په افغانستان کی اصلآ هیڅ قانونې حزب وجود له لری؟

داکتر تاج الدین ملت مل

0 790

د افغانستان عدلې وزارت، مطبوعاتو او سیاسې شنونکو ته لازمې لارښوونکې مشوره

د حزب تعریف:  د علمې اصولو په اساس، یوی ډلی ته هلته حزب ویل کیدای شی چې دغه لاندی دولس خصوصیات ټول په مکمله توګه ولري.  که د دغو خصوصیاتو نه یی یو هم کم وي، هغی ته حزب نشی ویل کیدای.

۱ –  حزب باید د حکومتولې لپاره یوه اوږد مهاله هر اړخیزه طرحه ولری چې په هغی یی خپل منځی توافق هم کړی وي او هم یی په پراخه توګه د ملت سره شریکه کړی وي او په ملت کی کافی خلکو هغه منلی وي.

۲ –  حزب باید د خپلو ملګرو ترمنځ او په هیواد کی په ولسواکی باور مند وي او د خپلو داخلی طرز العمل سره سم وخت په وخت په خپلو تشکیلاتو کی دننه د دیموکراتیکو اصولو سره سم د انتقاد اصل ومنی او د انتخاباتو له لاری خپله رهبری وټاکی، او هم په هیواد کی یوازی د انتخاباتو له لاری قدرت ته په رسیدو او د قدرت په ساتلو باورمند وی.

۳-  حزب باید هیواد شموله وی او د هیواد د هر قوم، دین، مذهب، ژبی، سیمی او اقشارو کی دننه خپل تشکیلات او د هغوی مناسبه هر اړخیزه نماینده ګي ولری.

۴ –  حزب باید د یوه داسی منضبط تشکیلاتو لرونکی وی چی هلته مکافات او مجازات تطبیق، نظارت او ارزیابی، او اصول او مقرارات، او د انتقاد اصل بیله توپیره حاکم او ټولی فیصلی یی مرکزی او جمعی وي.

۵ –  حزب باید د هیواد په ټولو سیمو کی تربیوی حزبی حوزي ولري د اعضاو دندي، مسؤلیتونه او سلاحیتونه یی معلوم او دا حوضي باید په عملې توګه د حزب د مرکز سره په منظمه او دوامدره توګه په پیوند کی فعالي وي.

۶- حزب باید د هیڅ نوعه پردی پالو شبکو او دولتونو سره مرموزي اړیکی و نه لري، او پدی اړه خپله رهبری کړی او ټول غړي هم همیشه تر جدی نظارت او مراقبت لاندی ولري.

۷ –  حزب باید په مالی لحاظ پاکی او روڼی مالې سرچیني و لری، او هغه باید وخت په وخت د دولت او خپلو غړو سره شریکې کړی. د حزب ټول غړي باید د حق العضویت په ورکولو مکلف وي او دا کار په عملې ډول او دوامداره توګه تر اجرا لاندی وي.  حزب باید یو لوڅ او شفاف حساب ورکوونکې مالې سستم ولری.

۸ –  حزب باید د خپلی طرحی له مخي واقعآ په سیاسی مبارزه او د خپل هیواد د اتباعو تر منځ په حقوقی برابری باورمند او د بشر د حقوقو د اعلامی ملا تړی وی. د وسلی او زور له لاری قدرت ته د رسیدو او د قدرت د ساتلو او هر نوعه خشونت خلاف وي.

۹ –  حزب باید د هیواد ملي ګټي او ملی ارزښتونه په روښانه توګه تعریف کړي او همیشه د هغوي پلوی او ساتنه وکړي.

۱۰ –  حزب باید د خپل هیواد د اتباعوترمنځ د هر نوعه داخلې تبعیض مخالف او په اجتماعې عدالت باورمند وي.

۱۱ – د حزب ټول غړو باید د حزب مرامنامه، اساسنامه او تشکیلات لوستی او په هغی باندی پوه او هغه یی په ارادی توګه منلي وي، او د ضرورت په وخت کی په اړه یی اقلآ تر پنځوس سلنه د خلکو د پوښتنو ځوابونه وویلای شی.

۱۲ –  حزب باید د خپل راتلونکې نظام د جوړولو، ساتلو او د هیواد د دوامدار پرمخ تګ لپاره یوه اوږد مهاله ملي پرمختیایی ستراتیژی ولری.

نو پورته شرایطو ته په کتو، دا ویلای شو چې اوس په افغانستان کی هیڅ حزب وجود نه لری.  موجوده ټولي ډلي یا نظامی جوړښتونه دي او یا هم وړي منطقوی او ژبنی سیاسې ډلي دي چي یوه یی هم د حزب تعریف نشی پوره کولای.

په خواشینی سره چي یا د عدلی وزارت اړوند منسوبین د حزب د دغو شرایطو نه نا خبره دي او یا خو د سؤ استفادو او زورواکې ته د تسلیمیدو په وجه یی قوانین او اصول تر پښو لاندي کړي او په غیر قانونې توګه یی یو شمیر ساختارونه د حزبونو په نومونو راجستر کړي دي چې اصلآ د حزب هغه دری ابتدایی شرطونه هم نشی پوره کولای.  د بلی خوا د هیواد مطبوعات او اکثره سیاسی شنونکي هم پدی برخه کی غیر علمی او غیر مسؤلانه برخورد کوي، او دغو جنګې ډلو او وړو سیاسی ډلګکیو ته د حزب د اصطلاح په استعمالولو دوي هم خپل علمی او مسلکې نا توانایی ښایی او هم د هیواد خلک، خاصتآ ځوان نسل ګمراه کوي.  هیله ده د عدلی وزارت، د دغو تش په نامه حزبونو مشران، پوهان، سیاسې شنوونکې او د هیواد مطبوعات خپلو دغو سهوو ته ژر متوجه او د هغی په اصلاح کولو کی جدی اقدام وکړي. تر څو د هیواد د ځوان نسل د غلطی لاررښوونی سبب نشی.  غیر قانوې جنګې ډلو او وړو ډلګکیو ته د حزی اصطلاح  کارول د دی سبب شوی چې د څوان نسل فکرونه د حزب او سیاست په اړه مغشوش او د حزب او سیاست سره د دوی د کرکې سبب شوی، چې دا پخپله یو مطبوعاتې مافیاوی عمل دی، چې ژر تر ژره یی باید مخه ونیول شئ.   زه حاظر یم چې بدی برحه کی هر نوعه چیلنجې بحث ته ځوابونه ووایم.

داکتر تا ج الدین ملت مل

وتس اپ:  ۱۹۱۹۲-۲۴۶-۲۰۲-۱

ایمیل: tmillatmal@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply