لغمان او کونړ کې واوره؛ امنیتي ځواکونه د خلکو مرستې ته ورغلي

631

د افغانستان په تر ټولو ګرم سېرو ولایتونو لغمان او کونړ کې هم د دوبي پیل په واوره باندې شوی دی. دې نادرې واورې د لغمان او کونړ په سرحدي کرښه (کونډ) سیمه کې لسګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي چې تازه یې د ژغورلو هڅې پیل شوې دي. د راپورونو له مخې، دا سیمه شاوخوا ۴ زره متره لوړوالی لري او له تېرې چهارشنبې راهیسي پکې تر ۲.۵ مترو پورې واوره شوې ده. په ختیځ کې د خالد بن ولید قول اردو چارواکو ویلي چې د دغې قول اردو ځواکونه د ننګرهار هوایي ډګر ته روان شوي څو په واورو کې د ایسارو خلکو مرستې ته ځان ورسوي او هغوی له واورو څخه راوباسي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.