زرغون لغمان، د تازه سبو پلازمېنه

0 1,480

لغمان؛ د افغانستان په ختیځ کې پروت هغه ولایت، چې معتدلې هوا، مناسب جغرافیوي موقیعت پریمانه اوبو او شنې ساحې یې ښکلا دوه برابره کړې.
د لغمان اوسېدونکي اکثره په کرهڼې بوخت دی او د خپل ژوند د ورځنیو چارو لګښت له همدې لارې پوره کوي.
لغمان د هېواد هغه زراعتي ولایت دی، چې سابه یې نږدې ټول افغانستان ته انتقالیږي؛ نو ځکه یې د سبو د پلازمېنې نوم هم خپل کړی.
بېنډۍ، رومي بانجان، تور بانجان، بادرنګ، کدو، کدوګک، پالک، پیاز، کچالو، ګندنه، ګلپي، کرم، کاهو، شلغم، سره او سپینه ملی، ترایي، تره او یوشمېر نوره ترکارۍ د هغو سبو له ډلې څخه دي، چې په یاد ولایت کې یې کښت ډېر دی.
اوس مهال په  لغمان کې د سبو راټولولو ۱۵ مرکزونه فعالیت لري، چې شاوخوا لس زره کسان پکې په کار بوخت دي.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریئس محمد جمیل خوشال وايي، چې  هڅه کوي په لغمان کې بزګرانو ته د دودیزې کرکېلې ترڅنګ د سبو د کرلو نوې او ګټورې لارې چارې ور وښيي.
نوموړی زیاتوي، چې د یاد ولایت په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې بزګرانو ته ۳۱۹ بابه شنې خونې جوړې شوي، چې د تازه سبو په تولید کې یې مهم رول لوبولی دی.
بل پلو بیا کروندګر هم خوښ دي او وايي، چې د کال په څلورو فصلونو کې یې حاصل ښه نتیجه ورکوي، چې دې چارې یې اقتصادي وده هم چټکه کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply