د یاد تړون د لاسلیک نږدې یو کال پوره کېدونکی دی، همدې موده کې زیاتو نړیوالو او افغاني چارواکو د طالبانو او القاعده ډلې د اړیکو د دوام د شتون په اړه لاسوندونه خپاره کړل، همدارنګه د امریکا دولت له طالبانو غوښتنه وکړه، چې یاد شرط ته ژمن پاتې شي؛ خو طالبانو هر ځل د دې مسلې پر وړاندې بېباکانه چلند وکړ او دا یې تش ادعاوې وګڼلې.
د امریکا او طالبانو د سولې له تړون وروسته افغان امنیتي ځواکونو په غزني او څو نورو ولایتونو کې د ځانګړو عملیاتو ترڅ کې د طالبانو پټن ځایونو کې د القاعده ډلې مهم غړي او مشران ووژل، له دې پېښو دا جوتېده، چې طالبانو د پخوا په نسبت له القاعده سازمان سره لا اړیکې غښتلې کړي دي.
د بایډن حکومت د کار پيلولو سره هم مهاله د افغانستان د سولې او جګړې مسلې ته ځانګړی ارزښت ورکړ او د بایډن د ادارې د بهرنیو چارو وزیر، د ملي دفاع وزیر او د (سي آی اې) مشر پر یو وخت خپلو څرګندونو کې وویل، چې طالبانو له القاعده سازمان سره اړیکې نه دي غوڅې کړي او دا چاره ښایي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون بیاکتنې ته اړ کړي؛ بلاخره د امریکا د ملي امنیت مشاور وویل، چې د امریکا دولت د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون بیاکتنه کوي او د طالبانو او القاعده تر منځ د اړیکو شتون هغه ګواښمن مورد دی، چې ممکن د سولې نوموړی تړون ورسره بې اعتباره او لغوه شي.
کله، چې طالبان د سولې د تړون په لغو کېدو وډار شول؛ له هغه وروسته یې د نړیوالو د غولولو لپاره د ۲۰۲۱ د فبروري په ۱۳ نېټه یوه اعلامیه خپره کړه او له خپلو جنګیالیو یې د القاعده سازمان له غړو سره د اړیکو د پرې کولو غوښتنه وکړه، چې همدا اعلامیه په خپل ذات کې د طالبانو او القاعده له اړیکو لرلو پرده پورته کوي او طالبانو په ناپوهي کې دا ومنله، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له تړون وروسته یې هم القاعده سره اړیکو ته دوام ورکړی.
ترتیب سره د طالبانو د اعلامیې هغه نقاط ګورو، چې د طالبانو او القاعده له اړیکو پرده پورته کوي.
لومړی: طالب رهبري اعلامیه کې لیکلي، چې جنګیالي یې له دې وروسته اجازه نه لري، چې خپلو جنګي ډلګیو کې بهرني جنګیالي وساتي؛ یعنې د سولې د تړون له مودې تر اوسه، چې ۱۱ میاشتې او ۱۳ ورځې مدت دی طالبانو له القاعده سره اړیکې لرلې او د دوی د جنګي ډلګیو منځ کې یې شتون درلود؛ که داسې نه وي؛ نو طالب رهبري ولې اعلامیه کې له خپلې جنګي ډلې دا غوښتنه کوي؟
دویم: اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو د جنګي ډلې هیڅ مشر اجازه نه لري، چې په خپل سرې توګه خپل جنګي ډلګي کې بهرني جنګیالي وساتي؛ یعنې د طالبانو لیکو کې د رهبري تر کنترول لاندې بهرنیان شتون لري او شتون به یې دوام پیدا کوي یوازې د خپلسري د مخنیوي غوښتنه یې شوې!
دریم: اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو ځینې جنګي ډلګی مشران په خپلسرې توګه دا کار کوي او د کنترول غوښتنه یې کړې، همدارنګه له خپلو استخباراتو یې غوښتي، چې دغسې خپلسري جنګي قوماندانان باید د طالبانو نظامي کمېسیون ته ور وپېژندل شي؛ یعنې طالب رهبري په خپلو جنګي تشکیلاتو او ډله کنترول نه لري په راتلوونکي کې هم د جنګي ډلې لخوا د دې ګواښ موجود دی، چې د طالبانو او القاعده ډلې اړیکو ته دوام ورکړي.
څلورم: اعلامیه کې ویل شوي، چې د جنګي ډلې منځ کې دې د بهرنیو جنګیالیو(القاعده) شتون له خپلسرۍ بهر او کنترول کړل شي؛ نه دا، چې اړیکې ورسره غوڅې شي او نوموړې اعلامیه له القاعده سره د طالبانو د اړیکو غوڅولو په اړه هیڅ واضح پيغام نه لري.
پنځم: د طالبانو اعلامیه کې د خپلسري قید په دې دلالت کوي، چې طالب رهبري د طالبانو په جګړماره ډله کنترول نه لري؛ نو طالبان به څنګه د طالب ډلې او القاعده سازمان د اړیکو پرې کولو ضمانت امریکا او نړۍ ته ورکړي، په داسې حال کې، چې د دوی ډله کې پراخه خپل سري شتون لري؟
شپږم: طالبان هیڅ کله خپلواکه ډله نه ده، چې د خپلواکو پرېکړو اختیار ولري؛ نړیوالو همېشه له پاکستان غوښتنه کړې، چې طالبان سولې ته کېنوي؛ یعنې د طالبانو د جنګي او سیاسي تشکیلاتو رهبري د پاکستان د څارګرې ادارې لاس کې ده؛ له همدې کبله قطر کې ناست د طالبانو نمونوي مشران د دې توان نه لري، چې د خپلې جنګي ډلې کنترول لاس کې واخلي یا هم د دوی د تشکيلاتو تصفیه وکړي او د طالبانو ډله کې د بهرنیو جنګیالیو(القاعده) شتون ته د پای ټکی کېږدي.
اووم: طالبان له ابتدا تر نن ورځې د پاکستان د څارګرې ادارې او د القاعده نړیوال سازمان له مالي منابعو تمویل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري؛ نو د طالبانو نمونوي مشران به د دې صلاحیت کله ولري، چې د القاعد ه سازمان په اړه پرېکړه وکړي یا هم د طالبانو ډله کې د القاعده مخه ونیسي؟
پایله کې د طالبانو اعلامیه دا په ډاګه کوي، چې د امریکا او طالبانو د سولې له تړون وروسته د ۱۱ میاشتو او ۱۳ ورځو موده کې د طالبانو د قطر رهبري د امریکا او طالبانو د سولې د تړون په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی.
اوس، چې طالبان د سولې د تړون د لغوه کېدو له ګواښ سره مخ دي؛ نو د اوبو وړي ورخ د راګرځولو هڅه کوي، چې دا هڅه خپله د دوی په ناکامۍ دلالت کوي او دا په ډاګه کوي، چې دوی په خپله ډله کنترول نه لري، د تېرو ۱۱ میاشتو او ۱۳ ورځو موده کې د دوی جنګي ډلې له القاعده سره اړیکې لرلې او د دوی د جنګي ډلې منځ کې بهرني جنګیالي موجود وو؛ نو اوس به نړیوال او امریکا د دوی په تش یوې اعلامیې څه باور وکړي؟
همدارنګه تش یو کاغذ به څنګه و توانېږي، چې د طالبانو د جنګي ډلې جنګیالي قوماندانان، چې د القاعده او پاکستان په بې حسابه پیسو روږدي دي د پاکستان او القاعده له تسلط ازاد کړي؟
سیحون خبري آژانس
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320