د باران ژړا

آصف بهاند

0 994

خلکو ژړل

کلي او کور هم ژړل

د ونو پاڼو په ارامه خپل ویر خپله اورېد

څاروي له درده په رمباړو سر وو

چرگانو لوړې کرکړې وهلې

سپیو خپل سر پر لاسو ایښی و، هر خوا یې کتل

او دیوالونه هم حیران ـ حیران وو

مظلوم گنډلې وه خوله

ظلم روان و او باران ورته ژړا کوله

د کلیوالو پر بېوسه ژوندون

ټولو ځاندارو او بېځانو ژړل

کلیوال ټول وو رسېدلي د دوزخ څنډې ته

د دوزخ اور په هره سا کې لس ـ شل دېرش خپله لمنه کې مروړل او خوړل

دې دوزخي موسم کې

ما نه ژړا هېره وه

د چا فریاد مې ناورېد

یوازې غوږ وم د باران ژړا ته

د بارانه په هر یو څاڅکي کې غږونه راتلل

هره څپه کې یې د کلي ویر کیسې کېدلې

۰۳/۱۲/۲۰۲۰

هیدرسلیف

ډنمارک

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply