د نړۍ تر ټولو یخې سیمې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

1,098

د ژمي په سړه هوا کې به فکر کوئ، چې تاسو په یوه یخه سیمه کې ژوند کوئ؛ خو که ددې ځایونو په اړه پوه شئ، پخپلې سیمې به شکر وباسئ. تاسو به په دې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو یخو سیمې وپېژنئ.

یخې سیمې  

په یاد ولرئ، چې په نړۍ کې تر دې یخې سیمې هم شته، چې موږ یې په لیکنه کې یادونه کوو. ددې لیکنې موضوع یوازې هغه یخې سیمې دي، چې انسانان پکې اوسېږي. په داسې حال کې چې تر دې سیمو نور يخ ځایونه هم شته، چرته چې انسانان ژوند نه شي کولای.  په هر حال؛ د ځينو هغو یخو ځايونو نومونه، چې انسانان پکې اوسېږي، په دې ډول دي:

لومړی| اویمیاکُن

دا کلی د روسیې په سایبیریايي جغرافیه کې موقعیت لري، چې د شمالي قطب له دایرې څخه یوازې څو سوه کیلومټره لرې پروت دی. د اویمیاکُن “Oymyakon” کلي د اوسېدونکو شمېر شاوخوا پنځه سوه (۵۰۰) تنو ته رسېږي. د نفوسو له کم شمېر څخه معلومېږي، چې د یخې هوا له کبله اکثره وګړي یې نورو سیمو ته کډه کېږي. په جنورۍ میاشت کې ددې سیمې هوا آن د سانتي ګراد منفي پنځوسو درجو ته رسېږي. تر ټولو سړه هوا یې په “۱۹۳۳ز” کال کې ثبت شوې ده، چې منفي ۶۷.۷ درجو ته رسېدله.  د سیمې اوسيدونکي خپل موټرونه په ځانګړو خونو کې ساتي، چې د موټرو ګرم ساتلو لپاره پکې خاص ماشینونه لګېدلي دي. دوی عینکې هم نه په سترګو کوي، ځکه چې د یخې هوا له کبله یې بېرته نه شي لري کولای. همدارنګه کرنه پکې صفر ته نږدې ده؛ نو ځکه خو تر ډېره له غوښو استفاده کوي.

دویم| ورخویانسک

دا د نړۍ د دویمې یخې سیمې نوم دی، چې انسانان پکې ژوند کوي. جالبه دا چې دا کلی هم په روسیه کې موقعیت لري او له لومړۍ سیمې (اویمیاکُن) څخه لږه اندازه لرې پرته ده. ورخویانسک “Verkhoyansk” او اویمیاکُن د یخنۍ درجه اکثرا یو ډول وي او د لومړي مقام په ګټلو کې د یو بل رقیبان بلل کېږي. دې سیمې ته یوازې په ځانګړو الو کې سفر کېږي، چې د یخ له پاسه تللای شي. په اوړي کې هم د ورتګ لپاره باید له الوتکو استفاده وشي. ددې کلي د خلکو ژوند هم د لومړني کلي د خلکو په څېر دی. دوی تقریبا ټول ژمی پخپلو کوټو/کورونو کې تېروي. د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې به سیاسي مخالفین د تبعید کړای شوو خلکو په نوم همدې سیمې ته استول کېدل. نو له همدې امله اکثره وګړي یې د تبعید شوو خلکو اولادونه دي. ددې کلي جمعیت شاوخوا ۱۳۰۰ تنو ته رسېږي.

درېيم| سنَګ

د کاناډا په یوکون کې د الاسکا لویې لارې ترڅنګ د سنَګ “Snag” په نوم یو کوچنی کلی آباد دی. په جنورۍ میاشت کې ددې سیمې هوا آن تر منفي شپېته درجو هم رسېږي. د یخنۍ تر ټولو ټيټه درجه پکې په ۱۹۴۷ز کال کې ثبت شوې ده، چې د سانتي ګراد منفي دري شپېته (-۶۳) درجې وه. ددي کلي اوسېدونکي هم په ژمي کې ډېر کم له خپلو کورونو وځي او نور اکثرا پخپلو خونو/کورونو کې وخت تېروي.

څلورم| اولانباتار

دا سیمه د نړۍ د یخو ځايونو په لیست کې څلورم مقام لري. په “۲۰۱۵ز” کال کې د مغولستان د پلازمینې په اولانباتار “Ulaanbaatar” سیمه کې د هوا درجه منفي ۴۱ ته ورسېده. که څه هم ددې ښار خلک له یخنۍ سره بلد دي؛ خو د هوا ککړتیا یې روغتيا ننګوي. په دې ښار کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه وګړي ژوند کوي. دوی ځانګړي کورونه جوړوي، چې  یورت “yurt” نومېږي او د ګرم ساتلو لپاره یې د ډبرو له سکرو څخه کار اخلي.

پنځم| قزاقستان

د قزاقستان هېواد پلازمینه د یخو سیمو په قطار کې پنځم ځای لري. د ژمي په اوږدو کې ددې ۸۰۰۰۰۰ نفوس لرونکي ښار یخه هوا د منفي ۳۰ او ۳۵ سانتي ګراد درجو ترمنځ وي. دا ښار وچه آب و هوا لري او اوړی یې هم لږ څه ګرم وي. له دې ورهاخوا د چین هاربین، د کاناډا یلونایف “Yellowknife”، د روسیې یاکوتسک “Yakutsk” او ووستوک “Vostok” هغه سیمې دي، چې د یخو سیمو په لیست کې په ترتیب سره شپږم، اووم، اتم او نهم مقامونه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.