“کابل جان” فلم د افغان ډایرکټرې شهربانو سادات په لارښونه د ډنمارک – جرمن اډومېټ کمپنۍ له خوا تولید شوی.
روټرډام نړیوال فلم فسټیوال پرون پای ته ورسېد او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو غوره فلمونو ته جایزې ورکړل شوې.
اډومېټ کمپنۍ پرون جمعه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې “کابل جان” فلم ته د پوسټ پروډکشن یا له تولید وروسته کټګورۍ کې د لومړي مقام اوارډ او اوه نیم زره یورو جایزه ورکړل شوه.
د فلمونو ډایرکټرې شهربانو سادات تردې مخکې هم د ګرګ و مېش، پرورشګاه په نوم فلمونه په ځینو نړیوالو فسټیوالونو کې غوره جایزې ګټلې دي.
د “کابل جان” فلم داستان د یوې ځوانې کمره مینې او یوه خبریال په مینه څرخیږي.
ځوانه کمره مینه د ټلوېزیون په داسې خبریال زړه بایلي چې د دې دوه برابره عمر لري او دې فلم کې ښکاري چې دا جوړه څنګه د افغاني ټولنې د دودونو سربېره مینه کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320