالبانو باندې نشته دی.

عمران خان به د استخباراتي او پوځي پلاوي سره په دې سفر کې له طالب مشرانو سره ځانګړې ناستې ولري او هغوی ته به د سولې په بدل کې ځینې نور شرطونه وړاندې کړي چې د پاکستان ګټې پکې خوندي کیږي.

له دې وضعیت داسې ښکاري چې خبرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دي او تر څو چې دا دوه هېوادونه سوله و نه کړي، جګړه پای ته نه رسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply