پر ښځمنو باندې برید، د کوم ځای دود دی؟

آصف بهاند

0 1,021

پر ښځمنو باندې برید، د کوم ځای دود دی؟

څــنــګه پــر تـورسرې باندې وار کوې

دا خـــو دې پــر ږيـره ســم ادرار کوي

څــرنـګـه پــوړوني تـه تــوپـک نــيسي

څــنــګـه سـپـکاوى د نـيـکه پـلار کوي

        (قانع)

ننګرهار کي یې نن بیا غزا کړې، د جهادیانو خدای(!) نن بیا خوشحاله دی ځکه روبوټانو یې د څو افغانو میرمنو ساه واخیسته.

واه جهادیانو واه…

مطلب زما و د جهادیانو خدای جلا دئ، زما د الله ج په قانون کي د انسان مرګ د ټولي جامعې مرګ دئ خو د جهادیانو د خدای په قانون کي ویني بهول د ثوابونو سرچشمې دي.

لعنت سه تو لعنت پر تاسو!

دوښمن زموږ خلک، په تېره ښځینه فعالانې داسې گڼي لکه گندنه، چې هر نسل یې سر راپورته کړي، بیا لور په لاس ورته ولاړ وي او ریبي یې. څه موده مخکې یې په همدې ننگرهار کې ملالۍ میوند ووژله، د هغې د وینو سره خالونه لا تت شوي نه دي چې د هغې په خورلڼو او همکارانو پسې یې لور را وخیست او په یوه واریې څو تاندې څانگې را ړنگې کړې.

افغانستان د داسې عجایبو وطن دی چې همدا نننی قاتل به څو ورځې وروسته د مارچ د اتمې د لمانځلو پر ستېژ باندې د افغانستان د ښځو په پته مبارکیانې  وړاندې کوي.

ځانته سړی په هیڅ ډول قناعت نه شي ورکولای، قاتلین د یوه پټ پروگرام له مخې پر هغه ځای وار کوي چې د چا لا ورته پام نه وي، د نظر وړ شخص چې د وژلو فرمان یې قاتل په جیب کې له ځانه سره راوړی وي، هېڅ پر ځان خبر هم نه وي، خو دوی ډزې پرې کوي.

که قاتل سړی وپوښتي چې:

ــ دا ښځې یا نجونې مسلح وې؟

ــ نه،

ــ نو بیا د څه له پاره دزې پرې کوې؟

ــ بس ثوابونه، جنتونه، حورې او…

لکه د مرحوم روحاني خبره چې:

«زه مچ نه شړم، ما څوک څه کوي…»

ننیو مقتولینو به هم هېڅ فکر نه کاوه چې له داسې یوې پېښې سره به مخ کېـږي، کورنۍ به یې لارې څارلې چې لور، خور، مېرمن. مور… به یې راځي او دوی په خوښۍ له خندا ډکې خولې ستړي مه شي ورته وايي، خو جنازه ورته راوړل کېـږي،

 سړی هېڅ نه پوهېـږي چې دا د کوم ځای قانون دلته چلېـږي او دا څه ډول عدالت دی؟

خلک حق لري چې داسې شکایت وکړي:

ننگیالی حضرتي:

«په ننګرهار څه بنډليانو واکمني وکړه!

هغه د ملالې ميوند قاتلين څه شول؟

امرخېله! که تا ولس ته دروغ نه وو ويلي چې ګواکې د ملالې ميوند قاتلين نيول شوي دي اوس د ولايت امنيه قومندان او د ولأيت وياند د دروغو ويلو او ليکلو هېڅ جرائت نه شو کولى.

خو افسوس!»

د بودا په لسو زرینو اصولونو کې تر ټولو لومړنی اصل دا و:

«ځان له ځانداره نه اخستل.»

خو قاتلن په عام محضر کې د خدای خلیفه وژني،

قاتلین په رڼا ورځ د بازار په منځ کې د څو بیگناهو ښځمنو ژوند ته د پای ټکی ږدي، خپله هم بیغمه په خپله مخه ځي، ابۍ مړه تبه یې شکېدلې، د پوښتنې هم څوک نه شته توریالی قاتل به اوس چېرې ناست وي خبرونه به گوري او پر خپل عمل به ویاړي او د حورو چورت به وهي او…

پر داسې وژنو انسانان څه چې، ونې او بوټي به هم ژاړي:

د مامونۍ د مرګ آواز شو

‏په بڼ کې ونې تاویدې ویر یې کاونه

د ننگرار د نننو وژنو په باب څو نظرونه او یو شعرو:

نثار صالح:

ننګرهار کي یې نن بیا غزا کړې، د جهادیانو خدای(!) نن بیا خوشحاله دی ځکه روبوټانو یې د دو افغانو میرمنو ساه واخیسته.

واه جهادیانو واه…

مطلب زما و د جهادیانو خدای جلا دئ، زما د الله ج په قانون کي د انسان مرګ د ټولي جامعې مرګ دئ خو د جهادیانو د خدای په قانون کي ویني بهول د ثوابونو سرچشمې دي.

لعنت سه تو لعنت پر تاسو!»

مریم امرخیل:

«کلونه کلونه ستونزې وګاله، د هر چا پیغورونه په سر واخله خپل شخصیت د دې وړ کړه چې کار او خدمت وکړې یو جاهل او نادان راشي په څه اسانه دې ټولې هیلې درووژني د ناچیزه او بې ارزښته څه بدل کې په بې باکۍ قتل عام کړي.»

#ننګرهار

#خبریالانې

نعمان دوست:

«نه یواځې له حکومته بلکې له موږ ولس هم خبره شړیدلې؛

که د نننیو نجونو قاتل د زړو چپلکو او بوټانو غل وای، تاسو به ورپسې د زړورو پهلوانانو ښاریانو منډې لیدلې وې.

بس چې په چا راغله په هغه راغله.

***

په ښځو ډزې کول؛ هغه هم په منځ ښار کې.

موږ د انسانیت پر لمن تور داغ یوو.

رښتیا؛

موږ خو داسې نه وو.

جګړې!

څه وحشتونه دې وزیږول.

***

څومره چې ماته په یاد دي او

هیله ده څوک خپه نشي:

د تېرو څو کلونو په جریان کې جلال اباد کې د انعکاس تلویزیون پر ودانۍ برید وشو،

رئیس یې له منځ ښاره اختطاف شو،

د یوه کارمند کوچنی زوی یې اختطاف شو،

د ملالې میوندۍ په نوم تکړه ژورنالیسته او د هغې غریب موټروان شهیدان شول،

او

دا دی نن بیا…

د ټلویزیون مشرتابه یا هر چاته چې د دې هدفي او زنځیري وژنو په اړه دقیق اطلاعات وي؛ هغه دې لږ تر لږه له خپلو کارکوونکیو سره شریک کړي. نور کارکوونکي دې د دغه شان مرموزې دښمنۍ ښکار کیږي نه.

د یوه عادي کارمند له یوه څاڅکې وینې دې دا ټول تلویزیونونه لوګي شي.

عصمت قانع:

څــنــګه پــر تـورسرې باندې وار کوې

دا خـــو دې پــر ږيـره ســم ادرار کوي

څــرنـګـه پــوړوني تـه تــوپـک نــيسي

څــنــګـه سـپـکاوى د نـيـکه پـلار کوي

تــا کې د غــيــرت حـيــا شـمـه مړه ده

تــه خــو دا د خــړې کـٶني کــار کوي

تــه چـې پر ښځموني مرګ روپۍ ګټي

ګــوره دلــه ګـۍ بــانــدي اصرار کوي

شــرم خــو دې مــخــکي لا شـړلى دى

اوس په بې شرمۍ باندي روزګار کوي

وه تــوره تــه هــم لــيــونـى شـوى يـې

خـــرو سـره بــرخورد داموزګار کوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply