طالبان د ځان هوساینې لپاره هر کار کوي

عبدالمنان توحیدیار

0 697

لس ورځې وړاندې طالبانو د هرات ولایت رباط سنګي ولسوالۍ کې د سرې میاشتې یو امبولانس تښتولی دی.

راپورونه وایي، طالبانو د هرات ښار رباط سنګي پر لویه لار هغه خیره امبولانس څخه موټر چلوونکی او خدمه ښکته کړي چې د خلکو د خیر ښیګڼې لپاره به ساحو کې ګرځیده.

دا امبولانسونه ډير کله د طالبانو جسدونه او ټپيان هم د جګړو له سیمو ټولوي او کورنیو ته یې سپاري.

خو طالب چې له یوې جاهلې طبقې جوړ دی، هیڅ په خیر او شر نه پوهیږي او هر هغه کار کوي چې د دوی یوه ورځ هوسا کړي.

طالبانو دا امبولانس د خپلو وسله والو د ګرځیدو راګرځیدو لپاره برمته کړی او خلکو له کاره یې ویستلی دی.

اکثریت لیرې پرتو سیمو کې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري، ځینې سیمې بیا ترانسپورت نه لري او ځینو سیمو کې خلک د ترانسپورټ پیسې نه لري چې ناروغان له یوې سیمې بلې ته انتقال کړی.

د دا ډول خلکو لپاره همدا امبولانسونه دي چې کار ترې اخلي او په وړیا ډول خدمات ورته وړاندې کوي.

خو طالبان چې د دې ټولنې لپاره سرطان دی، له یوې خوا یې په خلکو ژوند تنګ کړی او له بلې خوا ترې هغه خدمات هم اخلي چې دولت او یا مرستندویه ټولنو ورته برابره کړي وي.

دا به لومړی ځل نه وي چې طالبان د یو خیریه بنسټ امبولانس برمته کوي، بلکې تر دې وړاندې یې ان د خیریه ټولنو کارکوونکي شهیدان کړي او برمته کړي او د خوشې کیدو په بدل کې یې ترې پيسې اخیستې دي.

طالبانو ته په دې خاوره کې یواځې ځان ښکاري او په دې فکر دي چې هر څه په دې وطن کې باید د دوی په لارښوونه وچلیږي او د دوی په خدمت کې وي.

خو افغاني ټولنه له طالب کرکه لري او هیڅ تیار نه دي چې دې ډلې سره ان په کلیو او قریو کې و اوسیږي.

طالبانو ډلې هرې سیمې کې خپلسرې دي او د هرې سیمې لپاره خپل ناانساني قوانین لري چې د مشرانو په خبرو پسې نه ګرځي.

طالب مشران له نړیوالو سره کیني او تضمینونه ورکوي، خو وسله وال یې په کلیو او قریو کې د خیریه ټولنو امبولانسونه برمته کوي.

دا ښکاره ده چې د طالب سیاسي مشرانو په جنګي ډلو باندې زور نه رسیږي او هرې سیمه کې جنګې ډلې د خپلو ګټو لپاره کار کوي.

که دا کار د اسلام او انسانیت سره په ټکر کې هم وي، طالبان یې کیسه کې نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply