که طالبان پاکستان کې جنګي اډې و نه لري؛ ایا یو کال به جنګ ته دوام ورکړی شي؟

0 1,198

د پښتنو ملي سیاستوال افراسیاب خټک د روان کال د کب میاشتې په ۲۴ نېټه یو رسنیز کنفرانس کې، چې د قبایلي سیمو د ځمکو د شخړو د حل لپاره دایر شوی و وویل، چې طالبان تل ادعا کوي؛ که افغان دولت سره د امریکا ملتیا نه وي او امریکایي پوځونه له افغانستان ووځي؛ نو افغان حکومت به یو کال دوام هم و نه کړي.
زه له دوی څخه پوښتنه کوم، چې که پاکستان کې د طالبانو امن پټنځایونه او جنګي مرکزونه نه وي؛ ایا طالبان به په دې وتوانېږي، چې یو کال افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړي؟
نوموړي د خپلو څرګندونو دوام کې وویل، چې د دوحې خبرې ناکامې دي او د ترکیې له ناستې هم باید افغان دولت هیله و نه لري؛ که نړۍ افغانستان کې د جنګ ختمول غواړي، لومړی باید پاکستان کې د طالبانو امن مرکزونه بند کړي.
ترڅو، چې پاکستان د طالبانو لپاره پټنځای وي، تر هغو طالبان د سولې په نیت د سولې روانه پروسه کې ګډون نه کوي!
د ترکیې او مسکو راروانو ناستو کې؛ باید افغان دولت د سیمې له هیوادونو وغواړي، چې پاکستان دولت د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي!
طالبان؛ له چا سره جهاد کوي؟
امریکا سره یې سوله کړې او خپلو افغانانو سره جګړې ته جهاد وایي!
طالبان تل وایي، چې ترڅو امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وي وتلي، موږ جګړې ته د پای ټکی نه ږدو!
طالبانو ته دې وویل شي، چې ترڅو تاسو له پاکستان کډه نه وي بار کړي، د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ یئ، تر هغو باید افغانستان کې بهرني ځواکونه پاتې شي!
افغان دولت باید د پاکستان په سیاست دوکه نه شي؛ که پاکستان د افغان سولې له پروسې سره مرسته کوي؛ نو لومړی باید د طالبانو امن پټنځایونه او د جګړې مرکزونه وتړي؛ که دا کار نه کوي د دوی نیت تر شک لاندې دی او افغانستان کې د جګړې غځول غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply