د کیسو روزنیز ارزښت

رڼاګل اریوبزی

951

وايي چې کیسه په حقیقت کې یوه لیډه اوخیالي تاریخچه، نکل، سانه یا افسانه اویا بیان دی چې په کې طبیعي قوانین لغوه شوي دي او تاریخي واقعیتونه ځای نه لري. مانا دا چې په کیسو کې واقعي تیرې شوې پیښې نه بیانیږې او له سره خیالي دي. ځنې کیسې دبشر په تاریځ کې د ډیرو پخوانیو زمانو راهسې په شفاهي ډول له یوه نسل څخه وبل نسل ته سپارل شوې دي او ډیر اوږد تاريخ لري، خو- په پښتو ژبه کې د لنډ یو په شان- يې د ویلود قیقه نیټه، ځای او ویونکئ او یا بیا نووکئ مالوم نه دی. دا کیسې د ولسي کیسو په نامه یادیږي. ولسي کیسې د کتاب د چاپ (ټیپ) هنر نه پخوانی تاریخ لري. خوپه ۱۸م پیړۍ کې د ځینو اروپايي هیوادو لیکوالانو او شاعرانو د خپلو هیوادونو ولسې کیسې راټولې کړې، ويې لیکلې او د کتابونو په ډول يې خپرې کړي او د همدې ولسي کیسو نه په تقلید يې په خپله هم د کیسو په ایجادولواو لیکلولاس پورې کړ. وايې چې داله سره لیکل شوې کیسې د هنري اوایجادي کیسو په نوم یادیږي. دایجادي کیسو ویونکي یا لیکونکي، د لیکلو نیټه او حتی ځای مالوم وی.

زموږ په هیواد کې دعلومو اکاډمۍ پخوا نۍ علمي غړې خدای بخښلې کبرا مظهري په ۱۹۸۰یمو کلونو کې په ننګرهار ولایت کې د هغه ځای دنکل ویونکو له خولې ننګرهارۍ کیسې لومړی په ټیپ ثبت کړې، بیايې په خپل قلم ولیکلې او د (ننګرهارنکلونه) ترعنوان لاندې يې دعلومو اکاډمۍ له لارې خپرې کړې. داچې په دې برخه کې دهیواد په نورو برخو کې څه نور کار شوی دی او که نه دی شوی، کوم مالومات نه لرم، خو باوري یم چې د هیواد ځوان او تکړه ادیبان او لیکوالان به د مو ضوع ارزښت له پامه نه باسي. په لومړي سرکې خو خلک یوازې د کیسو په خوند او ښکلا مین و چې په اوریدو يې په تیره بیا ماشومان له سره نه مړېد ل اوورته په رنګینو خیالونو کې ډوبیدل. ور پسې د تاریخ په اوږدو کې د کیسوروزنیز ارزښت راښکاره شو. د اړوند پوهنیزو څانګو ماهرانو، د پیدا ګوژۍ او اروا پو هنې استادانو وښوده چې کیسې د ماشومانو د استعدادونو په وده او روزنه کې ارزښتناک رول لوبوي. د کیسو په اوریدو او لوستو د ماشومانود لغتو زیرمه پراخیږي اود لوستو مهارت يې وچتیږې یانې د متن دلوستلو او په هغه باندې د پوهیدلو قابلیت يې لوړیږي. په ژبه کې ښه مهارت د ښوونځي دزده کړو په بیلابیلو څانګو کې د ښه پرمختګ له پاره بنسټیز شرط دی.

د څانګې ماهران کیسې درښتینولۍ، نیک عمل، په سوله کې ژوند، مینې او عدم تشد د پیغام رسونکې ګڼي. دا پینځه ارزښتونه په حقیت کې اخلاقي ارزښتونه دي. کوچنیانو او ځوان نسل ته د دې ارزښتونو په انتقال کې کیسی ترخوږو مشورو او ځواکمنو نسیتونو اغیزناک او بریالی رول لوبوي یانې هغه څه چې د ماشومانو د اخلاقي روزنې په برخه کې دکیسو داوریدلو او لوستلو له لارې تر لاسه کیدلی شي د نسیتونو، مشورو اوممانعتونوپه واسطه نه شي تر لاسه کیدلی. په څه ناڅه ټولو کیسو کې د نیکو اوبدویا د نیکیو اوبد یو تر منځ لانجې او مقابلې نغښتې وي. د کیسې قهرمان مهربان، مینه ناک، زړور، صادق، اوهوښیاروې او د دې صفتونو په مرسته په پا ی کې په بدو بری ترلاسه کوي او بد یا بدو ته ماته ور کوي.

ماشومان د دې قهرمان سره مینه ښيي او په خپلو خیالونو او فکرونو کې د هغه د اخلاقي صفتونو د خپلولو هڅې کوي. د کیسې قهرمان یو دم او په اسانۍ خپلې موخې ته نه رسیږي بلکې په دې لار کې د ډ ول ډ ول لانجو اوربړو سره مخامخ کیږي چې ورڅخه دراوتو له پاره بیلا بیلې لارې چارې لټوي او بیلا بیل میتودونه کاروي. دا هلې ځلې د ماشوم ذهني اومعنوي ځواکونه راویښوي، مشغولوي، اوفعالوي. کار پوهان په دې باوردي چې د ماشوم د ذهني اوعقلي ځواکونوبیدارول، مشغولول او فعالول دهغه دعقلي ابتکار او فکري ځیرکتیا پرمختګ چټکوي، ځیرکتیااوابتکاري ځواک يې پیاوړی کوي، په ځان يې باور زیاتيږي، د ډار اود بې وسۍ په احساس بری مومي او وجدان يې غښتلی کیږي. نو ځکه تصادفي نه دی چې د کیسو اوریدل او لوستل د ښوونځي په زده کړو هم ژورې اغیزې لري.

په دې برخه کې ډ یروعلمي څیړنوهم دا حقیقت څر ګند کړی دی چې کومو کوچنیا نو چې ډیرې کیسې اورید لې او لوستلې وي، هغه کوچنیان د ښوونځي په درسونو کې هم د نورو پر تله غښتلي وي. وینو چې د بشریت په ژوند کې د کیسوارزښت يوازي دهغوی په ښکلا او خوند نه ایساریږي بلکې د ماشومانو اود ځوان نسل د ښوونې او روزنې اغیزناکه وسیله او ارزښتناک میتود هم ګڼل کیږي. نو ځکه مومسؤلیت یوازې د کیسو په لیکلو او ژباړلو پای ته نه رسیږي، باید د لوستلو، اورولو اواورید لوکلتوريې هم پراخ شي تر څود ایستلي زیار اوزحمت نه عملي ګټه تر لاسه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.