د امریکا نوی دفاع وزیر لوید اسټين په پام کې لري، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر او وضیعت په اړه ارزونه وکړي. 
دامریکايي رسنیو د راپور له مخې اسټین غواړي د ټرمپ هغه پرېکړه هم وارزوي، چې د واک په ورستیو ورځو کې یې له افغانستان او عراق څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه کړې وه.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند بیا رسنیو ته ويلي، چې لاهم پنټاګون په دې اړه کوم عملي اقدام نه دی کړی، خو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو  د وتلو پرېکړې ارزول د نوي دفاع وزیر له لومړيتوبونو څخه دي.
امریکا اوس مهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتيري لري، چې د افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.
تر دې وړاندې بیا د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن ویلي وو، چې له طالبانو سره د دوحې پر پرېکړې به له سره کتنه وکړي.