په اسلام کي د علم د بې ارزښته  کولو په لور د طالبانو ناکامې هڅې

رڼاګل اریوبزی

861

نن سبا د لیکنو،څيړنو او د بحث پریمانې موضوع ګانې شته دي او کیدای شي چې یوڅه په ولیکل شي، خو زما په اند تر ټولو مهمه او د پام وړموضوع په هیواد کې د پوهې، زده کړو او د ښځینه جنس د برخلیک موضوع ده. دا موضوع له یوې خوا دافغان ولس د نیم بدن موضوع ده چې د حاکمې دستګا له خوا د فلجولو سره مخامخ دی او له بلې خوا په هیواد کې د پوهې اوزده کړو، په تیره بیا د ساینس او تکنالوژۍ د برخلیک یانې ژوند ته د نجات ورکولوموضوع ده چې دسخت ګواښ سره مخامخ دی. هسې خو مو د غورو او پرړو رمباړې اسمان ته پورته کیږي اوچيغې وهو چې په ټوله نړۍ کې زموږ په څیرسپیڅلي مسلمانان، عالمان اواتلان نه پیدا کیږي. خو په عمل کې وینو چې په ټول هیواد کې لا د یوه هوايي ډګر د فعال ساتلواوچلولو فني او مسلکي وس نه لرو. د ماتې شوې امریکا درونونه مو دهیواد په فضا کې بېغمه او په بشپړه ډاډ ګرځي راګرځي او موږ يې حتی د لیدو فني وس نه لرو. ۲۸ملیونه هیوادوال مو دلوږې سره لاس او ګریوان دي اوموږ ورته بیله پردیو مرستو د وچې ډوډۍ دورکولو وس نه لرواو دساده ناروغیو د درملۍ توان هم نه لرو. لنډه داچې چرته چې په ټولنیز ژوند کې علم، فن او کسب ته اړتیاوي، موږ يې د وړاندې کولونه عاجز یو. داسې نه ده چې ګوندي په هیواد کې مو طبیعي شتمنۍ نه پیدا کیږي، حقیقت دا دی چې موږافغانان د خپل هیواد د طبیعي شتمنیو نه د ګټې اخیستوپوهنیز، فنې او مسلکي وس او لازم تخنیک نه لرو، د معاصرساینس او تکنالوژۍاو د علومو اوفنونو په بیلا بیلو څانګو کې د نړۍ د ترټولو وروسته پاتې هیوادونو له ډلۍ څخه شمیرل کیږو.

خوشال خټک څه نا څه ۳۵۰ کاله وړاندې زموږ په دې نیمګړتیا پوه شوی واوراته په ګوته يې کړه چې:

کاڼي لعــل د بــد خـشان،  ګیــا کیـمیــا ده       چــې يې نه پیــژني تــه ګنـاه د چا

چې بادشاه يې ستمګرشي خلک خوارشي       خدای دې نه کا ستمګر بادشاه دچا

[ د خوشال خټک کلیات…….۸-۹ مخونه ]

سمه ده چې په دې ګنا کې پردي یرغلګربرخه لري، دتاریخ په اوږدوکې کورنیوچارواکوهم په دې برخه کې خپل مسولیت په صداقت نه دی ترسره کړی. په دې ګنا کي هغه ډلې هم درنه برخه لري چې ځانونه يې علما کرام بلل او بولي، خو داسلا په مبین دین کې يې دعلم ارزښت اومقام یا درک ګړی نه دی، یا يې منحریف کړی او یايې ددې مسلمان ولس نه پټ ساتلی دی او په کلواو بانډوکې به يې خلکو ته ویل چې:« هغه څوک چې خپل اولاد ښوونځي ته لیږي، اوه نسله به ددوزخ لمبې زغمي.» د دې په ځای چې په خپلو تیروتنو ځانونه پوه او هغه اصلاح کړو، داوسني ناورین، بې وسۍ او بې وزلۍ نه دراتلونکي نسل دساتنې له پاره په خپل ټول ځواک دهغوی دزده کړو شرایطود ښه کولوپه لورهلې ځلې وکړو، په لاس کې شته امکانات هم له منځه وړو، دجونو له پاره جوړښوونځي دښځینه ښوونکو سره د جونو په مخ تړو، دې داسلام ضداودشرم وړعمل ته اسلامی مشروعیت لټوواودافغاني غیرت نوم هم ورکوو.

د ۱۹۹۶م – ۲۰۰۱م کال پورې دطالبانو حکومت د ښځینه جنس په زده کړو او کار باندې بندیزولګاوه اوپه دې کاريې په دوهمه حکومتولۍ کې هم لاس پورې کړ. دوی د۲۰۲۲ م کال دوري میاشتې په دریمه نیټه، چې دنوي تعلیمي کال لومړۍ ورځ وه او جونه دزده کړو په هیله په خوشالۍ خپلو ښوونځیو ته تللې وې، هغه بیرته له ښوونځیوراوباسلې او کورونو ته يې ستنې کړې. طالبانواعلان وکړچې تر« امرثاني » پورې دجونو پر مخ دشپږم ټولګي نه پور ته ښوونځي تړل شوي دي. دوی د دې کړنې د مشروعیت له پاره دا دوه دلیلونه وړاندې کړل:« لومړی د شریعت مطابق شرایط بربریدل او د افغاني دود او کلتورمطابق فضا را منځ ته کیدل.» د اسلامي شریعت له مخې د علم زده کړه په هر مسلمان ( نراوښځه ) بې له کوم مکاني اوزماني قید اوشرط څخه فرض دی. په دې برخه کې دخیټې نه دشرایطورایستل اووړاندې کول د اسلامي شریعت اودافغانې دود او کلتور سره ډغرې وهل دي. د زده کړو په ضد د عملي ګامونو ترڅنګ ځینو طالبانو داهڅې هم وکړې او لا يي کوي چې داسلام په مبین دین کې د عقلي علوموارزښت اومقام را ټیټ کړي اوحتی له منځه يې یوسي. د بیلګې په توګه دطالبانو رئیس الوزرا ملاحسن آخوند وايي چې په اسلام کې دشرعي علوموزده کړه فرض ده، خو د دنیاوي علومو زده کړه مباح ده. د ده ترڅنګ ځنې نور طالبان هم ولاړدي او د هغوی له ډلې نه یوهم ملا خالد حنفي دی. دی هم په یوه وینا کې د عقلي علوموزده کړه مباح بولي، یانې نه ګټه لري او نه زیان رسوي.

ویل کیږي چې دطالبانوداډله په دې برخه کې دخپل مشرملاهبت اله متابعت کوي او ټول په ګډه په دې عقیده دي چې که چرې دا زده کړې داميرالمؤمنین دامر سره په ضرب کې واقع شي، نو دامیرالمؤمنین امر واجب ګڼل کیږي. دا هلې ځلې ځکه ناکامې پاتې کیږي چې دیني بنسټ اومشروعیت نه لري، له ګیډو راایستل کیږي، نه یوازې داسلامي لارښوونو سره په تضاد کې واقع کیږي بلکې دټول عالم اسلام اوحتی د ډیروطالبانو دمخالفت سره هم مخامخ کیږي. شیرمحمدعباس ستانکزي څو ځله په خپلو ویناوو کې په ډاګه کړه چې زده کړې په اسلام کې په ټولو ( نارینه اوښځینه ) مسلمانانو فرض دي اوباید دهیچا پر مخ د ښوونځیو دروازې ونه تړل شي. محترم ستانکزي صاحب داهم وویل چې دامیرالمؤمین هرامرواجب نه دی، دهغه یوازې هغه امرونه واجب دي چې دخدای ( ج ) او درسول ( ص ) په لار برابر وي. دطالبان دفاع وزیرملا یعقوب مجاهد وايي چې دملت مشروعې غوښتنې باید ومنو او دکورنیو چارو وزیر بیا دلته اوهلته دجونوپرمخ ترشپږم ټولګي پورته ښوونځیو دروازو په تړلو اودقدرت په انحصارنیوکې کوي. ځنې نور وزیران او د طلبانو لوړپوړي چارواکان هم دخپل امیردتعلیمي سیاست نه یو څه سر ټکوي خودعباس ستانکزي په شان په صراحت دحق اوازنه پورته کوي. په هرصورت هغه طالبان چې دعلم زده کړه مباح عمل بولي نه یوازې د خپلې ادعا له پاره مستند شرعي مشروعیت نه شي پیدا کولی اوڅه يې چې ویلي دي له ګیډې یې راباسلي دي، خکه چې داسلام مبین دی د پوهۍ اومعرفت دین دی چې دجهل اوظلمت په ضد رانازل شوی دی اودا دین د عدالت اومدنیت دین دی چې دظلم اوبربریت په ضد رانازل شوی دی او لوی پروردګار دجبرائیل ( ع ) په واسطه په لومړنیو کلیموکې د اسلام پیغمبر ( ع ) ته دا پیغام ورلیږلی دی چې:« ولوله د هغه د خدای په نامه چې جها ن يې پیدا کړی دی.» او ورپسې لوی ذات په قران کریم کې د« اعلموا » په لفظ خلک څوځله زده کړو ته رابللي دي. رسول ( ص ) دخپل څښتن دارشاداتو په پیروې فرمایلي دي چې:« دعلم زده کړه په هر مسلمان، نراوښځه، فرض دې.»

باید هیر نه کړو چې په دې او نورو ټولو مبارکو ایاتونواو حدیثونو کې علم په عام مفهوم کارول شوی دی چې لنډ او ساده تعریف یې «په یوڅه پوهیدل او حقیقت ته رسیدل » دي. دلته دا قید او شرط نه شته چې مرام کوم علم اود څه شي په هکله علم او یا د علم کومه څانګه ده، هدف زده کړه ده، د پوهې تر لاسه کول او په موضوع کې حقیقت ته ځان رسول دې. دا کار د اسلام په مبین دین کې بې له کوم جنسي قیداوشرط په نراوښځه فرض دی.وینوچې علم داسلام په مبین دین کې ډیر لوړمقام اوارزښت لري چې د خالد حنفي او حتی د محترم هبت اله په فتواګانو نه شي راټيټيدلی. رسول ( ص ) فرمايي:« چاچې دعلم لارخپله کړه هغه د جنت لار ونیوه.» او په بل حدیث شریف کې راغلي دي چې:« چاچې دعلم دزده کړې په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړ هغه شهید دی.» وینو چې په دنیا د علم زده کړه د اخرت له پاره د هر مسلمان یوه توښه ده او په دنیا کي د ازاد او بسیا ژوند وسیله ده، دعلم سره ژوند په دنیا کې کامیابي ده، سرلوړي ده اولکه څنګه چې رسول ( ص ) فرمایلي دي « بې علمه عمل تباهي ده.» حقیقت دادی چې کوم ولسونه چې دعلم نه بې برخې پاتي دي دبېوزلې، لوږې، ناروغیو او بې وسۍ سره مخامخ دي اوله دې امله يې خپلواکي هم هر وخت ګواښل کیږي. دا ښه ده چې د طالبانو دفاع وزیردې ته پام شو چې: « د هیواد اسمان مو اشغال دی، زه هم ورته ګورم، ته هم ورته ګورې اوله لاسه موهیڅ پوره نه دي» رښتیا خودادی چې نه یوازې د خپل هیواد اسمان نه شوساتلی بلکې یو هوايې ډګرهم په خپلومټو په بشپړه توګه نه شو چلولی. هوباید خپلې نیمګړتیاوې، وپلټواو راوسپړو او کنه نومیندلی نه شو اوچې ويې نه مومو، نو دانیمګړ تیاوې له منځه وړلی نه شو، چې له منځه يې یو نه سو، له بې وسۍ اوبې وزلۍ ځان ازادولی نه شو. دحل لار دا نه ده چې دطالبانو په شان دهیواد نیم بشري ځواک دعلم دزده کړې نه منع کړو.

د حل لارراته رسول (ص) په ګوته کړې ده. هغه مبارک له هر مسلمان، نراوښځې، غوښتي دي چې:« له مهد ( زانګو ) نه تر لحد ( قبر ) پوري دعلم زده کړه وکړی.» او په بل مبارک حدیث کې يې ټینګار کړی دی چې:« علم زده کړی که په چین کې وي هم.» په هغه وخت کې نه چین اسلامې هیوادواو نه اسلامي علم اوعقیده هلته رسیدلي وو، خو چینايي پوهې، کسبونو او کمالونو د نړۍ په لویو برخوکې ډیرشهرت درلود او رسول ( ص ) دا دخپل امت په خیرګڼله چې ورڅخه برخمن شي. دا لارښوونې راښيي چې دینې اوعقلي علوم دواړه داسلام په مبین دین کې برابرمقام او ارزښت لري، د دواړو زده کړه په هرمسلمان، نراو ښځې، دهغوی په ټول عمراوپه هرمکان کې چې وي، فرض ده. له دې امله بې بي عائشه صدیقه ( ض) ټینګار کوي چې: « دچراغ له رڼا ګټه واخلی اودې ته مه ګوری چې د چا په لاس کې دی.» هو! دا د ټولو مسلمانانو، د ښځو او نرانو، د جونو او هلکانو دیني حق او مکلفیت دی چې د علم له چراغ نه، د هرچا په لاس کې، دهیواد په هرولایت کې او د نړۍ په هر هیواد کې چې وي، ګټه واخلي. هرڅوک چې په هره بهانه د چا په مخ دعلم دزه کړې مخه نیسي او د اسلام په سپیڅلي دین کې د علم مقام او ارزښت راټیټوي د دین نه بې خبره او یا لږ ترلږه پوره ملا نه دی، نیمه ملا دی او د نیمه ملا په هکله خوشال خټک راته ویلي دي چي:

نیــم مــلا، بــلا د د ین ا و د ا یــمان دی       نیــم طبېب خطره د تن دی، هم د ځان دی

د ندا محمد ندیم او خالد حنفی په شان نیمه شیخان او ملایان چې دعلم اوزده کړو سره کومې لوبې کوي په حقیقت کې له دین خپله بې خبري دعلم اودافغان ولس په وړاندې ژوره عقده اودښمني نندارې ته وړادي کوي، خپل ایمان اودافغان ولس راتلونکې د خطر سره مخامخ کوي اوزیان وررسوي، خودا باید په یادولري چې افغانان په دین اودنیا کې دعلم په ارزښت پوهیدلي دي اوپوهیږي چې:

علم دین دی هم دنیا دی       د با د شا هـم د ګــدادی

چې فقیروي علم زده کا      خدای يې لویه مرتبه کا

په هرنیک په بد اشنا شي       د دنیا، د دین بادسا شي

مسلمانان د هغوی په ډله کې افغانان په دې پوهیدلي دي اوپوهیږي چې علم زموږ خالق ( ج ) او د هغه رسول (ص) ستایلی او پرموږ فرض کړی دی، ځکه پرمخ ځې، هیڅوک يې درولی نه شي. علم د نړۍ په سطحه په هرو څلورو کالو کې دوه برابره کیږې، جهل ماتیږي او ورکیږي، د علم په وړاندې دریدل نه شي. په دې حقیقت یوازې ځنې طالبي شیخان نه پوهیږي.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.