د دندو مارکېټ

ریاض مقامزی

338


دندې لکه د نورو توکو خپل مارکېټ لري، چې ستاسو نرخ/ارزښت په کې معلوم وي او وخت ناوخت پکې بدلون راځي. تکړه خلک ددې مارکېټ له هر کونج نه خبر وي او تل د خپل ارزښت ساتلو/لوړولو هڅه کوي.
که د مارکېټ غوښتنو ته په کتو ځان عیار کړئ، نو اوزګار نه پاتې کېږئ. راځئ چې په دې برخه کې پر دې څو مهمو ټکو پوه شو:
لومړی – پر خپل مسلک د برلاسۍ ترڅنګ باید پر نرمو مهارتونو (Soft Skills) ډېر کار وکړئ. په دې برخه کې د انګلېسي ژبې زده کړه، کمپیوټر، ویناوالي، د اړیکو مهارت او … راتللای شي. دا ټول مهارتونه له تاسو سره مرسته کوي، چې خپلې وړتیاوې نورو ته ښه وښودلای شئ، ځان ثابت کړئ، اغېزمن یې کړئ او په دې توګه د دندو اخیستلو چانس مو ډېر کړئ. په ياد ولرئ، د دندو په مارکېټ کې مسلک مو دومره ارزښت نه لوړوي، لکه څومره چې دا مهارتونه یې درته لوړوي.
دویم – پر خپل ځان پانګونه وکړئ. د هغو مهارتونه د زده کولو لپاره پيسې او وخت مصرف کړئ، چې ستاسو ارزښت لوړوي. هر څه مفته او پرته له خوارۍ نه ترلاسه کېږي. دا هم کټ مټ کاروبار دی؛ پانګونه به کوئ، خواري به کوئ او نتیجه به یې ګورئ‌.
درېيم – همېشه اپډیټ اوسئ. د ټکنالوژۍ په دې زمانه کې په هره برخه کې ورځ تر بلې تغیرات راځي‌. که ځان له حالاتو سره سم وخت په وخت اپډیټ نه کړئ، ممکن هېڅ دنده ترلاسه نه کړئ، او یا هم د يوې دندې له لاسه ورکولو وروسته بله هېڅکله پیدا نه شئ کړای.
څلورم – د دندو پیدا کولو لپاره پر له پسې هڅه کوئ. دا حقیقت به ومنو چې په وطن کې ۹۰٪ سلنه دندې په واسطو اخيستل کېږي؛ نو راځئ چې په همدې پاتې لس فیصده کې خپل ځای تثبیت کړو او باید ومنو چې دا کار له مسلسل هڅو پرته ممکن نه دی. ناهيلي کېږو به نه، خپله به هڅه کوو، حتما به یوه ورځ پایله ولري او که نه وي، حد اقل وجدان خو به مو آرام وي.
پنځم – د دندو د اعلان پر يوې منبع تکیه مه کوئ.‌ په افغانستان کې اکثریت ځوانان فقط اکبر (ACBAR) ویبپاڼه تعقیبوي. حال دا چې نورې ډېر سرچینې هم شته، مثلا Job.af وییپاڼه هم لرو، د مختلفو ادارو د ټولنیزو رسنیو پاڼې تعقیب کړئ، همدارنګه مختلفې ادارې خپل ویبپاڼې لري او هلته هم د دندو اعلانات ورکوي. کوښښ وکړئ دا ټول تعقیبوئ.
شپږم – ښو دندو ته مه په تمه کېږئ. که اوزګار وئ، د ډېرو عادي کارونو چانس هم له لاسه مه ورکوئ‌، ډېرې لویې دندې له عادي دندو وروسته پیدا کېږي؛ خو په دې شرط چې په پوره اخلاص مو کړې وي. حتی که هېڅ دنده نه وي، دیاړي به کوو. ځکه چې اوزګارتیا انسان تر هر څه ډېر تباه کوي.
اووم – مه هېروئ، چې یوازې دندې نه دي. کوچني کاروبارونه هم شته، چې تر دندو لا ښه انتخاب کېدای شي. کوشش وکړئ د کوچنیو کاروبارونو په اړه فکر وکړئ، که په یوازې ځان یې نه شئ شروع کولای، له باوري ملګرو سره یې په ګډه پیل کړئ، ممکن یو وخت نور خلک په دندو وګمارلای شئ.
اتم – له زدکړو ورهاخوا د یوه کسب زدکړه هم ډېره مهمه ده. که دندې نه وي، نو یاد کسب به مو د عاید یوه سرچینه وي. نو که کولای شئ، پر یوه مناسب کسب هم خواري وکړئ. خیاطي، نجاري، مستریتوب او نور ډېر ښه مثالونه شته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.