د زده کړو او ښځینه جنس په وړاندې د «جهاد» دوام

رڼاګل اریوبزی

431

طالبانو د امریکا په مشرۍ دبهرنیواو د کورنیو لوټمارانواو جنګسالارانو په ضد څه ناڅه شل کاله طالبانی جهاد وکړ. د دې جهاد په بهیر کې هم طالبانو، هم يې مخالفانو او تر دواړو د مخه عام ولس زیات ځاني اومالي زیانونه وزغمل. ځنې هیواد وال په دې عقیده وو چې د طالبان د جهاد موخه له هیواده د بهرنیو شړل او د کورنیوغلونه د حکومت نیول دي، کله چې دې موخې ته ورسید ل، بیا نو جهاد پای ته رسوي، عادي حکومتولي به پیل کړي او هیواد به ابادوي. دوی دطالبانو بری غوښت او مرستې يې هم ور سره کولې. ځنې نور بیا په دي عقیده ووچې د طالبانو حکومت مو یوځل لید لی اوازمویلی دی، دا ډله دملي دودونو، کلتورونو، دتمدن، پوهې او معرفت او دهرڅه دمخه د ښځینه جنس په وړاندې سرزورې دښمني اوکلکې عقدې لري، ازمویل شوي به نه ازمویو، طالبان د ځان داصلاح کولوعقلي وس نه لري، خامخا به خپلو تیروکړنو ته دوام ورکوي. خوڅه مې چې د عمل په ډګرکې په خپلو سترګوولیدی هغه دا دی چې دلومړنۍ حکومتولس په وخت کې يې ویډیوګانواو تلویزیونونو ته کتل حرام ګڼل، هغه يې د خلکو د کورونو راایستل او ماتول يې، دا کاريې په هغه وخت کې دجهاد یوه برخه بلله. خو داسې ښکاري چې په دي نوې حکومتولۍ کې يې د جهاد له اجنډا ایستلی ده. تراوسه يې نه یوازې تلویزیونونه مات نه کړل بلکې څه ناڅه هریو يې ډول ډول سمارت فونونه په جیبونو کې ګرځوي، په هغوی کې ویډیوګانې ثبتوي اوخپروي اونورنو خدای پوهیږي چې د څه ډول فلمونو اوانځورونونندارې به هم پکې کوي.

سربیره پردې په بیلا بیلو ټلویزیونونو کې د یوبل سره په سیالې کې خپلې مبارکې ږیرې هم نندارې ته وړاندې کوي. که څه هم دشلواو پنځه ویشتوکالونوپه جریان کې دا بدلون کوم لوی تحول نه دی، خوارزښت يې په دې کې دی چې دعلمیت اوظلمت تر منځ مقابله کې بالاخره ظلمت ماتیږي اوبری دعلم په برخه کیږي. سره له دي هم باید دعلم په ضد دطالبانو سرزورۍ ته په ټیټه سترګه ونه کتل شي، دا وروستې چارې اوکړنې يې ښيي چې دوی لا تراوسه د پوهې او د ښځینه جنس د حقوقو په وړاندې دجهاد له پاره دپام وړانرژي لري او ترې عملي کار اخلي. دحکومت تر نیولو وروسته يې ډیرومیرمنوته اجازه ورنه کړه چې خپل کار ته دوام ورکړي. ورپسې يې طالباني حجاب جبري کړه. افغاني میرمنې او ټول افغان ولس په دې عقیده وو او دي چې د ښځو او جونو جامې يې داسلامي حجاب او افغاني دود سره سم دې. له دې امله يې دطاالباني حجاب په خلاف په سوله ایزلاریون لاس پورې کړچې دطالبانو له زور سره مخامخ شو. مولوي محمد علیم بسمل دا لاریون د حجاب بې حرمتی وګڼله او د اسلامي امارت په مشرانو يې غږ وکړچې داسې يې وځپي چې:« بیاڅوک دا ډول جرأت ونه کړي.» مولوي صاحب داعرض مې واوره چې حکومت اویا کوم نظام په ځپلو نه ځواکمن کيږي، ځپلو ته لاس اچول دځواکمنۍ نه، بلکې دسیاسي کمزورۍ اوبې وسۍ نښه ده. ښه به دا وي چې حکومت مو د ځپلو په ځای په ځان کې سیاسي وړتیا پیدا کړي، ځکه حضرت عمر ( ض ) فرمايي چې:« دهر دولتي نظام بریالیتوب او قوت دچلوونکوپه عدالت، صداقت او انصاف پورې تړلی دی.» یانې دیوه نظام قوت  د هغه د واکمنو « په عدالت، صداقت او انصاف» یانې معقول او ولسپاله سیاست پورې تړلی دی. داسې ښکاري چې مولوي صاحب لا نه دی خبرچې موږ افغانان اوس اوس دیو بل دځپلو کم زیات ۴۵کلن تاریخ لرو، خو تراوسه يې د حل داسې لارراونه ښوده چې سوله او امن را ولي، ځکه په ځپلو، وهلواووژلود انسان انساني اوصاف استهلاک کیږي، ترحم، ایمان او اخلاق له لاسه ورکوي او یو وحشي ترې نه جوړیږي، نو ځکه، جناب مولوي صاحب، ښه به دا وي چې نورد ځپلو په ځای د حضرت عمر ( ض ) فرمودې ته مراجعه وکړو، د یوه بل خبرې او غوښتنې واورو، د حل لارې ولټوواویوې مفاهمې ته ځانونه ورسوو.

په خواښینۍ باید ووایو چې د ښځینه جنس په وړاندې دطالبانو جهاد په دې کړنوهم پای ته نه رسیږي. بیله دې چي معتبر شرعي سند وړاندې کړی شي، په نه تصورکیدونکې بیرحمۍ يې دجونو پرمخ دمنځنیواوثانوي زده کړو دروازې « ترامرثاني پورې » وتړلې او د دې امرثاني د راتلو د نیټې په هکله طالبانوپه ډول ډول، د خندا وړ، درواغولاس پورې کړ. کله وايي چې دجونو دزده کړو له پاره داسلامي چاپیریال په جوړولو لګیا یو، بیا وايې چې په دې موضوع د« علماوو» یو کمیسیون غور کي، خوغورپای ته نه رسوي، دا هم وايي چې په دې برخه کې دخپل امیرالمؤمینین امرته انتظارباسو، خو تجروبو را وښوده چې مولا هيبت اله دعقلي، په تیره بیا په دې برخه کې دجونوزده کړو سره چندان مینه نه لري. د دي لفظي ګډ وډیو نه وروسته داسلامي امارت ویندویانو، ذبیح اله مجاهد او نعیم ورد ګ، ښوونځیو ته دجونو دنه پریښودو پړه دخپل حکومت نه په ولس وروتپله او د ځینو پاکستاني سیاستوالو په شان يې وویل چې دا دافغانانو، په تیره بیا دپښتنو کلتوري ارزښت دی، چې جونو ته په ښوونځیو کې دزده کړې اجازه نه ورکوي. یانې داچې داطالبي امارت نه دی چې دجونو په مخ يې د ښوونځیو دروازې تړلي دي، بلکې دا په خپله ولس دی چې خپلو لورګانو یا خویندوته په ښوونځیو کې دزده کړواجازه نه ورکوي. لومړی يې د ملیونو افغانانو زړونه په خنجر زخمي کړل چې اولاد ته يې په ښوونځي کې د زده کړو اجازه نه ورکوي اوور پسې يې په زخمونو مالګه هم دوړوي یانې چې، دا خلک دي چې جونه ښوونځیو ته نه پریږدي.

زه د طالبانو او د هغوی د حکومت په وړاندې کومه شخصي عقده نه لرم، په ځینو لیکنو کې مې ددوی ښې کړنې ستایلي هم دي، خو نن سبادځوان نسل دزده کړومخنیوی د هیڅ مؤمن مسلماناو هيڅ انسان دوست او هیواد دوست له پاره د زغملو نه دی. زده کړه داسلام په پاک دین کې په هرمسلمان ( نر او ښځه ) فرض او په دنیا کې دفرد او ټولنې له پاره مطلق ضرورت دی، ځکه چې داسلام پیغمبر( ص ) فرمایلي دي چې:« بې علمه عمل تباهي ده. » د تباهۍ نه دځان ژغورلواو د سوکالۍ په لور دتللو لارد علم زده کړه ده. طالبانوپه دي بې علمه عمل د هيواد د ځوان نسل نیمه برخه اوپه پایله کې ټول هیواد دتباهۍ په لور روان کړې دی. داعمل په ښکاره د اسلا ضد عمل دی، دا د بشریت او د ملي ګټو په ضد عمل دی او دا د دین په وړاندې جنایت او د ملت په وړاندې خیانت دی. نو ځکه مو په دې احمقانه عمل دټول افغان ولس، دټولې اسلامي نړۍ او دټول جهان نفرین ترلاسه کړی دی.

طالبان خو باید له سره دزده کړوپه هڅه کې وي ، خو داسې راته ښکاري چې افغاني طالبانویا دزده کړو سره پریکړه کړې ده او یايې ظرفیت نه لري. دوی د دې پرځای چې دخپلوکړنو حقوقې اړخ او یادهغوی په وړاندې د خپل ولس او دټولې نړۍ غبرګون په پام کې ونیسي او په هغه یو څه غور وکړي، دښځینه جنس په وړاندې خپل نامقدس جهاد ته دوام ورکړ. د جونو پر مخ يې دپوهنتونودروازې بیا« ترامرثاني پورې » وتړلې او په غیردولتي مؤسیسوکې يې د ښځو په کاربندیزولګاوه او په پاکلمنو میرمنو پسې يې تورونه هم پورې کړل. دا نه وایم چې دلته یا هلته به له سره سرغړونه نه وي شوي، خو لومړی هره سرغړونه کره ثبوت غواړي او دوهم دا چې ګناه فردي ده اود یوه فرد په ګناه څوک ټول عالم ته جزا نه ورکوي او دریم دا چې دګنااو تیروتنې داصلاح کولو لارې چارې هم شته دې. او دې ته هم باید پام ونیسوچې دګناهونواو فسادونوسرچینه کاراوزیار نه بلکې بې کاري او بې روزګاري ده. حضرت لقمان حکیم (ع) فرمايي چې:« بې روزګارې اړتیا منځ ته راوړي او اړتیا په دینداري کې خلل اچوي، فکر ته زیان رسوي او مروت له منځه وړي.» نوځکه حضرت عثمان ( ض ) فرمایلې دي چې:« تر ټولو خوار کسب هم دلاس غځولو( خیرات غوښتلو ) نه ډیر فضیلت لري.» د خپلو مټواومغزپه ستومانولو دځان اواولاد له پاره حلاله روزي ترلاسه کول فضیلت دی، له همدې امله داسلام پیغمبر ( ص ) فرمایلي دي چې:« د پاک اوحلال کسب لټول فرض دي.» د کسب تر لټولو د مخه باید کسب زده کړ شي، نوځکه د یوه اسلامي دولت دیني اوملي دنده داده چې ولس دکسبونو،علومواوفنونو زده کړوته وهڅوي او د امکان ترپولي پورې ورته دزده کړو ښه شرایط اودکار فرصتونه برابر کړي.په کار کسب اوزده کړوبندیز د خدای ( ج ) اورسول ( ص ) لارنه ده، دالارداسلام، دانساني حق او دملي ګټو خلاف لارده. دا د طالبانو هغه لار ده چې د دوی په وړاندې تربل هرڅه زیات دولس قهراوغوسه راپاروي، طالب تجریدوي او ما ځکه ځوروي چې د طالبانو دا سیاست جنګ ځپلي هیواد او ملت ته لاتر تیرو زیاتې وحشتناکې پایلې لري. دا لار د جهاد لار نه ده، دا د فساد لارده. دا سیاست باید ترهرڅه د مخه له سره ترکره کتنې لاندې ونیول او اصلاح شي.

‎‎

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.