نوی کار، نوی نوښت؛ د ” کوچيان” تر نامه لاندې کتاب چاپ شو

''ليکنه : محمد آصف '' احمدزی

0 1,256
په کومه ټولنه کې چې د مطالعې فرهنګ پياوړی وي، هماغومره د کتاب ليکنې، کتاب چاپونې او کتاب پلورنې کميت او کيفيت مخ په لوړتيا روانيږي او همدا راز کومه ټولنه کې چې د کتاب لوستنې، کتاب ليکنې، کتاب چاپونې او کتاب پلورنې کميت او کيفيت زيات شي، نو هغه ټولنه خود به خوده پرمختګ کوي.
د کوچيانو چارو لوی رئیس استاد حبيب الرحمن چې تل يې د کوچي قشر له پاره هلې ځلې کړي او لا یې کوي همداراز يې د کوچي قشر هرې پوښتنې ته ځواب او هرې ستونزې ته تر خپل حده حل لاره پيدا کړې او استاد لا کوښښ کوي چې د کوچي قشر له پاره د ژوند لا نورې اسانتياوې برابرې کړي.
نن دا دی د نورو مسؤوليتونو د ښه ترسره کولو تر څنګ يې د کتاب چاپونې په برخه کې هم نوښت وکړ؛ د نوی فکر مشر استاد حبيب الرحمن لخوا ليکل شوی د ” کوچيان ” تر نامه لاندې کتاب له چاپ راووت.
 په یاد شوي کتاب کې کوچيان په دنيا کې، کوچيان په افغانستان کې، کوچياني ژوند ته په بيلا بېلو سيمو کې کتنه، د کوچيانو فرهنګي او علمي برخې ته کتنه، همداراز د کوچيانو قومي جوړښت، دودونه، د تګ را تګ لارې، کوچي مشرانو سره مرکې، ځړځايونه، همدارنګه اوسني وضيعت او دې ته ورته ګن نورو مسایلو باندې بحث شوی.
 یاد کتاب به ان شاءالله د کوچي قشر او نورو وګړو له پاره خورا ارزښتمن او ګټور کتاب وي.!
دا چې پورته عنوان کې مې د ” نوي کار” يادونه کړې په ريښتيا هم دا کار د ګران هېواد غيرتي ولس او په ځانګړي توګه د کوچي قشر له پاره نوی کار او د کتاب چاپونې په برخه کې د کوچي قشر له پاره نوی نوښت دی، ځکه تر دې کتاب مخکې کېدای شي تر ياد عنوان لاندې داسې کار نوي شوی کوم چې نن د نوي فکر مشر استاد حبيب الرحمن کړﺉ.
 ياد کتاب د نورو ګټو سربېره يوه ګټه لېکوالو ته هم لري، چې په اسانۍ سره کولای شي له ياد کتاب څخه د مأخذ په توګه کار واخلي، ځکه په يادو شوو برخو کې چې کوم تشه پخوا ليدل کېده، نن هغه تشه هم ډکه شوه او نور ليکوالان کولای شي له یاد کتاب څخه د مأخذ په توګه په اسانۍ سره ترې کار واخلي.
نوټ:
کتابونه ولولئ! ځکه د کتابونو په لوستلو سره، هم ستاسو ژوند، هم افکار او هم کړه وړه سميږي. او همدارنګه کتابونه د معلوماتو ترڅنګ هغه لارې در ښيي چې ستاسو ژوند پرې بدلېدلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply