د طالبانو نظامي زور،عقلي او سیاسي بې وسي

رڼاګل اریوبزی

472

د طالبانوځنې مخالفین هغه له سره شیطانان بولې اوپکې د افغانیت اوانسانیت نښې او نښانې نه ویني. زه په دې ډله کې نه یم. طالبان بیا ځانونه د اسمان فرښتې او د هرډول عیب او تیروتنې نه پاک ګڼي. دطالبانو په فکرپه دې نړۍ کې دنورو مسلمانانو اسلام یو کچه اسلام دی او دلوی خدای د دې پراخې مځکې په سر یوازې د دوي اسلام سوچه سوچه او ترټولو سوچه اسلام دی. که دا خلک غواړي چې په رښتیا سوچه مسلمانان اودجنت مستحق وارسان شۍ، نوباید د تمد ن، دخپل سراو خپل نظرنه لاس په سراو دهیبت الله په لارروان شي. په دې ټکي کې چې، طالبان ځان ویني او جهان نه ویني، د دوی لاره جدا زما جدا ده، فیصله ده پټه نه ده برملا ده.

زما په اند طالبان د نورو انسانانو په شان انسانان دي چې هم وجدان لري او هم نفس وشیطان لري، هم يې دوجدان په حکم ښه کارونه کړی دي او کوي يې اوهم يې دنفس او شیطان په غوښتنه غلطې چارې کړي دي او لا دوام ورکوي. په دې کې به خیر وي چې ترخپله وسه د ښو اوبد ترمنځ توپیروکړو، ښې کړنې يې وستایواو بدې يې دلیکنواو که ضرور شي دلاریانونو او اعتصابونو له لارې ترهغو پورې وغندواو ورټو، ترڅوچې لاس ترې واخلې. زما په فکر دطالبانو ښې کړنې دادي:

۱- د اشغال اود اشغال ګرو دلاس پوڅو، غلواوداړه مارانو نه دافغانستان ازادول. ( که څه هم ځان وژونکي بریدونه او دسرک غاړې ماینونه مې د دوی دجهاد سمې لارې نه دي بللي او نه يې بولم. ) په افغانستان کې د امریکايي وسلو ازمویلو، په وادونواو دجنازو په مراسمو بې رحمه بمبارونو، شپنیو عملیاتو، په بګرام، ګوانتانمواونورو امریکايي زندانونوکې دزندانیانو سره وحشیانه چلند ته دپای ټکی ایښودل، یوه لویه تاریخي لاسته راوړنه ده چې که دسم سیاست له خوا تعقیب شوي وای اویا تعقیب شي نودافغان احسان منونکې ولس له خوا به يې زیات درناوی اواحترام په ځای شي.

۲-امریکایانونه غوښتل اویا بریلي نه شول چې په خپلو انډیوالانویوواکمن مرکزي حکومت جوړکړي اوهغه څه چې دحګومت په نامه يې رامنځ ته کړل په حقیقت کې یوه بې کفایته فاسدالطوایفي وه چې مرکزیت يې نه درلود اوژوند يې زموز په هیواد کې دامریکا دنظامي ځواکونو په شته والې پورې تړلی و. که څه هم دفاسدالطوایفې د سیاسي او اخلاقي کمزورتیا په پایله کې نظامي کمزورتیا د طالبانو له پاره واک ته درسیدولارډیره اسانه کړه، خوسره له دې هم دا افغا نستان ته دطالبانو یوتاریخې خدمت و چې په نظامي زوراوډسیپلین يې دفاسدالطوایفې ګیلم جم کړاود یوې تبا کونکې کورنۍ جګړې مخه يې ونیوله.

۳- بل کوم غټ ګام چې طالبانو دملي یوالي اوملي ګټو په لور پورته کړی دی، هغه خپلومخالفانوته دعمومي عفوې اعلانول دي. موږ ولیدل چې د ډاکټر نجیب حکومت د نسکوریدو نه وروسته جنګسالارانو په کابل او دهیواد په نورو ښارونو څه حالت راوست. دامو هم ولید ل چې په اصطلاح دبشري حقوقو ملا تړې امریکازموږ په هیواد باندې دیرغل په پیل کې دخپلو افغاني نوکرانو سره یوځای په لیلي دښته کې کوم بوږنوونکي ضد بشري جنایتونه ترسره کړل اوپه څه ډول يې تسلیم شوي طلبان شهیدان کړل اونور يې په بګرام او ګونتنامو زندانونو کې سکنجه کول. د دي وحشتونو په خلاف طالبانو نه یوازې خپلو مخالفانو ته عمومي عفوه اعلان کړه، بلکې ترډیره يې عمل هم په وکړم. دا نه وایم چې دلته یا هلته به کومې سرغړونې نه وي شوې.خو هغه څه چي د طالبانو کورني او بهرني مخالفان يې په دي برخه کې خپروي، له سره له مبالغې ډک سیاسي تبلیغات په نظر راځي. دفساد اوغلامۍ وتلي سرګروپان حامد کرزی اوعبدالله عبدالله او دتیر نظام ځنې نور لوړ پوړي چارواکي روغ رمټ په کابل کې ژوند او بهر ته هم سفرونه کوي.

۴- د طالبانو په هکله ویل کیدل چې فاسد نه دي او دا هلې ځلې هم کوي چې په لیکو کې پې فساد ریښې ونه غځوي، خوسره له دې هم دحکومت ترنیولو وروسته په دې یا هغه ویبساېت کې په دوی هم دبډواخیستوتورلګول کیږي. په تیره بیا د کورنیو چارو په وزارت کې دپاسپورت ریاست په هکله ویل کیږي چې هلته هر پاسپورت په ډالرو پلورل کیږي.

۵- د امیت په برخه کې يې تر اوسه دلویو جګړو مخه تر یوې اندازې پورې نیولې ده، خو ترورستي او ځان مرګي بریدونه لا دوام لري چې د قربانیانو شمیر يې تر دې د مه اوه سوو ته رسیږي. دجنایت په ضد هم د پاملرني وړهلې ځلې کوي او یوڅه لاسته راوړنې هم لري. په ټوله کې ویلی شو چې امنیت دتیر پر تله دطالبانو په واکمنۍ کې ډیر ښه او په دې برخه کې دخلکو ژوند یو څه ارام شوی دی. خو دطالبانو دالاسته راوړنې چې تر ډیره په نظامي زور بنا دي دهغوی د وروستیو کړنو تر سیورې لاندې راغلې دي، عقلي او سیاسي کمزورې یې خلک ناراضه کوي، له ولسه ځان تجریدوی او په خپله سرزورۍ خپله واکمني او په هیواد کې سوله او امنیت دګواښ سره مخامخ کوي. دا لاندې سیاسي اوعقلي کمزورتیاوې او تیروتنې دپام وړ دي:

۱- سرپرست حکومت: د طالبانو حکومتي اداره تراوسه پورې موقتي اداره ده او هیڅوک په دې نه پوهیږي چې ولې اوترڅه وخت پورې به موقتي پاتې کیږي. دا چې شیخ هیبت الله په هرو څو میاشتو کې یوڅو لوړ پوړي چارواکي، بې له دې چې کوم مسلکي یا سیاسي لامل يې په ګوته شي، له خپلو دندو برطرفوي او په نورودندو يې ګماري، بله دپام وړګټه نه لري، اوله دې لارې یوازې په طالبانو باندې دخېل تسلط درجه ننداری ته وړاندې کوي.

۲- بې قانونه دولت: په ټوله نړۍ کې یوازنۍ دولتي اداره ده چې بې قانونه حکومت چلوي اوحتا په خپلو سیاسې سترګو د قانون جوړولواونافذولو اړتیا هم نه ویني او کله کله يې له خولې راوزي چې شرعیت زموږ قانون دی اودا قانون له انساني تیروتنو پاک او مکمل خدايي قانون دی. کله چې شرعیت لرو، بیانو د انسان په لاس جوړشوي قانون یا قوانینوته اړتیا نه وینو. حقیقت دادی چې هیڅ مؤمین دمبارکو ایاتونو اوحدیثونو په تقدس شک نه لري، خو په دې هم پوهیږي چي داسلام پیغامبرحضرت محمد مصطفي ( ص ) درحلت سره سم دوحې او سنتو لړۍ هم پای ته ورسیده. له هغه وخته تر نن پورې څه ناڅه ۱۴ پیړۍ تیرې شوي دي چې په بهیر کې يې د بشردټولنیز ژوند په ټولو برخو( علم، تخنیک، تولید، ترانسپورت، مخابرات، مالومات او نورو ) کې ډیر بدلونونه رامنځ ته شوي دي چي نوې اقتصادي مؤسیسې اونوي حقوقي چلینجونه يې زیږولي دي. دبیلګي په توګه که په ټولنیز ژوند کې یوازې مخابراتي برخه په نطر کې ونیسو نو وینو چې په هغه پخوانیو وختومهم او داړتیا وړمالومات دکاروانونو اوځانګړو استازوپه واسطه وړل او راوړل کیدل، ورپسې دکوترواوآینوڅخه هم په دې برخه کې کار اخیستل شوی دی. د تیلیګراف، تلیفون، فکس اودانترنیټ بیلابیلو شبکو کشف، جوړول او کارول دکار دنوي ویش، تنظیم، علمې څیړنواود نوواقتصادي بنسټونو سره نه شلیدونکی پیوستون لري چې چلند يې په خپل وار حقوقي چوکاټ غواړي. دنوي تخنیک په هکله مالومات او دهغه د کارونې په پایله کې رامنځته شووحقوقي پوښتنوته ځواب په مقدسو نصوصوکې نه پیدا کیږي. خولوی پروردګار انسان ته عقل ورکړی دی او دعقل دودې اوځواکمن کولو له پاره يې په انسان دعلم زده کړه فرض کړې ده. دعلم زده کړه ځکه فرض ده چې په رڼا کې يې نه یوازې تخنیکي اوتکنالوژیکي انقلابونه ترسره کیږي بلکې د دې انقلابونو په پایله کې رامنځ ته شوو حقوقي چلینجونو ته هم ځوابون پیدا کولی شو یانې اړوند قوانین وضع کولی شواو دهیواد والو فردي اوټولنیز ژوند له زوراوتیري نه ساتلی شو. د بې قانونه حکومتولۍ نه دظلمت او دځنګل حکومتولي جوړيږي، هلته زور حکمران شي اوحق تر پښو لاندې کیږي، نارضایتي را پیدا کیږي او کله کله داسې لوی سیلاب ترې جوړیږي چې دا بې قانونه حکومتولي پکې ډوبیږي له منځه ځې اوړنګیږي.

۳- کد ري سیاست: رسول ( ص ) په خپل وخت کې« زید » چې یو وخت غلام و، دقریشوپه لښکرکې دافسر په توګه وټاکه او دهغه زوی « اسامه » يې دهغه لښکر قومندان کړچې د پیغمبر ( ص ) لومړي یارحضرت ابوبکراو دوهم یار حضرت عمر په دې لښکرکې دساده سپاهیانودنده ترسره کوله. باید هیرنه شي چې نه « زید » او « اسامه » ته په خپلو مقامونو کې کوم غرورپیداشواونه د ابوبکراوعمر په اخلاص کې کوم قصور پیداشو. په اسلامي ټولنه کې هرچا د حضرت ابوبکراوحضرت عمرلوړشخصیتونه او ورسره سم دهغوی مقامونه پیژندل، خوپه حربي چارو کې « زید » اوزوی يې    « اسامه » لوړ مهارتونه درلودل او داسلام پیغمبر( ص ) اهل کار ته دکا په سپارلوکې د بري رازونه لیدل او په دې لار لویولویو بریاوو ته هم ورسیدل. طالبان چې ځانونه تر ټولو ښه او سوچه مسلمانان بولي، په دې برخه کې هم درسول        ( ص ) په لارنه ځي. دوی که څه هم دولتي بستونه د تیر نظام د چارواکو په شان په پیسو نه پلوري، خوبې له دې چې مسلکي وړتیاته پام وکړي، په خپلو نږدې ملګرو او خپلوانو يې ویشي. لولم چي دځینو روغتونونواونورومسلکي مؤسیسو رئیسان يې هم ملایان مقررکړي دي. طالبي ملایانو خپل کسب – دجوماتونوامامت او په مدرسو کې استادي –  چې ترټولو مقدس کسبونه يې بولې، پریښودل او د دنیاوي ګټو، دنورو ترڅنګ د دوهم، دریم اوڅلورم واده دمادي امکاناتو دترلاسه کولو له پاره يې په دولتې چوکیو چې له سره يې مسلکي صلاحیت نه لري، منګولې ولګولې. ملا رئيس کیدلی شي خو ډاکټر کیدلی نه شي، په روغتیايي چارو يې سر خلاصیدلی نه شي اوورسپارل شوی کار په بري سرته رسولی نه شي. طالبان په دې کؤنو په ولس کې باور له له لاسه ورکوي، دخپل دولت کاري وړتیاته زیان رسوي، هغه په خپل لاس کمزوری کوي اوملايې ماتوي.

۴- د افغاني میرمنو او په هیواد کې دپوهې په ضد جهاد: طالبان په اصغریا کوچني جهاد دومره مین او مشغول دي چې په اکبریا لوی جهاد يې عقیده له لاسه ورکړې ده اویا يې له سره ورته پام نه دی. اکبر جهاد دخپل نفس په ضد مبارزې ته وايي. یانې داچې مسلمان باید تر څه د مخه په خپل ځان کې خپلې ګناوې، تیروتنې اونیمګړتیاوې ولټوي، پیدا يې کړي او په اصلاح کولويې لاس پورې کړي او په راتلونکې ژوند کې يې دامکان تر برید پورې مخه ونیسي. اکبر جهاد خپل عمل دلارې مل ګڼي، هغه ته دانسان پام راګرځوي اودخپل عمل د پرله پسې اصلاح کولو غوښتنه کوي، نوځکه هم دانساني شخصیت د داخلاقي، علمي، مسلکي او دهغه دحقوقي شعور په سالمه وده کي بنستیز رول لوبوي. داکبر جهاد په لار روان انسان دجهان ټولې ښیګڼې نه انحصاروي، ځان د ټولونیکیواو بل دټولو بدیو سرچینه نه ګڼي، ځان د بل انسان په شان دخدای مخلوق ګڼې او دانسانانو ترمنځ حقوقي برابري مني او له دې لارې په ټولنیز ژوند کې دتوپیر، تبعیض، لوړتیا غوښتنې اوجګړولاملون له منځه وړي، په سوله کې دورورۍ اوحقوقي برابرۍ بنسټونه جوړوي. په دې توګه اکبر جهاد داصغرجهاد اړتیا هم له منځه وړي. خو طالبان یوازې اصغر جهاد مني او اکبر جهاد ته اړتیا نه لري، ځکه چې په ځان کې هیڅ ډول عیب یا ګنا، تیروتنه یا اشتبا نه ویني اودا ټول له ځانه غیر په نورجهان کې لټوي اوپه ضديې خپل جهاد ته دوام ورکوي. لومړی به له ټولوافغانانو نه دځان په شان سوچه مسلمانان جوړوي، ورپسې به دا سوچه اسلام د نړۍ نورو مسلمانانو ته ورښيي اوپه پای کې به په کفري جهان داسلام مبارک دین مني.

اوس اوس خودلومړیتوبونواوشرائطوسره سم په هیواد کې د ننه دافغاني میرمنواو دپوهې اومعرفت په ضد جهاد لګیادي. دوی دافغاني ښځودود یزې جامې چې دملي او اسلامي کلتور نمایندګي کوي، داسلامي حجاب په توګه نه مني، په هغوی نوی طالبي حجاب تحمیلوي. که څوک يې مخالفت وکړي، نود شیخ بسمل په غوښتنه باید داسې وځپل شي چې دسرغړونې توان له لاسه ورکړي. دجونو په مخ يې دمنخنیو او ثانوي زده کړه دروازې وتړلې، په غیر دولتي مؤسیسو کې يې دښځو په کار اوپه پوهنتونونو کې دجونو په زده کړه بندیزونه ولګول. په راتلونکې کې به په دې برخه یوڅه مفصل بحث وکړو خودلته دیوه ټکي یادونه کوم او هغه داچې طالبان دا موضوع د دوی او دنړیوالو ترمنځ داختلاف موضوع ګڼي، خو حقیقت دادی چې دا ترڅه دمخه دطالبانواوافغانانوترمنخ لانجه. طالبان دافغاني جونواومیرمنو په حقوقو تیری کوي او په افغانستان کې دپوهې او معرفت بنسټونه ورا نوي، نوځکه دا ترهرچا دمخه دافغانانو دنده ده چې یولاس او یو موټی يې په وړاندې ودریږي او پرې نه ږدي چې طالبان  دې داسلام ، انسانیت او ملي ګټو ضد مو خې ته ورسیږي.

 

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.