لغمان کې د کرنېزو توکو د ټولېدنې او بازار موندنې مرکز جوړيږي

0 915

په لغمان ولایت کې د ۴۹ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د کرنیزو توکو د راټولېدو او بازارموندنې مرکز جوړیږي.
یاد مرکز د همدې ولایت، د قرغیو ولسوالي اړوند عزیز خان کڅ سیمه کې د IOM (نړیوال مهاجرت سازمان) له لورې د RADA برنامې تر چتر لاندې جوړیږي، چې تر راتلوونکو دریو میاشتو پورې به یې کارونه بشپړ شي.
د لغمان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست رئیس انجینر جمیل خوشال وايي، اوس مهال د لغمان په قرغیو ولسوالي کې د سبزیجاتو د راټولونې ۱۵ لوی او واړه مرکزونه شتون لري خو نوي جوړیدونکي مرکز په جوړیدو سره به د ټولو مرکزونو سبزیجات دې مرکز ته راټولیږي، چې بیا به یې په اسانۍ سره د هېواد نورو ولایتونو ته انتقالوي.
نوموړي سیحون نیوز سره په خبرو کې وویل، لغمان  په پراخه کچه د سبزیجاتو تولید لري او هڅه کوي، چې دغه مرکز په راتلونکو دریو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپاري، ترڅو د کرنیزو توکو د جمع اوري، کروندګرو ته د بازار موندنې او اقتصادي پیاوړتیا کې مثبت تغیر رامنځته شي. 
باید یاده شي، چې لغمان د افغانستان په ختیځ کې پروت هغه ولایت دی، چې د پریمانه سبزیجاتو په درلودو سره یې د سبو د پلازمېنې نوم هم خپل کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply