پاکستان غواړي چین ورته هغه قرضونه معاف کړي، چې له تېرو اتو کالونو راهیسې د برېښنا او ځینو نورو پروژو لپاره له یاد هېواد څخه اخیستي وو.
د بلومبرګ ورځپاڼې د راپور له مخې پاکستان هڅه کوي، چین ورته هغه پورونه معاف کړي، چې پاکستان ورڅخه د بريښنا او ځینو نورو پروژو لپاره اخیستي وه او د همدې لپاره یې له یاد هېواد ته د سوال لمن غوړولې.
د پاکستان او چین ترمنځ د ۶۲ میلیاردو ډالرو پروژې لاسلیک شوې وې، چې پاکستان هېواد به یې له راتلونکي مالي کال څخه قرضونه خلاصوي.
اوس یو شمېر پاکستاني اقتصاد پوهان د پاکستان دولت لپاره دا کار خورا له شرمه ډک بولي، چې لا یې هم د سوال لمنه نه ده پرېښې.
د پاکسان مشهور اقتصاد پوه مهتاب حیدر وايي، د پاکستان اقتصاد له یوې خوا څخه نورو پورونو او بلې خوا څخه کورونا دومره ځپلی، چې اوس دا هېواد ان د خپلو وګړو لپاره ډوډۍ هم نشي برابرولی.
تېره ورځ هم د پاکستان د پورونو په اړه یو راپور خپور شوی و، چې پکې د دغه هېواد اقتصادي وضیعت د جدي اندېښنې وړ ښودل شوی وو.
پاکستان به را روان مالي کال چین ته په داسې حال کې پورونه ور خلاصوي، چې لا هم یاد هېواد له نړیوال بانک څخه ۱۶.۱۸ میلیارده امریکايي ډالر، د اسیا پراختیايي بانک څخه ۱۲.۷۴  ملیارده او د پاریس کلب څخه ۱۰.۹۲ ملیارده ډالره قرضداری دی.