تېر کال کې ۸۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي؛ خو طالب لا هم جګړه نه دروي

0 615

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې د جګړې له کبله په تېر کال کې ۸۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله پکې ۲۱ سلنه کم والی راغلی.
د بشر حقونو له کمیسون څخه په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په تېر کال کې د جګړو له کبله ۵۵۹۳ نارینه، ۲۰۱۹ تنه ماشومان او ۸۴۳ ښځينه وو خپل ژوند بایللی.
یاد راپور زیاتوي، چې  په قربانیانو کې ۵۳ سلنه یې د طالبانو،۱۵ سلنه د افغان امنیتي ځواکونو، ۵ سلنه د داعش او پاتې نور ۲۵ سلنه یې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوي دي.
د یاد کمیسون د راپور له مخې روان کال هره ورځ په اوسط ډول ۸ ملکي وګړي وژل کیږي او ۱۵ نور زخمیان کیږي.
بشر حقونو کمیسون په داسې حال کې یاد راپور خپروي، چې افغان حکومت وايي، دوی د سولې لپاره تل پاک نیت ښودلی او له طالبانو سره هر وخت  د سولې خبرو ته چمتو دي.
په همدې حال کې بیا افغان ولس له دواړو غاړو غواړي، چې تر هر څه ژر دې پر اوربند پریکړه وکړي او د سولې روانې خبرې باید له یوې ښې پایله سره پای ته ورسوي.
د مالوماتو له مخې، شاوخوا شل ورځې کیږي، چې افغان او طالب مرکچي پلاوي د قطر په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرې پیل کړي، خو د افغان پلاوي ویاند نادر نادري تیره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، چې له تیرو نهو ورځو راهیسې مقابل لورې خبرو ته چمتو والی نه لري.
ښاغلی نادري وروسته له هغې یادې څرګندونې کوي، چې د طالب پلاوي مشر او غړي تیره ورځ ایران هېواد ته رسیدلي دي، هغه څه چې افغان حکومت، سیاسیونو او عامو خلکو ته یې پوښتنې راپیدا کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply