پښتو غني کول

ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 985

پښتو ِغني کول او پښتو  اړتیا وړ کول.

پښتو غني کول او پښتو اړتیاوړ کرځول دا دوه یو د بل سره مخامخ او په څټ اړیکې لري، دا په دې پرېپوهېدنه، چې که پښتو غني شي، نو اړتیاوي پوره کوي او که پښتو اړتیاوې پوره کړي، نو پښتو به غني شوې وي.

لومړی: څه تر اوسه شوې یا نه دي شوي؟

 دویم:  نو څه باید وشي، چې د اړتیاو پوره کېدو ته ورسېږو؟

پیلیادونه: د پښتنو هغه زیاته برخه لا تراوسه خپلې زدکړي په پښتو نه کوي، نو دا پیداېښتي ده، چې بېرته یې په پښتو نه شي ورکولی، که استاد دۍ او که بل څه مامور. دوي له ښونځي څخه نیولې تر پوهنتونه هغه پوهنیز نومونه هم په پښتو نه زدکوي، نو هرومرو پرې پوهیږي هم نه. تر اوسه خو داسې ده، چې دیو څه په پښتو پوهېدلو ته ان پښتون هم نه دۍ اړ شوی او د خپلې ژبې سره هم داسې د اړتیا په بنسټ مینه نه شي پیداکولی یا نه پیداکوي یا نه شي لرلی او زیات یې په دې اند هم دي، چې څه پروا لري، ژبه د پوهېدلو او پوهولو اله ده او بس، چې دا پوره تېروتنه ده. خبرې راڅخه اوږدیږي. زه هڅېږم، چې هرڅه لنډ ولیکم، خو نه کیږي.

لومړي ته:

۱ . ۱-  داسې به نه وایم، چې په ژبه کې هيڅ نه دي شوي، خو موږ تراوسه هغه بنسټیزې زدکړې، چې د ښونځې زده کړې دي، په پښتو نه دي کړي. دا به پښتنو ته لږ ستوغه وبرېښي، خو دا تاسو له ساده ژبې، چې د کلو پښتانه یې هم وایي، نور څه په پښتو ویلي او په څه یې پوهېږو؟

موږ په پښتنو ځایونو کې پوهېږو، چې د بېلګې په توګه غونډوسکه، پنډوسکه یا توپ څه شی دۍ، خو که څوک هم راته ووایي، چې عرب دې ته کورة وایي، ورته خاندو او داسې ویېنې راته لیونۍ برېښي، ځکه چې هغه څه چې په ښونځي کې موږ په ځمککچپوهنه کې وایو، هغه کرة ده او غونډوسکي سره سر اوکارنه لري. او یا که څوک ووایي چې کونج ته عرب زاویه وایې، داخو هم درپورې خاندي او که پروت ولاړ  ته افقی او عمودي وایي، دا خو نو لا نور هم پسې خرابېږي.  په ښونځې کې مو نه دي زدکړي، چې د عربي مایع موږ بهېدونکي بولو، نو دا خو  موږ لږ د مخه ناسم اوبلن کړی.

۱ . ۲ – د نوو ویونو جوړولو کې، چې تر اوسه یا تر هغې مو نه لروده، زموږ مشرانو پوهانو د ویاړ وړ کارونه کړي، چې دابه ورته د راتلونکي ځوانانو هېر نه شي او ویاړ به یې تل وي.

سره د دې ټولو کارونو منځ کې تېروتنې هم راځي، چې هغه هم د ویاړ کارونه دي، خو هغه تېروتنو ته یې، چې موږ ګوته ونیسو او داتېروتنې په اوسني پوهنتوان باندې روښانه کوو، نه دا چې دامو یواځې دنده وي، دایو اړین کار هم دۍ، څوک چې کار کوي، نو ناسمونونه به ورسره وي او د ناسمونونو سمول دانه په ګوته کوي، چې زموږ د مخکني پوهانو د کارتوان او کار بې ارزښته یا کم ارزښته شي. د دوي کارونه به تل ستر او د ویاړوړ باتې وي.

بېلګې: ګوري درملتون، ښونځۍ ښونکی، زده کونکی، پوهنتون، پوهنځي داڅومره ښکلي او په زړه پورې نومونې دي او هر پښتون ورته پوره خوښيږي، خو د دې ښه نومونو په ترځ کې کله، کله داسې یو نیم نوم لکه روغتون هم راځي، چې که دا رغنتون، رغنځۍ یا ناروغتون بللشوی وی ڼو هغه خپله موخه به یې ښه او سمه روښانه کړې وی.

۲ – په دې لنډ تېر وخت کې ځنو ژبپوهانو هڅې کړي، چې د کوم وی په پرې پوهېدنه یې  په پښتو نه پوهېږي، هغو ته یې په پښتو غوښتلي انډول پیدا کړي، چې لږ ترلږه یې په یوه کې زه هم وم.

— موږ څه کوو او څه مو د دې ګام لپاره کړي؟

— پښتو سوچه کول او د دباندنیو ویونو ، چې نه پرې پوهېږو، په پښتو نومول، داپه دې پرې پوهېدنه چې موږ یې انډول نه لټوو او یو نوم ورته د پوهنیز بنست او څېړنې څخه پرته ټاکو او له دې امله ځنې ژبپوهان وایي، چې ژبه قرارداد دۍ، نو په څه چې پرېکړه وشي، هغه باید ومنل شي.  په دې هکله لږ تر لږه  زه په دې اند نه یم او په پوهنیزه دلایلو. په دې هکله مې لیکنې شته.

ژبه پیداېښت دۍ او پیداېښت کې قرارداد نه شته، د هرې بلې ژبې  د پیداېښتي وییونو انډول په پښتو کې شته او هغه باید ولټول – او ومیندل شي. ډېر کم داسې نومونه او ویونه به پیدا شي، چې په پښتو انډول ونه لري

— یوه بله ستونځه چې موږ لرو، هغه داده، چې پښتو سوچه کونه غواړو، خو که څوک هغه پوهنيز څه په پښتو انډول ولیکي بیا وايي، چې دا لیکنه ستونځمنه ده او څوک نه پرې پوهیږي. دا چې ټولیزه کیږي، وخت غواړي، دا په دې پرېپوهېدنه ، چې د خپلې ژبې د ویونو ټولیزوال وخت غواړي، خو زه په دې اند نه یم، پښتو ویونه، چې هرڅنګه هم وي، پښتون پرې پوهېدلی شي او پرې پوهېږي.

بېلګې یې:

زموږ پښتو پوهانو غوښتل د عربي مایع لپاره پښتو نوم پیدا کړي، نو په هغې یې پرېکړه وکړه، چې دادې اوبلن وي، چې مایې په همغه وخت کې هم مخوامخوالی وکړ، خو د پرېکړې خبره وه.

دې ته به ګوته ونیسم- لکه تل- چې د داسې لږ د شیانو یا تنونو د خوي له مخې د ما لپاره انډول په پښتو کې له  پداېښته شته او دا بهېدونکی دۍ. دازه نور نه غزوم، په دې هکله مې لیکنې شته او په پوهنیزه لار دپیداېښت له لارې  سره سم اباد دي.

کله کله داسې کیږي، چې یو کس – په خپله خوښه، بې له دې چې په پسې راتلنه او ناسمونونو یې پوه شي- د یوه شته وي لپاره یو بل وی د دې وي د تخریب په بڼه یا د تخریب سره سم پیدا کړي او هغه بیا ډېر زر زموږ د لیکوالانو او پښتوپوهانو، بې له دې، چې فکر په کې وشي یا د ژبلار له لارې ورته پام وشي، ومنل شي لکه د سلم په ځای چې سلن وایې او دا له هره اړخه، که شمېرپوهنیز او ژبپوهنیز وي ناسم او پوره ناسم دۍ. ( په دې هکله مې لیکنه شته). دا باید ووایو، چې د موږ د لیکلوست خاوندان ناسم ویونه ډېر زر خپلوي او کاروي یي، لکه همدا د مخه سلنه او اوبلن.

دویم :  نو څه باید وشي، چې د اړتیاو پوره کېدو ته ورسېږو؟

دویم ته: د هیواد او همداسې دژبې وده خو تل د حکومت دنده ده. دا چې دموږ ستونځې لا تراوسه ډېرې دي او حکومت مو د دې جوګه نه دۍ، چې داسې اړیین کارونه سرته ورسوي، نو باید دې ته یې اړ کړو او دا روا غوښتنې وغواړو.

نو څه باید وکړو:

۲ . ۱ – د ژبې وده د حکومت په څلوردیوالی کې.

د ژبې د ودې لپاره هڅې -لکه ګوته مو چې ورته ونیوله- هممهال باید له ښونځې پیل او پوهنتونونو ته ورسیږي.

نو څنګه:

پیل به د لومړي ټولګې څخه تر پوهنتون پورې غبرګې مخې ته بیایو. اوس موږ په هر مسلک کې په هرځای کې پوره توان لرو، چې هر څه مو په پښتو کولی شو او دا باید په پښتو وي. دا چې باید په پښتو وي، نو د دې پرېپوهېدن  څه ده؟

موږ باید د ښونځې او پوهنتون کتابونه په دا تراوسه ورسره بلده پښتو نه،  چې مسلکۍ نومونه مو پښتو نه وي.  دا مسلکي نومونه باید پښتو شي، دا په همغه انډول پښتو، داپه دې پرېپوهېدنه چې د بېلګې په توګه په شمېرپوهنه کې دا ضرب زباني په پښتو واړول شي، نو څه به ورته ووایو؟

که دا له فارسي همداسې په پښتو انډول واړوو، نو د ،، ژب – يا ژبنی ضرب یا ځل به مناسب نه وي.  موږ خو اوس  په نورو ژبو هم پوهېږو، هغوي کې ګورو، چې هغوي څه ورته وایي؟

د الماني انډول پښتو کې  ،،یوځل یو،، دۍ او دا ډېر مناسب بلل دي، ځکه ضرب زباني ،، د ژبې ځل،، ښه نه راځي.

نن زموږ پوهان په داسې حالت کې دي، چې دښونځې هر عربي وی د نورو زده ژبو په مرسته یاخپله د عربي په مرسته، چې په عربي پوه وي یا په عربي پوه څخه وپوښتل شي،  په پښتو کولی شو. له دې سره مو لوستنه ډېره ساده او زر پوهوړ کېدی شي.

ما په خپلو لیکنو کې ټوله ګټه له الماني څخه لاس ته راوړي یااخستې، چې – ګومان مې دۍ – ښه انډول هم ترې لاس ته راځي.

دموږ لپاره ټولې شونتیاوې اوس شته، موږ د مسلکي ادبیاتو ميندلو لپاره اړیین نه یو له کوره ووځوـ په دېره بخښته، چې دا لیکم، پوهېږم، چې شمېرونې ته لاس رسی بایدولرو، خو دا کسان، چې داکار کوي یا یې کولی شي، هغوي ورته هرومرو لاس رسی لري- دا اوس کورته راته راغلي او دا هم شونې ده، چې د هرې ژبې ویونه په بله هره ژبه پیدا کولی هم شو.

زه  له الماني ژبې څخه په دې وپوهېدم، چې کرة باید غونډوسکه یا غونډاری وي، چې په وروسته کې مې بیا له الماني څخه دا هم وموندله، چې د فوټبال یا الماني فوسبال انډول په عربي کې ،، کرةالقدم،، دۍ.  دا هر څه اوس په نړیوال جال کې شته، په کور کې ورته لاسرسی لرو.

له ټولو هغو کسانو، چې په وتلې بله ژبه پوهېږي، لږ تر لږه دا مرسته وکړي، چې د خپلې ريښې دا د لومړنیو ټولګیو مسلکي ویونه په پښتو کړي، چې یوه وړه ډکشنري ترې جوړه شي.

لنډ: دپښتو وده په دې پرېپوهېدنه چې مسلکي وییونه دې په پښتو شي، چې هرومرو اسان دي. له ښونځي تر پوهنتون او وراخوا.

یوه بېلګه به له کور راوړو: پوښتنه به دا وي، چې موږ  به د انګرېزي په سویچ یا الماني شالتر ښه وپوهېږو، چې په دې ژبو نه پوهېږو او که  په پښتو یې، چې له دې ژبو یې انډول پیدا کړي او دا یې هرومرو شته.

که دا له الماني او انګرېزي په پښتو  وژباړو، نود دې انډول تړونی دۍ، که داڅوک غواړي او که نه. دا دوه برېښناوړوني سره تړي او همداسې بېلوي، خو له تړنبېلوني څخه یې دا تړونی لنډ او ښه دۍ.

زه په دې اند یم، چې هر څه په پیداېښتي توګه بله ژبه کې شته وي، په پښتو کې هم شته.

ما شمېرپوهنه په پښتو  کړې او داسې څه فزیک او زموږ پښتانه وایي، چې پرې پوهېدل ستونځمن دي.

ډېر وبخښۍ، ما نه ده په پښتو کړې، ما یې د دباندنیو ژبو څخه انډول په پښتو پیدا کړی. زه په دې اند یم، چې پرې پوهېدل ستونځمن نه دي، خو نابلده او دا نابلدتیا پرېښول پخپله  ستونځمن کار دۍ.

یوه هیله او ډېره اړیینه هیله به داوي، چې وییونه به توکلي نه جوړوو، چې ګوندې دا ښه دۍ یا دا. ویونه باید  په پوهنیز بنسټ ودان وي او د بلې ژبې سره هم انډول  او خپله موخه ښه روښانه کړي، که نه راڅخه خروبیږي.

لنډ:

 ۱ . ۱ – پښتانه باید خپلې زدکړې او ورزدکړې په پښتو وکړي او په هرځای کې ورته دا امکانات باید برابر وي. دا  د امکاناتو شتون قانونې امر دۍ.

۱ – موږ باید خپلو د ښونځي او پوهنتون کتابونو کې هغه ویونه چې عربي او یا د بلې ژبې وي، په پښتو انډول ولیکو او دا کار کېدونکې دی. دا داسې ویونه دي، چې په هغه پېژند یې پوهیږو، خو په  پرېپوهېدنه یې – چې څه ده – بیا نه پوهیږو.

 ۱ – موږ باید خپل کتابونه همداسې مسلکي کتابونه – له ښونځي نیولې تر پوهنتون پورې – د مسلکي ویونو سره په پښتو کړو، دا په دې پرېپوهېدنه چې کتابونه په پښتو او هر مسلکي وی ته هم پښتو انډول ولتوو.  داشته، پرته له ډېرو کمو.

۲ – هغه ویونه چې بلې ژبې ته هم نوي ننوتي وي، هغه یا همهغسې او یا د هغه څه د خوي سره سم ورته څه پیدا کړو او یا یې لږ ترلږه په لیکنه کې شننیز روښانه کړو.

۳ – ځنې وییونه او نومونه د تخنیکي نوښت او د ټولنې د ودې د اړتیاو په بنسټ منځ ته راغلي، هغه باید همهغسې وي، لکه ستاندارد. نه پوهېږم، چې عربي معیار هم همدا ستاندارد دۍ، که څنګه؟

زما تجربه: زه لوړه کوم، چې د ځان ښودل نه دي. موږ هر پوهنیز څه په پښتو او انډول پښتو لیکلی شو او په ژبه کې مو شته. ما دا کار شمېرپوهنه کې کړی او د شمېرپوهنې څلوېښت کتابونه مې  له ښونځې تر د پوهنتون زدکړو پورې موخه ور سرته رسولي او همداسې په فزیک کې داسې لږ څه هم د درې کتابونو د ژباړې سره.

همداسې که دما ادبي او دژبپوهنې په هکله او دپښتو ژبلار(ګرامر) وګورۍ، نو وبه وینۍ، چې په خپله ژبه  کې هر پوهنیز څه پوره کیږي او وبه ګورۍ، چې دما لخوا دباندني ویونه ډېرکم کارول شوي.

که تاسو له ما سره په دې کار مرسته وکړۍ، ناسم څه په کې سم کړو او یا دا د ما مړلاتړ وکړۍ.

هیله ده، چې د یوه زاړه افغان مشوره مو زړهبدي نه کړي او هغه دا ده:

د ژبې وده مو بې له یوې دباندنۍ ژبې د ښې زدهکړې پرتهناشونې ده، نو:

۱ – د خپلې ژبې په څنګ کې مو باید د باندنۍ بله ژبه لکه انګرېزي ښه زده وي.

۲ – په هر مسلک کې باید مسلکي کسان ښې ژباړې وکړا شي.

۳ – په نورو ژبو کې له پیداېښته شته ویونه زموږ ژبه کې هم شته او هغه باید راپیدا شي.

۴ – که دباندنی وی هرومرو باید راشي، نو هغه باید په پښتو د ښې پوهېدنې لپاره روښانه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply