طالبانو یو ځل بیا د وینې تویدنې ګواښ کړی

سیدعبدالله پاچا

0 915

طالبان هسې هم هره ورځ وینه تویوي او دا شل کاله وشول چې په یو او بل نوم باندې د افغانانو وینه توی کوي، خو تازه یې خبرداری ورکړی، که د دوی یو زنداني طالب هم اعدام شو، دوی به ډيره وینه توی کړي.

د طالبانو دې خبرداري کې یو څه چې ثبوت شول او د طالبانو درواغ پکې مالوم شول، هغه دا دي چې طالبان د وروستیو ټولو هدفي او ترهګریزو پېښو مسوول دي چې خبریالان او مدني فعالان پکې قرباني شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح غوښتنه وکړه چې وروستیو پېښو په تړاو نیول شوي طالبان دې اعدام شي چې نورو ته د عبرت سبب شي، خو طالبانو سمدستي خبرداری ورکړ چې که دا طالبان اعدام شي، دوی به ډله ییزې وژنې وکړي او وینه تویدنه به زیاته کړي.

طالبان له وروستیو ترهګریزو پېښو منکر شوي او ډير کله یې دا کار په حکومت اچولی چې ګنې هدفي وژني دوی کوي، خو اوس پرې قانع شول، ځکه نیول شویو طالبانو اعتراف کړی دی.

په نیول شویو طالبانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د ۵۵۰۰ طالبانو په لیست کې خوشې شوي دي.

اوس دوه خبرې دي!

که طالبان وروستیو پېښو کې لاس نه لري او دا پېښې غندي نو بیا ولې د دې پېښو عاملینو اعدام باندې غبرګون ښيي، ولې د دې پېښو له قاتلینو سره خواخوږي ښيي او خبرداري ورکوي.

بله دا که طالبان د وروستیو پېښو په تړاو نیول شوي کسان خپل ملګري یادوي، نو بیا ولې د دې پيښو مسوولیت نه اخلي او ډير کله په مکارانه ډول دا پېښې غندي.

امرالله صالح د دوشنبې ورځ غونډه کې د نیول شویو طالبانو د اعدام غوښتنه کړې وه چې په غبرګون کي یې طالبانو د وینې تویدو ګواښ وکړ.

صالح ویلي چې د وروستیو بریدونو په تړاو نیول شوي کسان طالبان دي او ځینې داسې کسان پکې شته چې د ۵۵۰۰ کسانو په لیست کې خوشې شوي دي.

د امرالله صالح د دې وړاندیز په تړاو ټولنیزو رسنیو کې خلکو هرکلی کړی چې په تبصرو کې ۸۵ سلنه خلکو غوښتنه کړې چې نیول شوي طالبان دې اعدام شي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې هغه طالبان دې جدي اعدام شي چې پروړاندې یې ښکاره ثبوتونه او شواهد وي.

امرالله صالح ځکه د طالبانو په اعدام باندې ټینګار لري چې نور طالبان ترې عبرت واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply