د عمران خان مخالف ګوندونه وايي، چې د نوموړي د باور رایه ورته د منلو نه ده او استعفا دې وکړي.
د پي ډي ایم ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، چې عمران خان له خلکو په پیسو رایې اخیستي او دا رایې دوی ته د منلو نه دي.
نوموړي ویلي، چې عمران خان د پاکستان په تاریخ کې یو ناکام صدراعظم دی او باید ژر تر ژره دې استعفا وکړي.
په ورته مهال بیا د مسلم لیګ ن مرستیالې مریم ویلي، چې د حکومت د وتلو وخت راغلی او نور باید د عمران خان حکومت استعفا وکړي؛ ځکه حالت ورځ په ورځ د بحران لور ته روان دي.
په همدې حال کې بیا د د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ویلي، چې عمران خان ګوډاګی دی او دې ناپوه وزیر پاکستان له سختو حالاتو سره مخ کړ نوموړي ویلي، چې عمران خان د پاکستان هېواد د تباهي په لور روان کړی او په هېواد کې یې یوه تاریخي اقتصادي ترهګري کړې.
باید یاده شي، چې شاوخو یوه میاشت وړاندې هم په پاکستان کې د عمران خان مخالف ګوندونو د نوموړي پرضد لاریونونه کړي وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320