د لرغوني یونان خلکو پر کومو خدایانو باور درلود؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

1,845

لرغونی یونان د تمدن او علومو زانګو ګڼل کېږي، د ګڼ شمېر علومو بنسټ په لرغوني يونان کې ايښودل شوی دی. د یونان پېژندنې د لړۍ په دې لیکنه کې به تاسو د لرغوني يونان د خدایانو په اړه پوه شئ.

د لرغوني يونان خدایان

تاريخي څېړنې ښيي، چې يونانیانو به خدایان د انسانانو په څېر تصور کول. هغوی ته به یې انساني صفات ټاکل او پياوړي به یې ګڼل. 

خپل لومړنی خدای یې ګائيا باله، چې د یونانیانو په باور هغه حيوانات، انسانان او نباتات خلق کول. خپل وروستي خدای ته یې د کرونوس نوم ورکړی. دی یې ډېر ظالم او بې رحم باله، دوی به ویل چې کرونوس خدای خپل اولادونه هم خوري. له ټولو اولادونو یې یوازې یو زوی د خپلې مور په مرسته ژغورل شوی دی، چې زېئوس نومېږي.

دوی د زېئوس څنګ ته پر ځينو نورو خدایګوټو هم باور درلود. ویل به یې، چې دا کوچني محلي خدایان دي او پخپله سيمه کې د بشپړې خپلواکۍ او قدرت خاوندان دي.

هومر دا خدایان د انسانانو په شان وښودل. د زېئوس مېرمنې (هرا) په اسمان کې ژوند کاوه. نوموړې د ودونو الهه بلل کېده. یونانیان پر دې باور وو، چې زېئوس خدای درې زامن لري، دا زامن یې هرمس، آرتمس او اپولون نومېږي.

یونانیانو دوی درېيو ته هم پر ځانګړي قدرت درلودلو قایل وو.

هرمس به یې د بارانونو خدایګوټی باله. ارتميس ته به یې د سپوږمۍ او اپولون ته د لمر، رڼا او موسیقي د خدایګوټي خطاب کاوه.

همدارنګه په دریاب کې یې هم خپل خدایان درلودل. ځينې یې د بحرونو، ځينې یې د ساحلونو او ځينې نور یې د سیندونو خدایګوټي بلل.

د ځمکې پر سر ته یې د بوټو، ګلانو، غرونو، مستیو او نورو څيزونو لپاره خپل خدایان مقرر کړي وو.

ترځمکې لاندې یې هم ځینو خدایانو ته عقیدت درلود. د هغوی له جملې هادس د مړو خدای باله. مینوس د جنت واکدار او هفائیستوس یې د اور خدای باله.

د کار، جنګ، مینې، ښکلا، هوش، هنر صنعت او په لنډ ډول ویلای شو، چې د ژوند هرې چارې ته یې پر ځانګړو خدایانو او خدایګوټو باور درلود.

یوه بله ډېره جالبه موضوع دا ده، چې دوی پر دې عقیده درلوده، چې زئوس د اولمپيا د غرونو په لوړه څوکه کې اوسېږي. هلته د دوی ریاست و. مشهور خدایان به هلته مېشت وو. دوی به د مشاورت دنده پر مخ وړله. تاریخي څېړنو د دې خدایانو شمېر “دولس” تنه ښودلی. نومونه یې په دې ډول راغلي.

ـ زئوس ژوپيتر

ـ هرا ژونون

ـ آتنه مينرو

ـ آرتميس دبآن

ـ آفروديت ونوس

ـ دمتر سرس

ـ آپولون قبوسـ

ـ هرمس مركور

ـ آرس مارس

ـ هفائيستوس و ولكن

ـ پوزئيدون نپتون

ـ هستيا وستا

په لنډ ډول ویلای شو، د لرغوني يونان خلکو نږدې د ژوند هرې برخې ته ځانګړي خدایان درلودل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.