!روبات ډوله افغانان

عبدالله وردک

0 685

انګلستان – فبروری – ۲۰۲۱

نن سبا، د روبات (Robot) په هکله په رسنیو کې کله ناکله یادونه کیږي. له روبات څخه په هغو کارونو کې چې هغه ډېر تکراري، او یا له ډېر خطر سره مخامخ وي، کار اخستل کیږي.
د یوه روبات د ډیزاین په هکله ډېر فکر په کار اچول کیږي، او بیا دغه روبات د یوه منظم پلان شوي پروګرام له مخې پکار اچول کیږي. روبات هغه کارونه او برنامې سرته رسوي، چې د روبات پروګرامر او یا کنترولر یې غواړي. د هرکار دپاره ځانګړي روبات ډیزاین، او بیا د همغه خاص کار د سرته رسولو دپاره ګمارل کیږى.
د دغې لیکنې مقصد صنعتي روبات ندی، بلکې اصلي هدف یې، روبات ډوله انسانان دي، چې هغوی هم د صهعتي روبات په شان، د هغې د پروګرامر او یا کنترولر د برنامې له مخې، د هغوی پروګرام مخ ته وړي.
د یادولو وړ ده، چې د هر ډول برنامو د سرته رسولو دپاره، له مناسب روبات څخه کار اخستل کیږي، او دا په هغه پورې تړلې ده، چې پروګرامر یې څه پروګرام (برنامه) ورته ترتیب او تعین کړې ده.
ځینی انسانان هم کټ او مټ د یوه صنعتي روبات په شان عمل کوي. یا په بل عبارت، دغه روبات ډوله انسانان، هغه کارونه سرته رسوي، چې کوم د دوی بادارانو ورته ترتیب کړي وي. دغه روبات ډوله انسانان د دغه پلان شوي پروګرام نه پرته، بل هېڅ شی پخپله نشي اجراء کولای.
متأسفانه، دغه روبات ډوله انسانان، په اوسني افغانستان کې ښه پرېمانه شتون لري، او نیږدې د ټولو ملکونو ځانګړي روبات په اوسني افغانستان کې، د تخریب په کارونو بوخت دي.
دغه د بهرنیو ملکونو پروګرام شوي روبات، په هروخت او په هرځای کې د خپلو بادارانو برنامې، د دوی د خوښې مطابق، پرمخ بیایي.
هېره د نه وي، چې د روبات برنامه او پروګرام، یوازې او یوازې، د هغه د پروګرامر په کنترول او واک کې وي، او هروخت به هغه شی کیږي، چې پروګرامر او کنترولر یې غواړي.
دا خبره هم باید ذکر شي، چې ځینې صنعتي روبات، د ښو ګټورو کارونو د سرته رسولو دپاره هم کارول کیږي، چې د هغوی لاسته راوړنې زیاتره خلکو ته معلومې دي، چې د یادولو اړتیا یې دلته نه لیدل کیږي. لېکن، دا ټکی هم باید ذکر شي، چې متأسفانه، انساني روبات، زیاتره د بدو برنامو او بدو کارونو د سرته رسولو دپاره کارول کیږي، چې د هغوی پایلې هم زیاتره افغانانو، په خپلو سترګو ښې لیدلې دي.
دلته خبره د انساني روبات په هکله ده، چې باید هېڅکله یو په اسلام او وطن مین افغان، د پردیو پلاس پروګرام شوی روبات له خپل ځانه جوړ نکړي.
که چېرې د ځینو افغانانو کړنو او خبرو ته ښه غور وشي، نو په ریښتیا سره به دا جوته شي، چې دوی د یوه پروګرام شوي انساني روبات په شان عمل کوي. د دوی خبرې، د دوی کړنې، او د دوی برنامې، ټولې د دوی د ظالمو بادارانو پذریعه ترتیب، رهنمایي، او کنترول کیږي. دوی ته یوازې دغه پروګرام شوې برنامې ورکول کیږي، او دوی یې بیا بې له کومې پوښتنې په عمل کې پیاده کوي. دغو روبات ډوله افغانانو خپله اراده، بل چاته د شخصي ګټو په مقابل کې پلورلې ده، او دوی پخپله هېڅ شی هم نشي کولای!
د یادولو وړ ده، چې هغه سړی به ډېر نېک بخته انسان وي، چې هغه اسلام او وطن ته وفادار وي. نو که په چا، الله(ج) دا پيرزوینه کړې وي، چي هغه یې د نېکو اعمالو د سرته رسولو دپاره مامور او پروګرام کړی وي، نو هغه په ریښتیا سره یو ډېر نېک بخته انسان دی، او هغه باید د الله(ج) ډېره شکرانه پرځای کړي.
کله کله داسې هم واقع کیږي، چې د همدغه روبات ډوله انسانانو، ورکړل شوي پروګرامونه، د ځینو ستونزو سره مخامخ شي، چې پدې صورت کې کېدای شي، دغه روبات ډوله انسانان، د لېونيانو په شان عمل ترسره کړي، چې د هغې په نتیجه کې به خپل ځانونه، او نور د بربادۍ سره مخامخ کړي.
هیله ده، چې په ګران افغانستان کې د دغه روبات ډوله انسانانو مخنیوی وشي. یعنې د دوی د تغذیې مزي، باید ژر تر ژره په ښه توګه پرېکړل شي.
د یادولو وړ ده، که چېرې د دغه روبات ډوله انسانانو د تغذیې مزي، په سمه منل شوې طریقه قطع نشي، نو د دې امکان شته، چې د تغذیې مزي، پخپله دغه د مزي غوڅونکي مړه کړي.

د پام وړ ټکي!
راځئ! خپل ځانونه د بهرنیو کړیو روبات نکړو. مونږه او تاسې باید له خپل مغز څخه په ښه توګه ګټه واخلو، او یوازې هغه کارونه سرته ورسوو، چې د اسلام سپېڅلي دین د هغو د
کولو امر راته کړی دی.
هېره د نه وي، چې د افغانستان خلک، الحمدلله، لومړی مسلمانان، او  بیا افغانان دي؛ نو هېڅ افغان باید د بل کوم ملک لپاره، د روبات دنده سرته ونه رسوي.
الله(ج) دې، د دغه غیرتي وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې، سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العٰلمین.
په پای کې د الله(ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج)، ته قبوله او منظوره وي. همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply