ننګرهار کې ۵۰ طالب وسله وال وژل شوي

0 704

د ننګرهار په خوږیاڼواو شیرزاد ولسوالیو کې د طالبانو د ۵ سرګروپانو په ګډون ۱۶ طالبان وژل شوي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي، تېره ورځ ناوخته د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په اکرم خېلو او شيرزادو ولسوالۍ په هاشم خېلو سيمه کې عمليات کړي، چې پر مهال يې د ۵ سرګروپانو په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي، د دوی ۲ قرارګاوې، ۲ چېک پاینټونه، یو عراده ډاټسن موټر، یو میل دهشکه او یو شمېر نور مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د ننګرهار په خوږیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې شاوخوا ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي وو، چې له دې سره په یوه شپه او ورځ کې هلته د وژل شوو طالبانو شمیر ۵۰ تنو ته ورسیده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply