په اسلام کې د کار ارزښت او ورڅخه د طالبانو کرکه

لیکونکی: رڼاګل اریوبزی

358

کارپه عامه مانا عمل اوټولو کړووړو ته وايي او په خاصه مانا، چې ددې لیکنې موضوع ده، هغه شعوري او په موخه برابره کړنه ده چې په پایله کې يې دځان اوهم دبل ( کورنۍ اوټولنې ) دپایښت توښه ترلاسه کیږي. یانې انسان دکار په واسطه هغه څه تولیدوي چې دژوند اړتیاوې يې پوره کوي. ټول هغه څه چې مصرفیږي کارپه واسطه تولیديږي. انسان دکار په بهیر کې خپل جسمي اوعقلي ځواک سره یو( متحد ) کوي یانې له سره دخپل پیچلي مغزي فعالیت ( عقل، فکراوشعور) په رڼا کې کار اوفعالیت کوي، دکارموضوع ته د خپلوانساني ځانګړتیاوو یاماهیوي ځواکونو(عقل، فکر، شعور….) په برکت دخپلواړتیاوو سره سم تغیر ورکوي، له لرګي چوکۍ یاکړکۍ اوهم دکارځني افزارجوړوي.کله چې انسان دخپل کاراوفعالیت په وسیله دخپلې اړتیا له مخې طبیعت ته تغیرورکوي ، کانونه راکیندي، په مځکه کرنه کوي اویا له طبیعي موادونه دکار افزاراونورداړتیاوړسامانونه جوړوي، خپل ځان ته هم تغیروروکوي، نوي مالومات اونوې تجروبې راټولوي، دکارمهارت اوقابلیت يې وده کوي. نو ځکه که کار له یوې خوادانساني ژوند داړتیاوودپوره کولو، دشخصي اوټولنیزې شتمنې دپریمانولواودبشري ټولنې دپرمختګ سرچینه ده، نو له بلې خوا دانسانی شخصیت، دهغه دجسمي اومعنوي ځواکونودودې، عزت، میړانې، نیکبختۍ اونوروانساني ښیګڼو اصلي سرچینه هم ده.

داعلت دی چې کارداسلام مبین دین کې وچت مقام اولوړارزښت لري. لوی پروردګارپه قرآن عظیم الشان کې دهرمسلمان دیني اودنیوي برخلیک دهغه په کاراوعمل پورې تړلی دی اوعمل يې دانسان دلارې مل بللی دی. دبشري ټولنې ابادي، پرمختګ اوسوکالي دهغې په کاراوزیار پورې اړه لري. دیني لارښونې او تاریخې تجروبې راښيي چې بیله کاره اوبیله پرله پسې هلوځلو دشخصي او ټولنیز ژوند په هیڅ برخه کې هیڅ ډول پرمختګ دتصوروړنه دی، دهر قوم اوولس پرمختګ اووروسته پاتی والی دهغه قوم په کاراوزیار پورې اړه لري. ځکه:« لوی خدای دهیح قوم حالت ته تغیرنه ورکوي، هرقوم باید خپل حالت په خپله بدل کړي.» او په بل آیت شریف راغلي دي چې:« بې کاراوزیارڅخه انسان ته هیڅ شی هم په لاس نه ورځې.» په قرآن شریف کې ډیر داسې آیتونه شته دي چې ددین اودنیا له پاره دکار اوزیارارزښت راښيي. دهرفرد اوهرولس سوکالي او پرمختګ دهغوی په کار ازیار پورې تړلې دي اوبیله کار اوزیارڅخه هیچا ته هیڅ شی په لاس نه ورځي. حضرت ابوبکرصدیق فرمايي چې:« هیڅ مسلمان ته نه ښايي چې درزق دپیداکولو له پاره کښیني او دعا وکړي چې الله ماته رزق راکړه ځکه تاسې ته څرګنده ده چې داسمان نه سره اوسپین نه راوریږي.» ( دتوکل ترڅنګ عمل اوحرکت ته هم اړتیا ده.) داسلام مبین دین په دنیا اواخرت کې دمسلمان سرلوړي دهغه په حلال کاراوزیار پورې تړي، حلال کاراونیک عمل ددنیا اواخرت له پاره دتوښې دترلاسه کولویوازنۍ لارګڼي. حضرت ابوبکرصدیق ( ض ) ټینګارکوې چې:« هغوی چې داخرت له پاره دنیا پریږدي، منلي نه دي، منلي خلک هغه دي چي ددنیا او آخرت دواړو حق پرځای کړي.» دحضرت ابوبکر صدیق ( ض ) دا مبارکه مقوله راښيي چې مسلمان دحلال کارپه وسیله له یوې خوا په دنیاکې دژوند توښه ترلاسه کوي، ددنیاوي ژوندشرایط جوړوي اوله بلې خوا همداکار دلوی ذات په دربارکې دمسلمان عبادت ګڼل کیږي یانې ثواب لري. داسلام پیغامبرحضرت محمد( ص ) فرمايې چې:« په حلاله روزې پورې هلې ځلې په هرمسلمان اوهرې مسلمانې فرض دي.» دحلالې روزې دپیداکولوله پاره کار په هرمسلمان – نر اوښځې – فرض دی اودفرض ادا کول عبادت دی.حضرت محمد مصطفی ( ص ) په یوه بل حدیث شریف کې فرمايي چې:« عبادت اویا برخې لري، په دې کې دحلالې روزې ترلاسه کولو پاره هلې ځلې ترټولولوی اولوړعبادت دی.» اوپه بل حدیث کې فرمايي:« هغه څوک چې دخپلې خیلخانې دژوند داړتیاوودپوره کولو له پاره هلې ځلې کوي، ترڅوچې دهغوی دژوند وسایل برابر کړي، دخدا تعلی دلارې مجاهد مقام لري.»

کارپوهان په دې عقیده دی چې انسان دژوند داړتیاوو دپوره کولوله پاره کار کوي اوزیارګالي، کله چې شته اړتیاوې پوره کړي، نوره نوې اړتیاوې پیداکیږي اوددي نوواړتیاوو دپوره کولوله پاره انسان نور کار اوزیار ته اړکیږي. دپرله پسې کاراوزیار په پایله کې دانسان کاري ځواک اودهغه دکاروسایل وده کوي. له بلې خواانسانان دځان ځانۍ یانې له له یوه بل څخه ګوښی ژوند نه لري، بلکې ټولنیزمخلوق دی او په دې ټولنیزژوند کې دیوه بل مرستې ته اړتیالري. له یوې خوادانساني ژوند دټولنیزې ځانګړتیا اوله بلې خوادانسان دکاري وړتیا اودکاروسایلودودې په بهیرکې دکارویش رامنځته کیږې، کار په بیلابیلو څانګو ویشل کیږي، ډول ډول حرفې،کسبونه او مسلکونه اوورسره سم ډول دول انساني مهارتونه، قابلیتونه،اوتخصصونه راپیداکیږي اووده کوي. دتاریخ په اوږدوکې ځنې کسبونه له منځه ځي اوځنې نوي راپیداکیږي، خوپه ټوله کې دکاویش پراخیږي، دکسبونواوورسره سم دکسبګروشمیرزیاتیږي. هرکسبګراوهره کسبګره دخپل کسب له لاري دخپلې خیلخانې ژوندبسیاکوي اوله بلې خواټولنې ته خیررسوي: ښوونکې یاښوونکی دنورو اولادونو ته ښوونه کوي، ترکاڼ یاترکاڼه ورته میزونه، چوکۍ، دکورونودروازې، کړکۍ اوداسې نورجوړوي، بزګریابزګره خوراکي ټوکي تولیدوي. ډاکټره یاډاکتردناروغانودرملي کوي اوداسې نور. په دې توګه ټولنیزژ وند نظم، سروسامان مومي اوپرمخ ځي. دپاک اوحلال کاراوکسب له لارهره مسلمانه اوهرمسلمان نه یوازې دخپلې خیلخانې له پاره حلاله روزي پیداکوي بلکې نوروانسانانو ته هم خيررسوي اودبشري ټولنې ددوام بنسټ جوړوي. له دې امله داسلام پیغمبر( ص) فرمايي چې:« دپاک اوحلال کسب لټون فرض دی.»او په یوه بل حدیث شریف کې راغلي دي چې:« کسبګردخدای دوست دی.»

داسلام په مبین دین کې دکاروچت مقام اوارزښت له دې هم څرګندیږي چې هرپیغمبرپه خپله درسالت ترڅنګ په یوه کاراوکسب بوخت و. پیغمبرانودخپلوخیلخانودلګښتونو پیسې دبیت المال څخه نه ترلاسه کولې، ذکات، شکرانواوسخات ته يې لاس نه نیوه او په دیني مقدساتو يې هم تجارت نه کاوه. هریودرسالت ترڅنګ په یوه کاراوکسب بوخت واوپه بشپړه پت اوعزت يې دخپل ځان او خپلې خیلخانې دژوند اړتیاوې دحلال کاراوکسب له لارې پوره کولې. دبیلګې په توګه حضرت موسی ( ع ) دحضرت شعیب ( ع ) سره مزدوري کوله، حضرت داؤد ( ع ) دګنډنې په کسب بوخت واو داسلام پیغمبرحضرت محمدمصطفی ( ص ) دبعث نه وړاندې دشپنتوب اوورپسې يې دتجارت دنده درلوده اودبعث نه وروسته يې دخپلواصحابوسره په ټولوچاروکې فعال ګډون کاوه.

ددې پاس لیکل شوو کرښو لنډه پایله داده چې لوی پروردګاردهرمسلمان اوهرې مسلمانې دیني اودنیاوې برخلیک دهغه په کار اوعمل پورې تړلی دی اوداسلام پیغمبرمحمدمصطفی ( ص ) دحلالې روزې ترلاسه کولوله پاره کاراوکسب ترنوروټولوعبادتونولوړعبادت، کسبګريې دخدای دوست اودکاراوکسب لټون يې په هرمسلمان او په هره مسلمانې فرض بللی دی او هرپیغمبردځان اودخپلې خیلخانې دروزې دپیداکولوله پاره په خپله کارکړي اوزیاريې ایستلی دی. په دې ځای کې دا پوښتنه پیداکیږي چې دا دنن ورځې په اصطلاح دیني عالمان، دازموږطالبي شیخان چې ځانونه ددین مدعیان او دپیغمبرانو وارثان ګڼي ولې پاس په دې لیکنه کې دذکرشووآیتونو اوحدیثونو نه بېخبره دي اوکه چيرې خبروي، نوولې دخدای اودرسول دکلام پروا نه ساتي اوولې دپیغمبرانو په لار نه ځي؟ ولې دکاراوکسب نه، چې ترټولوعبادتونولوی عبادت دی، دخدای دلارې جهاد دی، دلوی خدای دوستي ده اوله دې امله په هرمسلمان اوهره مسلمانې فرض دی، نه یوازې ډه ډه کوي، بلکې دنورو دکار اوکسب دزده کړې مخه هم نیسي؟ منم چې دکسب زده کول، کارکول، دمټواومغز په کارول اوزیارایستل له ستونځو سره تړلي دي، خودالارپه دین اودنیا کې دسرلوړۍ لارده.حضرت ابوبکر ( ص ) فرمایلي دي چې:«  دربړونو اوستونزو زغمل او دالله بندګانو ته داسانتیاوو برابرول رښتینی نارینتوب اوغوره سخا ته ده.» خدای بخښلی ګل پاچاالفت چې زوموږ دهیواد یونامتو دیني عالم شاعر،ادیب اوفیلسوف تیرشوی دی، لیکي چې:

څورکعته نفل کول شیخه دومره ګران نه دي      خدای خوشالول جنت ګټل دومره اسان نه دي

شیخه! که په دې پوهیږې چې نفل مستحب دي اودحلالې روزۍ دپیداکولو له پاره کارکول اوزیاررایستل فرض دي، نو داخرت په تمه دنفلونو په بهانه دکاراوزیارنه ځان مه پټوه، هیمت له لاسه مه ورکوه، راپورته شه، بډې وواهه، ملا وتړه، مټې راونغاړه، دخپل ځان اودخپل اولاد دژوند دبسیا کولوله پاره لاس په کارشه، ځانته اوخپل عیال ته دحلالې روزې پیداکول په تا فرض اوستا مسؤلیت دی، دبل په اوږو يې مه باروه، له خدای وډارشه، لږڅه په زړه کې رحم پیداکړه، دهیواد پاک لمنې جونه او میرمنې دکار اوکسبونو له زده کړې مه منع کوه. حلال کاراوکسب دابادۍ اوسوکالۍ سرچینه ده، کاراوزیاردپرمختګ، ترقۍ اوبل ته داړتیا نه دازادۍ لارده اوورسره سم داکاراوکسب په هرې مسلمانې اوهرمسلان فرض اوترنوروټولوعبادتون لوړعبادت دی اوله دې امله دین اودنیا کې دعزت اوسرلوړۍ توښه ده. کاراوکسب سره دښمني داسلام اوانسانیت سره دښمني ده، دالارددین اودنیادتباهۍ لارده او په افغانستان کې داسیاست دافغان ولس دبې وزلۍ، بې وسۍ اوبربادۍ سیاست دی، نوځکه داسیاست یوناکام اوداسلام اوبشریت په تاریخ کې بې مثله بدنام سیاست دی. که چيرې طالبي شیخان په رښتیا په اسلام عقیده لري اوددې پاک دین نه دامارتي اقتداروسیله نه جوړوي، نوبیدرنګه به نه یوازې په ټول هیواد کې دجونواومیرمنو په مخ دکار اوزده کړولارپرانیزي، بلکې ددیني مدرسوپه تعلیمي نصاب کې به لږترلږه دیوه کسب زده کړې ته هم ځای ورکوي. داکاربه دمدرسوفارغانو ته امکا په لاس ورکړي چې په جوماتونوکې دامامت ترڅنګ په کاراوکسب هم لاس پورې کړي، دحلال کسب له لارې دخپل ژونداړتیاوې په خپله پوره کړي، دبل چا داوږوبارنه شي، بل ته دلاس نیولو، ذکات اوشکرانوته دتمې کولونه ازادشي، سرلوړی ژوند وکړي اوپه عمل کې دپیغمبرانو په لارروان شي. داطالبي شیخان ولې په دې نه پوهیږي چې ددنیا کار او په دې دنیاکې کاراوزیارددین مخالف عمل نه دی، کاراوکسب ددین برخه اوعملي دینداري ده. رحمان بابا وايي چې:

کارهمه واړه موقوف دی       د ســړي پــه مدعا

کـــه دانـــا يې وپــوهیږه       پــه روا پــه نـاروا

فتوا ونیســه پـه مخ کې       پسې مخ کړه په تقـوا

دنیا نه دی هغه دین دی       چې لـه نهې وي سیوا

نــــــــوځــــــــــکــــــــه:

مــاته ملا پــه مشقت په محنت ښـه ده        نــه حــرامــه همیـانې دچاتــرمــلا

ړوند بهتردی چې څه نه ویني په سترګو       نه چې سترګې په پردي حرام که وا

زده کړه، کاراوکسب بل چاته دلاس نیولو، په حرامو دژوند کولو، ګدايۍ، دبل دبنده ګۍ اوهغه ته دسرټیټولونه دازادۍ لارده، دبل داحسان نه ازادي دلوی پروردګار په دربارکې بې ریابندګي ده. دالار دهرفرد، دهرې کورنۍ اودهرولس دپرمختګ، سوکالۍ لارده اودنوروولسونوسره دسیالۍ اودنورودولتونونه دخپلواکۍ لارده. شیخه! ولې په دې نه پوهیږې چې بې کاري اوبې کسبي دیندارۍ ته زیان رسوي، دخدای بنده ګي په ځای پاتې کیږي اودانسان څخه دانسان بنده جوړوي، داستعدادونو دودې مخه نسي ،ننګ اوغیرت له منځه وړي اوانساني اخلاقوته زیان رسوي. حضرت لقمان ( ع ) چې پوهه اوحکمت يې په قرآن شریف کې ستایل شوي دي فرمايي چې:« بې روزګاري اړتیا منځ ته راوړي اواړتیا په دیندارۍ کې خلل اچوي، فکر ته زیان رسوي اومروت ( میړانه ) له منځه وړي.» نوځکه داسلام پیغمبر( ص ) فرمایلي دي چې:« لعنتي دی هغه څوک چې دبل داوږوباروي.» یانې په خپله کارنه کوي اوزیار نه باسي، له ځانه دبل داوږوبارجوړوي اودبل په تمه ژوند کوي. حضرت علي ( ک ) فرمايي چې بل چاته:« تمه مه کوی ځکه دتمه کوونکي په اوږودذلت اومريې توب پړی پروت وي.» وینوچې بیکاري، بې کسبي اوطفیلي ژوند له دیندارۍ سره له سره نه جوړیږي، له همدې امله حضرت عثمان ( ض ) فرمایلې دی چې:« تر ټولو خوار کسب هم دلاس غځولو( خیرات غوښتلو) نه ډیر فضیلت لري.»

کومومبارکو آیتونو، حد یثونواومقولو ته چې په دې لیکنه کې اشاره شوې ده یوازني آیتونه، حدیثونه اومقولې نه دي چې پکې هر مسلمان اوهرې مسلمانې ته په کار، کسب اوزده کړوټینګارشوی دی، بلکې نور آیتونه، حدیثونه اومقولې هم شته چې کار کسب اوزده کړې يې په هر مسلمان ( نر اوښځه ) فرض ګڼلي دي. زموږ طالبې شیخان یا له دې مقدسواسنادو له سره خبر نه دي اوکه چیرې خبر وي، نوداسې ښکاري چې دخدای ( ج ) اودرسول ( ص) دکلام پروا نه لري. دحلال کاراوکسب په هکله هیڅ نه ترې اوریدل کیږي اوځنې يې لادعقلي علوموزده کړه مباح ګڼي، ښځي کاراوجونه زده کړو ته نه پریږدې، تعلیمي سسټم دزوال په لوربیايې اوپه دې ډول دکاراوکسب پوهنیز بنسټ له بیخه ورانوي. همداوس مې په یوه رسنۍ کې ولوستل چې دطالبانو دلوړوزده کړووزیر ندیم دملي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې:« هره مسلمانه خور مالي حق، علمي حق، او د عزت حق لري، دا مسوولیت او مکلفیت دی چې وریې کړو، څه چې خدای پاک په دین کې وايي، هغه خامخا ورکوو، خو بیړه مه کوئ چې ولې دا کار ژر نه کیږي.» له دې څرګندونو نه داسې ښکاري چي داسلامي امارت دلوړوزده کړو وزیرلا په دې نه دی خبرچې لوی پروردګار په هره مسلمانه خور، موراولوردلمونځ اودحلال کسب اوکار په شان دعلم زده کړه هم فرض کړې ده. طالبانوددې فرض دادکولو مخه نیولې ده. دفرضوداداکولومخنیوی، که یوه ورځ هم وي، دلوی خدای دامرون په وړاندې بغاوت دي اوله بلې خوا دښځینه جنس دزده کړواودکاراوکسب مخنیوی دهغوی په حق تیری دی. خدای تعلی هره بله ګناه بخښي خودانسان په حق تیری نه بخښي. په هره اندازه چې دزده کړو، دکاراوکسب مخنیوی، او دافغاني جونو اومیرمنوپه حق تیری دوام کوي په همغه اندازه دین اودنیاته زیان رسوي. دطالبانوداکړنې هیڅ ډول دیني اوانساني مشروعیت نه لري. په دې هکله مو دځنې شیخانو دروغجنې وعدې، فتواګانې اوبهانې ډیرې واوریدلې، هیڅوک پرې باور نه کوي. په بیړه عملي اقدام په کاردی. وخت تیریږي، هیچاته انتظار نه باسي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.