د مارانو جزيره؛ په برازيل کې ممنوعه سيمه

ریاض مقامزی 

0 1,577

په برازيل کې د مارانو حېرانونکې جزيره (وچه) په نړۍ کې يو له رازونو او خطرونو ډکه سيمه ده، چې د عادي کسانو ورتګ ورته منع دي.

تر اوسه مو له رازونو د ډکو جزيرو په اړه ډېر څه اورېدلي دي، چې اکثره يې خيالي کيسې وې؛ مګر نن غواړو چې له يوې ځانګړې جزيرې سره آشنا شو. هغه جزيره، چې ماران پرې حکومت کوي، په دې وچه کې له مارانو ور هاخوا، ډېر لږ حېوانات، حشرات او مرغان ليدلای شو. له همدې امله ورته د “مارانو جزيره” نوم کاروي.

د مارانو جزيره په جنوبي امريکا کې د نورو تفريحي جزيرو په څېر ده. دا وچه له لرې ډېره ښکلې او زړه راښکونکې ښکاري. توريستان (ګرځندويان) ډېره علاقه لري، چې دا سيمه وګوري مګر دې سيمې ته د انسانانو ورتګ منع دي. يا په بل عبارت ويلی شو، دا وچه په نړۍ کې يو له هغو ۱۸ سيمو څخه ده، چې ګرځېدل په کې ممنوع دي. دا چې ډول – ډول ماران ګرځندويانو ته کوم زيان و نه رسوي، ګرځېدل او سيمې ته پر ورتګ بنديز لګول شوی دی.

د مارانو جزيرې په برازيل هېواد کې د “سائوپائولو” خليج “۳۰” کيلومتره سيمه نيولې ده. دا مرګونې وچه تقريبا ۴۳۰ کيلومتر مربع پراخوالی لري، د بحر له سطحې ۲۰۶ متره لوړه ده. د اوبو شتون، معتدله هوا او شنه سيمه د مارانو د ډېروالي او استوګن کېدو لپاره زمينه برابره کړې ده، تر دې چې د څېړونکو په وينا په هر متر مربع ساحه کې له ۱ څخه تر ۵ ماران لېدل کېږي؛ پر دې اساس کولای شئ، ددې وچې خطر او وېره په اسانۍ درک کړئ، چې څومره وژونکې ده.

د سيمې اوسېدونکي د هغو خلکو وېرونکي کيسې کوي، چې د مارانو د حملې له امله وژل شوي دي، چې همدا کړنه د انسان په وجود کې له وړاندې وېره خپروي. دا کيسې له واقعيته لرې نه دي. د شته بنديزونو سره – سره بيا هم يو شمېر خلک په غير قانوني توګه ددې سيمې ليدو ته ورځي، چې ډېری يې له خطرناکو پېښو سره مخ کېږي. په همدې وجه د برازيل حکومت ډېر بنديزونه وضع کړي دي. د عادي کسانو ورتګ منع دي، خو څېړونکي کولای شي، د پوليسو له اجازې او همکارۍ وروسته، چې ځانګړي وسايل هم ولري، دې سيمې ته ورشي.

څېړنو ښودلې ده، چې ددې وچې د مارانو زهر د برازيل د نورو سيمو له مارانو ۵ برابره قوي دي.  تر اوسه د مارانو د او زهرو د ډولونو په اړه کره معلومات نشته، خو څېړنې روانې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply