د خوشال خټک سیاسي عقیده او فلسفه – دریمه برخه

رڼاګل اریوبزی

0 1,086

( ۱ )

د خوشال په سیاسي فلسفه کې د جنګ مقام:

په دې ځای کې د جنګ د تعریف نه تیریږم. ځکه چې جنګ د دوو تنو ترمنځ د لفظي جګړې نه را واخله بیا د هیوادونو تر منځ تروسله والې نښتې پورې د لاملونو، موخو، تکتیک، ستراتیژۍ او جنګي وسایلو له مخې دومره ډیر ډولونه لري چې په یوه تعریف کې نه ځائیږي اوله بلې خوا د خوشال خان د وخت جنګونه د شلمې او یویشتمې پیړۍ له جنګونو سره ډیر توپیرونه هم لري چې په خپل وار د جنګ په تعریف کې نورې ستونځې رامنځ ته کوي. د خوشال خټک د جنګي وړتیا او مهارت ستاینه هم نه کوم او په دې پسې هم نه ګرخم چې له کوم جنګه بریالی راوتلی دی او کوم جنګ يې بایللی دی. په دې ځای کې غواړم پوه شم چې جنګ د بابا په سیاسي فلسفه او انساني وجدان کې کوم ځای درلود او ایا ننګیالی خوشال په رښتیا جنګیالی خوشال و او جنګ يې د ژوند هدف ګرځولی و او کنه په جنګ یا جنګونو کې ښکیل شوی و. په دې هکله د څیړنې په بهیر کې لومړی د خوشال خان دې شعر سره مخامخ شوم:

اولیــا د اولیــا ســره بــد نه دی       دا په دا چه يې د نفس نشته هوا

په دنیا د پاچا هانو سره ضد دی       امـرا ســره د ښــمن دی امـرا

 [ منتخبات خوشال خټک……………. ۱۳ مخ ]

اولیا د هرډول حرص او نفسي غوښتنو نه پاک، بې ریا او په بشپړه اخلاص دلوی پروردګار په ذکر او فکر مشغول او له دې امله دهغه لوی ذات نږدې دوستان دي. اولیا له بدو بد وړي او تل ښیګڼې رسوي. دځان غوښتنې او ځانته غوښتنې ځنځیرونه يې شلولي، یوازې او یوازې د لوی څښتن درضایت په لټه کې دي. نوځکه په زړونو کې کینه اوحسد او په خپلو کې دلانجو او جګړو موضوع هم نه لري او دیو بل سره په دوستۍ او مینه او محبت کې ژوند کوي. خو ننګیالی خټک د خپل وخت دوسله والو ځوا کونواعلا سرقومندانانو یانې پاچاهانو، آمرانو او هغوی ته ورته زور واکانو ته داولیا په سترګه نه ګوري بلکې دنفس او حرص غلامان او دزور او زرو لیوالان يې ګڼي چې شپه او ورځ دخزانو دپړسولو او دزورواکې دپراخولو په فکر کې دي. د بل پاچا یاامیر نظامي او مالي ځواک يې دستر ګو اغزی و. د شتمنې او زور واکې حرص يې ترمنځ بدګمانې را پارولې چې دښمنې تري جوړیدلې او وسله والې جګړې ته رسیدلې. په جګړه کې زوروراړخ کمزوری ماتوي، خزانې او شتمنې يې لوټوي، ولس يې استثماروي او خپل هر څه په منې. وینو چې دخوشال دسیاسي فکر له مخې د جنګ موخه اولا مل د پاچا ها نو، آمرانو او هغوی ته ورته زورواکانو د ټیټو نفسي غوښتنو یانې حرص څخه سرچینه اخلي او ګټه يې هم دوی ته رسیږي او دولسونو پراخې پر ګنۍ پکې له هرې خوا ژوبلیږي. ولسونه د ولسونو سره دښمني نه لري، دیواوبل په ضد نه جنګیږي، جګړې ته د پاچاهانو، امیرانو او یاد محلي زورواکانو له خوا مجبوریږي. لنډه دا چې خوشال خټک جنګ او جنګ غوښتنه داسلامي اخلاقو، دانسانې عقل اووجدان ضد عمل اودنفس او حرص د غلامې او دبې عقلې پایله ګني او په یو بل ځای کې لیکي چې:

 عـقل وهـوش ېې وسړي وته پیداکړ       دا چیـچل داړل د پــړانګ وو یا د یږ

دا بیدرد که په ظاهرسړی لیده شي        وخوشال ته مچ مېږی دی ماشې سپږ

 [ منتخبات خوشال……………. ۵۰ مخ ]

چیچل او داړل د یږواو پړانګانوکاردی. عاقل انسان نه داړل کوي، نه جنګ کوي او نه چیچل کوي. یانې عقل د جنګ اړتیا کمزورې کوي اوبې عقلي د جنګ خطر زیاتوي. خوشال خټک د عاقل یا هوښیاراو دبې عقله او یا ناپوه تر منځ یو ټوپیر په دې کې ویني چې:

هوښیار هغه دی چې سخت جنګونه       تر خیره راولي په فرسنګونه

نادان هغه دی  چې په کار د سولې       ګــډ کا د شــروفســا د رنـګونه

[ د خوشال خټک کلیات………….۴۳۶ مخ ]

 په بل ځای کې لیکي چې:

څوک چې له خلکه شوروغوغا کا       نادان حریص دی، هغه چې دا کا

چې عاقلان دي، چې صابران دي       هغــه به کــله جنــجا ل له چا کـــا

 [ دخوشال خټک کلیات…………۳۷۳ مخ ]

 جنګ – که د امپراتوریواو هیوادونو او که په قومونواو کلیو او بانډو کې وي – دولسونو آرامې او هوسايۍ ته زیان رسوي، او په جنګ دښمنې او دښمنان له منځه نه ځي بلکې کینې، دښمنۍ او دښمنان لا زیاتوي. خوشال خټک په دې عقیده دی چې دوستي د دښمنې او دښمنانو د له منځه وړلوترټولوښه او حتی یوازنۍ لار ده. یانې که څوک غواړي چې دښمن له سره ورک کړي نو له هغه دې دوست جوړکړي.

بابا ټینګار کوي چې:

هوښیــا ر هغه دی چې ډ یـر د وستـان لري       په دښمــنا نو با ندې احسان لري

دښمن دي دوست کا دوست دي دښمن نه کا       خوږ دي دهرچا سره زبان لري

 [ د خوشال خټک کلیات…………۵۳۷ مخ ]

وینو چې خوشال خټک نه یوازې شخړه او دښمني غندي بلکې له جنګ دسولې او له دښمنې د دوستې په لور هلې ځلې دیني مکلفیت او وچت اخلاقي ارزښت هم ګڼي او لیکي چې:

څوک چې آشتي غواړي که دی غلیم دی       والصلح خیر ځای دتسلیم دی

عــفــو بــهــتــره  تــر ا نــتــقــا مــه ده       نیـکې په بد و کا ر د کریم دي

 [ د خوشال خټک کلیات…………۴۴۳ مخ ]

په غچ او انتقام اخیستنه کې تیری او تیروتنې هم کیږي چې بد ترې جوړیږي خو په بخښنه کې هیڅ ډول تیری اوتیر وتنه نه ځائیږي بلکې له سره نیکي ده اونیکي په بدودکریم کار ګڼل کیږي. نو ځکه بابا ټینګار کوي چې:

ښــه سړی د چا پـه بــد ونظـر نه کا      که څوک بد ورسره کاندي دی به ښه کا

پــه بــارداره ونــه تــل وریږي کاڼې      ورته ګوره چې باردار ونه څه  کـــــــا

دا په دي چې خود بیني ورسره نشته       د جهان ننــداره ځــــــکه د وه لیــمه کـا

همدا اثر، ۱۵ مخ

او په یوه بل ځای کې لیکي چې:

راشـــــــه ښیــګــڼه دونې ګـــوره       خپل ځان په نمرکا، بل کا په سیوره

په سنګ ېې ووله، میوه درواچوي       خصلت له ونې واخــله ای وروره

[ د خوشال کلیات…………..۴۱۶ مخ ]

 د خوشال خټک دا پورتنې څرګندونې راښيي چې جنګ د ده په سیاسي فلسفه کې چندان ښه مقام نه لري، جنګ دانسانی عقل، اخلاقو اوله سره دانسانیت ضد عمل ګڼي اوتر دې چې کوچني تاوتریخوالې ته په بده سسترګه ګوري او انسان دانسان په وړاندې تیریدنې، حوصلې، خواخوږۍ اوښیګڼې ته را بولي. په خواښینې سره باید ووایم چې په ډیرو لیکنو کې د خوشال خان نظامي پوهه، دلښکر سوق او اداره، په جګړې کې دهغه شخصي وړتیا له سره جنګ بلل کیږي، خو د جنګ په وړاندې دهغه سیاسي دریځ هیڅ په پام کې نه نیول کیږي، نوځکه د ننګیالي بابا نه جنګیالی خوشال جوړیږي او د جنګ غوښتلو او په جنګ کې د ښکیل کیدلو تر منځ تو پیر ورکیږي. د دې برخې په « ب» جز کې په همدې ټکي هم یو څه بحث کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply